sharbat_gula-descarte

د رحیم الله یوسفزي په سپیناوي کې تناقض موجود دی . ډاکتر زاخلیوال

لیکوال: په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخلیوال

له دوه ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې د خیبر پښتونخوا د پیژندل شوي صحافي ښاغلي رحیم الله یوسفزي په اړه ګونګوسې دي چې ګواکې د شربت ګلې پیسی یې خوړلی. زه ښاغلي یوسفزی له نږدې څخه نه بلکې له لرې د یو معزز شخص په توګه پیژنم چې طبعآ په یادو تورونو مې نه لوریږي.

تر څو چې بحث یوازې د ټولنیزو شبکو په کچه ‌ؤ ما هم له څه ویلو ‌‌‌‌‌‌ډه‌‌‌‌‌‌ډه وکړه چې د لا ګرمیدو باعث یې نه شم مګر له تیرماښام راپدیخوا نوموړې موضوع د عامه رسنیو تر پوښښ لاندې راغله چې په دې لړ کې له ځانه د دفاع په موخه ښاغلي یوسفزي له ګڼو راډیو ګانو سره مرکې درلودې چې په غور مې واوریدې.

زه داسې څه اسناد یا شواهد په لاس نلرم چې د هغې پر بنسټ د موضوع په اړوند یو ‌‌‌‌‌‌ډول یا بل ‌‌‌‌‌‌ډول قضاوت وکړم مګر له رادیو ګانو سره د ښاغلي یوسفزي په خبرو کې کافي تناقضات او ځینې داسې خبرې وینم چې سوالونه پیدا کوي او د ښاغلي یوسفزي سپیناوی ستونزمنوي.

لومړی، د رادیوګانو سره په خبرو کې ښاغلي یوسفزي له یو لوري ځان ناخبره ښوده چې ګواکې د شربت ګلې او نشنل جیوګرافیک مجلې تر منځ د پیسو په ورکړه کې دده کار نشته او یا دا چې ددوی له لارې د پیسو د لیږد خبره یوازې په وروستیو پنځه زره ‌‌‌‌‌‌ډالرو، هغه هم په ناخبرۍ او غلط فهمۍ کې، را پيدا شوه.

مګر په عين خبرو کې بيا مني چې د نشنل جیوګرافیک مجلې او عکاس سټیف مکوري مرستې ټولی دده له لارې کېدی. البته د پنځو زرو ‌‌‌‌‌‌ډالرو کېسه يې هم ګ‌‌‌‌‌‌ډه و‌‌‌‌‌‌ډه وه!

رښتیا هم داده چې هره میاشت شربت ګلې ته د ښاغلي يوسفزي له لارې د نشنل جیوګرافیک د مجلې له اړخه دوه سوه امریکایي ‌‌‌‌‌‌ډالر ورکول کېده. په بله معنی، ښاغلي يوسفزي دومره ناخبره نه ‌ؤ چې هڅه يې کوله چې ځان وښایي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخلیوال
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخلیوال

دوهم، ښاغلي يوسفزي د نشنل جیوګرافیک مجلې له اړخه شربت ګلې ته د پیسو ورکړه مرسته یادوي مګر په عين خبرو کې يی وویل چې د شربت ګلې او نشنل جیوګرافیک مجلې تر منځ لس کلن هوکړه لیک لاسلیک شوی ‌ؤ چې د هغې په بنسټ به د یو معین دوامدار امتیاز په بدل کې د شربت ګلې کېسه او تصویر چاپيدل یوازې د نشنل جیوګرافیک مجلې ځانګړی حق وي. ښاغلي يوسفزی دی په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړي چې ایا میاشتنۍ دوه سوه ‌‌‌‌‌‌ډالره چې دده له لارې شربت ګلې ته راتله، مرسته وه او که د شربت ګلې حق؟

بیا هم رښتیا داده چې د نشنل جیوګرافیک سره د لس کلن هوکړه لیک د محتویاتو څخه شربت ګله او یا یې د کورنۍ کوم بل غړی په جریان کې نه ‌ؤ، او نه د هوکړه لیک کوم نقل ورکول شوی. د ښاغلي یوسفزي له لوری یوازې ورته ویل شوی ‌ؤ چې ستا یو هوکړه لیک شوی چې د هغې په بنسټ څه څه نشي کولی.

