gggg

د سندرغاړې اریانا سعید لپاره بوخت اختر

افغان سندرغاړې اریانا سعید د سندرغاړو په منځ کې یو له هغو څخه ده چې ډیر وخت یې په هوا او کم وخت یې پر مځکه تیریږي . بس له کابله تر اروپا تر امریکا او کاناډا په حرکت کې وي .

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو څرګندیږي چې ددې سندرغاړې دا اختر هم له بوختو او له منډو ترړو له ډکو اخترونو څخه دی .

دا چې د روژې له فیض او برکت به څومره برخمنه شوې یوې خواته خو دا او دوستان یې غواړې نه یوازې دا چې د اختر له خوشالیو پوره پوره ګټه واخلي بلکې نیت یې دی چې په کاناډ او اروپا کې د کنسرتونو په ورکولو دا خوشالۍ له نوره سره هم وویشي .

اریانا سعید د یکشنبې په ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې نن جرمني ته روانه ده . ټاکل شوې ده چې نوموړې به د جولاۍ په اتمه او نهمه نیټه د جرمني په مونشن او برلین ښارونو کې کوچنی اختر په کنسرټونو ولمانځي .

په شپاړم د جولاۍ به د سویډن په مالمو کې کنسرت ته ورشي . وروسته به کاناډا ته ولاړه شي او هلته د جولای په ۲۴ مه او ۳۰ نیټه په ټورنټو او مونټریال کې کنسرټونه لري .

د معلومات له مخې په ټورنټو کې به په دې کنسرت کې له اریانا سعید سره خوږ ژبې سندرغاړی شفیق مرید هم یو ځای شي او همایون سخي به په دې کنسرټ کې د رباب نغمې واوروي .

شفیق مرید ژمنه کړې چې د اختر په مناسبت به خپله یوه نوې سندره هم له خپلو مینوالو سره شریکه کړي .

نو په جرمني ، سویډن او کاناډا کې میشتو افغانانو ته سندریز اختر . په دې هیله چې په هیواد کې دننه کې د اختر په ورځو کې د سندرو زمزمې نه وي لږ تر لږه دې خدای ج د ټوپکو ژبې ګونګۍ ساتي .

13528643_1254585427915536_2638948963652128792_o

 

یوه تبصره

  1. I’m really enjoying the theme design of your site.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.