yavari1-810x483

د دوه‌سري حکومت دوه‌سرې تذکره؟

په افغانستان کې چې څومره شعار مسخره شو، دومره ملي او ديني ارزښتونه هم د تمسخر د ډنډ پر غاړه لوڅ لغړ کړای شول.

دا اوس اجراييه رياست په خپل ګمان د تذکرو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لېرې کولو داسې په اصطلاح هواری اعلان کړ چې له امله يې دغه ملي پروسه هم د مسخرو په يوه نوې ننداره واړوله.

اجراييه رياست په خپل دغه نوښت کې داسې يو هواری(!) را ايستلی چې د تذکرې د کارټ تر څنګ د A.4 پاڼې په نيمايي برخه کې د دوی په خبره د متقاضي د قوم، مذهب او ورته نښو په اړه تر دېرشو زيات وضاحتونه راتلای شي.

دغې طرحې په خواله رسنيو، مدني فعاليتونو او عامه افکارو کې سخت غبرګونونه پارولي او دا يې له ملي مسايلو او واقعيتونو سره د چارواکيو يوه بله بې‌توپيري بللې ده.

تذکره د ملي هويت هغه سند دی چې د اتباعو حقيقي، حکمي او حقوقي هويت خوندي ساتي.

دغه هويت بايد نيمګړی، نيمکله و نه اوسي، بل پسوند، کاغذ او تکې ته اړ نه کړای شي، ملي هويت بايد بشپړ، ثابت او رسا وي.

ملي هويت ښايي تر سياست لوړ و اوسي. پر ملي هويت سياست کول ملي خيانت دی. افغانستان د ټولو مېشتو قومونو ګډ کور دی، په دغه کور کې د ټولو قومونو، وروري او برابري، خو افغانيت د دغه کور پخه اډانه ګرځېدلې ده.

که د تذکرې د کارټ تر څنګ په بله پاڼه کې د افغان اتباعو د قوم، ژبې او مذهب په اړه تر دېرشو زيات وضاحتونه اړين وي، د تذکرې په اصلي کارټ کې څنګه ملت، قوم او مذهب شجر ممنوعه ګرځېدای شي؟
دا کوم منطق دی چې په تذکره کې ملت او دين نه‌شي ځايېدای، خو په ملت‌پاڼه کې دې په دې اړه تر دېرشو زيات موارد ثبت کړای شي؟

افغانيت په افغانستان کې د مېشتو قومونو د برابري هغه حقيقت دی چې هيڅ قوم ځان تر بل غوره او ټيټ نه‌شي بللای، ځکه خو افغانيت په افغانستان کې د مېشتو قومونو د حقونو او حيثيت د برابري تضمين دی. دا افغانيت دی چې هيڅ افغان ځان تر بل افغان غوره نه‌شي بللای او هيڅ افغان تر هيڅ افغان ټيټ نه‌شي ګڼل کېدای.

افغانيت يا ملي هويت په دې مانا نه دی چې د قومونو پېژندتابه، رواجونه، ژبه او نور محلي ارزښتونه وننګوي، يا يې له منځه يوسي.

افغانيت پر مساوي او برابره کچه د دغو ټولو ارزښتونو د پاللو او ژوندي ساتلو ضمانت دی.

پر ملي هويت افغانان له کلونو او پېړيو متحد او متفق وو او دي. له ملي هويته پرته ملي وحدت نه‌شي ټينګېدای، ځکه خو په تذکره کې بايد د ملي هويت د تثبيت تر څنګ د قومونو تشخص هم ځای ولري.

افغانيت په افغانستان کې د ټولو قومونو ملي هويت دی. له ملي هويته پرته ملتونه خپله پېژندتابه نه‌شي ساتلای. هر ملت د ملي هويت اړ دی، د قومونو مجموعه ملت دی او ملت د ملي هويت اساس او بنسټ دی.

په افغانستان کې قومونه د ملي هويت برابر مالکان دي، په دغه ملکيت کې د ټولو برابر حقونه، مکلفيتونه او مسووليتونه خوندي دي.

د سرخط ورځپاڼې سر لیکنه