610-600x350

د سترې محکمې ساتونکو یوه مشکوکه ښځه په ډزو وژلې

کابل پولیسو وايي د سترې محکمې په دروازه کې امنیتي ساتونکو یوه ښځه چې غوښتل یې پر محکمه برید وکړي ، په ډزو وژلې ده .

ستره محکمه د مسعود څلور لارې ته نژدې پرته ودانۍ کې ده . د چارواکو په وینا نن سهار وختي یوې ښځې چې وسله ورسره وه غوښتل محکمې ته ننوزې او بریدونه وکړي چې د محکمې د ساتونکو له خوا پیژندل شوي او وژل شوې ده .

د کابل د امنیې قومندانۍ د جنايي څیړنو امر فریدون عبیدي رسنیو ته ویلي چې ، دې مشکوکې ښځې غوښتل له وسلې سره پر ستره محکمه بریدونه وکړي خو په دروازه کې له ساتونکو سره په ډزو اوښتې او وژل شوې .

نوموړې ویلي چې د موضوع په اړه څیړنې روانې دي .

د سترې محکمې ریس سید یوسف حلیم رسنیو ته ویلي چې دې مشکوکې ښځې تر هغې مخکې چې د پولیسو په ځوابي ډزو ووژل شي لومړی ډزې کړي دي .

خو وايي د مشکوکې برید ګرې په ډزو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د مشکوکې ښځې جسد د عدلي طب د څیړنو لپاره وړل شوی دی .

د کابل یو امنیتي چارواکي ویلي دوی ګومان کوي چې د ښځې سره یو نارینه بریدګر هم و چې د پېښې له ځایه تښتیدلی دی .
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان عدلي او قضايي ادارې د مخالفو وسلوالو د بریدونو یو مهم هدف دی ، خو دا چې دا ښځه ریښتیا هم برید ګره او که د سترې محکمې د ساتونکو د شک قرباني شوې تر اوسه څرګنده نه ده .