د افغانستان د ملي امنیت پخوانی ریس ، رحمت الله نبیل
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی ریس ، رحمت الله نبیل

د دښمن رسوايي، که د خپلې لمنې پر سر اړول

له احساساتو سره لوبې په کومه بيه؟

ګاندي جي فقير مشر، ملنګ شخصيت و. په دې خبره پسې نه ګرځېده، خو جواهرلال نهرو پنډت و، شتمن او جاګيردار سړی و، ځکه خو کتونکي د ده د شخصيت او سياست دغه اړخ د هند د نيمې وچې د وېش په غميزه کې بې‌اغېزې نه‌شي ګڼلای.

د هند تر خپلواکي وروسته چې نهرو صدراعظم وټاکل شو، د استخباراتو C.I.D ډايريکټر يې وروغوښت، له ده سره يې په ورين تندي ګپ شپ راواخيست، د مازديګرني چای پر سر يې ترې وغوښتل، که مهرباني وکړي د هغو اطلاعاتو دوسيه وروښيي چې پېرنګي د ده په اړه راټول کړي دي.

نهرو په ځانګړي اکټ او موسکا زياته کړه؛ د ده سودا ده چې پېرنګی به دی څنګه تللی او ارزولی وي؟

ډايريکټر په ډېر ادب له ځايه په پورته کېدو عسکري سلامي ووهله، لاس يې پر سينه کېښود، د بشپړ اطاعت او درناوي په دود يې عرض کړه چې دا کار نه‌شي کولای، دا د ده له مسلک سره خيانت دی چې د خپلې ادارې رازونه او اسرار په دغه بڼه د يو چا په واک کې ورکړي.

لوستونکي د دې پته لګولای شي چې د ادارو پياوړتيا پر همدغسې مسلکي‌توب کې نغښتې چې پر مټ يې د وخت ځواکمن صدراعظم ته هم نه ويلای شي.

مسلکي ادارې د خلکو له احساساتو سره لوبې نه کوي، خپل وقار، شخصيت او ګټې د خپل مسلک او ادارو په پياوړتيا کې لټوي.

دلته د دغو ادارو له مشرتابه سره د قهرماني ګټلو هوس مطرح نه وي، له بده‌بخته په افغانستان کې د وچې خاني موډ او دود ګرځېدلې. هر يو چې ګورې د اتلولي ګټلو تبې نيولی. له همدې ځايه د دولتي رازونو او اسرارو په بيه هم د جعلي قهرماني ګټلو لوبه ښه توده غځېدلې ده.

د امنيتي او استخباراتي ادارو اسناد او اطلاعات خپل محرميت لري. ان چې ډېری يې د اشد محرم په ليکه او کتار کې راځي.

دغه اسناد او اطلاعات د ادارې د مشرتابه ملکيت نه‌شي ګرځېدای، له دغو اسنادو، مدارکو او اطلاعاتو سره بې‌توپيري او شخصي چلند ملي خيانت دی.

د دغو اسنادو، مدارکو او اطلاعاتو د لېږد واک او له ځان سره د ساتلو صلاحيت څوک نه لري. د امنيتي او استخباراتي ادارو د مشرانو په ګډون که چا دغسې اسناد، مدارک او اطلاعات بې‌ځايه او له ځان سره يووړل، د ملي خيانت له توره خپلې اوږې نه‌شي سپکولای.

ځکه خو پر دغسې اسنادو سياست او د سياسي بازار د ګرمولو هڅه خپله يو خيانت دی.

د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل دغسې اسناد خپل شخصي ملکيت ته ټيټ او د دغو اسنادو ارزښت له ننګونې سره مخامخ کړ. دغه اسناد که هر څو د پاکستان له دښمني ډکې لاس‌وهنې بربنډوي، خو په دغسې بڼه او کچه يې افشا کول هېواد او خلکو ته خطرناک جانبي عوارض هم رامنځ ته کولای شي.

ادارې د دغسې اسنادو، مدارکو او اطلاعاتو د افشا کولو له‌پاره خپله لار، کاردود، مرجع او طريقه لري چې د افشا کولو په پرتله يې د دغو اسنادو له مخې اجراات پام‌وړ او جدي ګرځولي وي.

افغانستان منتخب حکومت، ټاکلی سيسټم او د ادارو له‌پاره مروجه قوانين، پاليسي، کاري کړندود او اداري چوکاټونه لري چې اطلاعات، اسناد او مدارک په هغه چېنل کې له کښته لوړو مقاماتو ته رسېږي او دغه مقامات پر هغو د خپلو کتنو او ارزونو له مخې يادښتونه او لارښوونې کاږي.

ځکه خو دغه اسناد کومه تجارتي متاع نه‌شي ګرځېدای چې څوک راولاړ شي، په مطبوعاتي کنفرانس کې يې د پلور او پېر ليلام ته وړاندې کړي.

پوښتنه دا ده چې ښاغلي نبيل د دغو اسنادو له افشاکولو سره کومې هيلې او موخې پېيلې دي؟

ښکاره خبره ده چې ده د دغو اسنادو له را پورته کولو غوښتل له پاکستان سره د جوړجاړي په تور او پېغور ولسمشر او حکومت وګواښي، له فشار سره يې مخامخ کړي او د ولسمشر او حکومت هېوادپالنه تر پوښتنې لاندې راولي.

بله پوښتنه دا چې ښاغلي نبيل ته څنګه «بعد از خرابی بسیار» دغه افشاګري پام‌وړ وګرځېده؟

هغه اړخونه او هېوادونه څوک او کوم کېدای شي چې په افغانستان کې يې د نظامونو او حکومتونو په کمزوري کولو پسې را اخيستې ده؟

ښاغلي نبيل دا نه ده څرګنده کړې چې دغه اسناد يې کومو دولتي مقاماتو ته له کوم وړانديزونو او سپارښتنو سره وړاندې کړي دي. د هغو غبرګون او لارښوونه څه وه؟ ښاغلی نبيل څنګه په دې پسې لګېدلی چې د ولسمشر پيټر باټيک حيثيت وننګوي او په اصطلاح خپله لېونۍ او اورنۍ هېوادپالنه په زبات ورسوي؟

موږ دا منو چې رسنيو وخت پر وخت ځينې پټو اسنادو او اطلاعاتو ته لاس‌رسی پيدا کړی، خو رسنۍ د اسنادو محرميت او ملي ګټو ته په کتو د هغو خپراوي ته ور ګرځېدلي. له حکومتي مقاماتو سره يې په پوهاوي هغه برخې را برسېره کړې چې د دغو اسنادو محرميت او هېوادنيو ګټو ته يې کوم ګواښ نه‌شوای را ولاړولای.

خو دا کله هم نه ده ليدل شوې چې د استخباراتي ادارې مشر دې را ولاړ شوی وي او په مطبوعاتي کنفرانس کې يې دې هغه رپولې وي.

دا يوه بده تيږه او دود هم ګرځېدای شي، ښايي د ملي امنيت نور رييسان او چارواکي دغسې اسناد له ځان سره په ساتلو د شخصي ګټو او سياست پښو ته ټيټ کړي.

له بلې خوا د دغو اسنادو ناقانونه افشا کول هغه کانالونه له کواښ سره مخامخوي چې استخباراتي ادارو د دغسې اسنادو، مدارکو او اطلاعاتو د خپراوي صلاحيت د امنيتي ادارو له واکه لېرې مشرانو نه دی، د دغسې اسنادو د خپرولو لپاره د وخت او شرايطو قانوني او حقوقي تعريفونه شته چې له پامه نه‌شي غورځېدای.

اداره