maxresdefault

د سمیع یوسف او راحت فتح علي (مست قلندر ) قوالي خلکو ستایلې

بریتانوي وتلي مسلمان سندرغاړي سمیع یوسف د پاکستان د صوفیانه موسیقۍ له یو استاد راحت فتح علي خان سره د نصرت فتح علي خان د ” مست قلندر “ مشهوره قوالي یو وار بیا په ګډه ویلي .

د سمیع یوسف او راحت فتح علي خان ګډه قوالي .

وروسته له هغې چې د دوو وتلو سندغاړو دا ګډه قوالي په یو ټیوب خپره شوې میلونو کسانو لیدلې او اوریدلې ده او ددې دوو تکړه سندرغاړه له شراکت یې ستایلی دی .
قوالي د راحت په الاف پیل شوې او سمیع ترې وروسته نوبت نیولی دی .
سمیع یوسف چې په بریتانیې کې زیږدلی ، د ځانګړې طرز موسیقي یې په نړۍ په ځانګړې توګه مسلمانانو کې ډیر مینوال لري . راحت فتح علي خان هم د پاکستان د صوفیانه موسیقۍ په برخه یو له ځلیدلو سندرغاړو څخه دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.