د زيارت کلتوري ارزښت

پښتو ژبه که له يوې خوا د ګړني ادب څخه غني ده، بل پلو يې دغه برخه ډېره خوږه هم ده او دا هغه وخت مالوميږي چې د پښتو ټپې باندې سړی خپل دردونه ټکور کړي، په کاکړيو کې د پښتني پېغلو ارمانونه واوري او په نورو فورمونو کې يې د انسانانو د سينو هغه خبرې ولولي چې په عادي ژوند کې ترې خبرېدل اسان نه وي.
د پښتو په ګړني ادب کې مشهور فورم ټپه ده چې ليکوالو، څېړونکو او پوهانو کتابونه پرې ليکلي دي، څېړنې يې کړي دي، له کلي او کور يې په ډېره خوارۍ راټولې کړي دي او تر ټولنې يې رسولي دي.
افغانان چې له يوې خوا اسلامي اصولو ته زياته عقيده لري او د هغه څه پر وړاندې بېواکه غبرګون ښيې چې د اسلام د مبين دين سره په ټکر کې وي، بل پلو پر خپلو کلتوري ارزښتونو هم سر او ځان قربانوي.
زموږ ټولنه له جالبه دودونو ډکه ده، له اختره تر واده، له خوښۍ تر خپګانه او ان د مړينې مسايل هم په ځانګړو مراسمو ترسره کوي.
مخکې مې هم يادونه وکړه چې د شفاهي ادبياتو ډېری فورمونه څېړل سوي دي، خبرې، څېړنې او ليکنې پرې سوي دي، خو يوه مهمه کلتوري موضوع چې له ډېره وخته مې په فکر کې ده غواړم دلته پرې يو څه خبرې وکړم.
که په افغاني ټولنه کې څوک ژوند کوي نو حتماً به خبر وي چې دا خلک زيارت ته ډېره عقيده لري، لوی درناوی يې کوي او په ځانګړو ورځو کې ورځي.
زيارتونه زموږ په ټولنه کې له سپېڅلو ځايونو بلل کېږي، هغه څوک چې لوی ولي وي، عالم وي، پير وي او په ټوله کې نيک او ښه انسان وي، له مرګ وروسته يې پر قبر خلک راټوليږي، دعاوې غواړي او خدای ج ته يې وسيله کوي.
که څه هم په مذهبي لحاظ هره ټولنه کې زيارت ته جلا جلا کتل کېږي، څوک يو ډول او څوک بل ډول، زموږ په ټولنه کې هم يو شمېر خلک د زيارت له دوديز تګ سره مخالفت کوي، خو زه پر دې خبرې نه کووم، ځکه هغه د علماو کار دی، يوازې به يې پر کلتوري برخه خبرې وکړو.
که خپل ګړني ادب ته سر ورښکاره کړو، نو پېړۍ وړاندې هم د زيارت خبرې سوي دي، سندرو، شعرونو او لنډيو کې ياد سوی دی، عاشق چې کله خپله معشوقه له خدای ج غواړي نو زيارت ته سر ورښکاره کوي، په دې خاطر چې زيارت ورته تر ټولو مقدس ځای مالوميږي او داسې انګيري چې له دې ځايه به مې خدای ج دعا قبوله کړي.
د يوې ميينې د سوي زړه فرياد له لاندې سندرې ښه څرګنديږي:
زه به جارو کړم زيارتونه شينکي بابا
که مې قبول کړي دا سوالونه شينکي بابا
زيارت ته په افغاني ټولنه کې په دومره درنه سترګه کتل کېږي چې لوی لوی خلک، پاچاهان، وزيران او ډېری داسې خلک چې سر ټيټول ورته ګران وي چې مجبوره سي زيارت ته ورځي او خپل مراد ورسره شريکوي.
په افغاني ټولنه کې چې يو څوک په هره برخه کې ناتوانه سي، نور يې وس کار ونه کړي، يا ورته لويه ستونزه پېښه وي، د هوارۍ بله هيڅ لار يې نه وي نو زيارت ته ورځي او له خدايه د خپل مشکل د حل غوښتنه کوي.
زيارتونه هم توپير لري، څومره چې يو څوک لوی ولي، پير او ښه انسان تېر سوی وي، په هماغه کچه يې زيارت مشهور وي، ښه نوم لري او له ليرې ليرې ځايونو ورته ډلې ډلې خلک راځي، نور نو په هره سيمه، هر کلي کې زيارت سته چې يو شمېر يې ډېر لرغوني دي چې هغه بيا د تاريخ برخه ده او څېړنې هم پرې سوي دي.
کله کله چې يو څوک ستونزه ولري نو له خدايه دعاوې غواړي ترڅو يې مشکل هوار سي، خو چې کله يې مراد پوره سي نو بيا بېرته سرکښي شروع کړي او خپل خدای ج يې هېر سي.
په لاندې لنډۍ کې چې د پښتني ټولنې ښه مثال دی، له زيارت سره تړلې د يوې پېغلې د ارمان پوره کېدو خبره پکې نغښتې ده:
د لېونۍ ارمان پوره شو
په لاره ځي په کاڼو ولي زيارتونه.
يو شمېر داسې خلک هم سته چې د زيارت په ارمان دي، يا ترې هغه زيارتونه چې زړه يې ورپورې تړلی وي، ترې ليرې دي او يا هم ترې مايوسه سوي دي، مراد يې نه پوره کېږي نو ځکه يې ويلي دي چې:
زيارت کووم نه رارسيږي
خدايه خراب کړې دا د کاڼو زيارتونه
د زيارت په اړه پښتو شفاهي ادب کې ډېرې خبرې سوي دي، ګڼ شمېر لنډۍ پرې ويل سوي دي، کيسې لري، د خلکو په زړونو کې د زيارت په اړه داسې خبرې سته چې تر اوسه زندۍ دي.
ځکه زيارت د مظلوم چغه ده، د فرياد ځای يې دی، د زړه د ټکورېدو کور يې دی، نو له يوې خوا بايد دا کلتور دغه ډول وساتل سي، په هغه لاره باندې چې موږ ته خپل مذهب اجازه راکړې ده بايد زيارت ته تګ راتګ وکړو او بل پلو مې څېړونکو او ليکوالو ته وړانديز دا دی چې په دغه برخه کې دې څېړنه وکړي، د هغه زيارتونو کيسې دې ټولنې ته وړاندې کړي چې تر اوسه ترې خلک ناخبره دي، د خلکو سره دې خبرې وسي، ډېر قديم اثار بايد وپلټل سي ترڅو پېړۍ وروسته خلک هم د زيارت پر ارزښت او زموږ په ټولنه کې د دغه کلتور پر لرغونوالي خبر سي.
په پای کې خپلې خبرې د جلال امر خېل په لاندې بيت رانغاړم چې:
که ځې زما په خاطر هره چهار شنبه زیارت ته
ما دې همدې لپاره هم نه کړي، خدای ښه له درده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.