د سپیناوی لپاره ښایې چې ښاغلی یوسفزی دا هوکړه لیک په بشپړه توګه نشر کړي. که د شربت ګلې لپاره په هوکړه لیک کې درج حق الامتیاز له دوه سوه ‌‌‌‌‌‌ډالرو زیات ‌ؤ یوه معنی لري او که رښتیا هم د میاشتی دوه سوه ‌‌‌‌‌‌ډالر ‌ؤ نو بیا هم د شربت ګلې سره نشنل جیوګرافیک ظلم او چل کړی او هم لږ تر لږه په ټولو خبرو پوه ښاغلي یوسفزي یې په حق کې بې غوري او بې تفاوتي
.
همدا رنګه دې په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړي چې پدی هوکړه لیک کې د ښاغلي یوسفزي هم څه مالی امتیاز ‌ؤ که نه؟

د 1985 کال را پدیخوا د شربت ګلې تصویر تر اوسه د نشنل جیوګرافیک مجلې له لوری په اشتهاری توګه استعمالیږی چې د 2002 کال راپدیخوا د ښاغلي یوسفزي په قول د نوموړی په وساطت لس کلن هوکړه لیک هم لاسلیک شوی مګر د شربت ګلې ټول درامد له دې څخه تر اوسه ددیرشو زرو ‌‌‌‌‌‌ډالرو په ارزښت یوه کوچنۍ جونګړه او د میاشتې یوازې دوه سوه ‌‌‌‌‌‌ډالر او داسې یو ژوند چې په هغې کې یې د بیوسۍ له کبله د علاج وړ ناروغتیا څخه هم ځوان میړه له لاسه ورکړ او هم پیغله لور.

ښاغلي یوسفزي په خپلو خبرو کې بیاځلی وویل چې شربت ګلې ته یې لور ویلي او د کورنۍ د غړی په ‌‌‌‌‌‌ډول یې پاملرنه پری لرله. پداسی حال کې چې د معلوماتو له مخی شربت ګله د اتو میاشتو راپدیخوا د تعقیب او تحقیق لاندی وه او د ښاغلي یوسفزي څخه یې په کراتو مرسته غوښتې وه چې د رد ځواب یې ورته ویلی و.
د شربت ګلې د نیولو څخه وروسته هر خواخوږې یې د نوموړې څخه د ملاتړ او خواخوږۍ غږ اوچت کړ او په خوشې کولو کې یې د خپلې وسې هڅې وکړې چې پدی لړ کې د پیژندل شوی خبریال ښاغلي سلیم صافي هڅې او اخلاص د یادونې، ستاینې او مننی وړ بولم. مګر د شربت ګلې پدی تر ټولو سختو شپو کې ښاغلي یوسفزي د خپلی لورخوانده په خواشینونکی حالت غوږ هم ونه ګراوه، سره له دې چې د چارواکو او نظام سره د نوموړی اړیکې له هر چا زیاتې پخې دي. د شربت ګلې په وروستنی تریخ جریان کې د نوموړی سره د ښاغلي یوسفزي د تماسونو هڅو هغه وخت زور واخیست چې غوښتل یې له شربت ګلې څخه د خپل سپیناوی ویډیو ‌‌‌‌‌‌ډکه کړي چې هغې بیا ما مخنیوی کړی.

نو له دې کبله د ښاغلي یوسفزي د وینا او حقیقت تر منځ پوره تناقض موجود دی او په سپیناوی کې یې نیمګړتیا.

مګر ښاغلي یوسفزي د درناوی لکبله به له هر چا ‌‌‌‌‌‌ډیر زه خوښ شم که چېری نوموړی د پورته او نورو سوالونو قانع کوونکې ځوابونه ولري. د پورتنیو پوښتنو د نیشنل جیوګرافیک عکاس سټیف مکوری هم باید سپیناوی وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.