14692088_360437077622141_2429526876054534622_o

د دولت په ملاتړ کې برباد پاڅونوال

که یوه بله لسیزه هم تېره شوې وای، خو که د غزني په اندړو کې ځايي خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون نه وای کړی، نن به هم د غزني ټول ښوونځي تړلي، لارې بندې او ښايي د کابل لوېدیزه دروازه د طالب په لاس خلاصه او پورې کېدای.

اندړ، مقري او قره باغي پاڅون‌والو، بېل او بېلچه کېښوده، کار روزګار یې پرېښو، محصل یې له پوهنتون څخه او مزدور یې له کار څخه راووت او د طالب پر ضد یې توپک او مقدسې جګړې ته لاس کړ.

په ننګرهار کې داعش هم د لومړي ځل له‌پاره په سرحدي ولسوالیو راتوی شو، د خلکو د وېرولو له‌پاره یې څو سپین ږیري او څو تورږيري ونیول، سترګې یې وروتړلې او په بمونو یې والوځول، ټولې نړۍ دې وحشت ته کتل، دولت هم دا خونړۍ هنګامه لیدله، خو په هغو ورځو کې چې داعشیان لا د ګوتو په شمار وو، دولت غلی و او تماشا یې کوله.

ولس هر ځل له دې دولت سره لاس کړی، خطر یې په ځان او اولاد منلی، خو دولت بیا د نیمې لارې ملګرتیا کوي.

وړمه ورځ داعش پاس پچیر ونیو، پاڅونوالو او ځايي خلکو دولت ته ډېرې زارۍ وکړې چې ویې ژغوري، خو دولت د دولت په خبره، پر خپل پلان روان دی او دا پلان د خلکو د مجبورۍ او بېړني عمل په بنیاد نه دی جوړ شوی.

که یوه بله لسیزه هم تېره شوې وای، خو که د غزني په اندړو کې ځايي خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون نه وای کړی، نن به هم د غزني ټول ښوونځي تړلي، لارې بندې او ښايي د کابل لوېدیزه دروازه د طالب په لاس خلاصه او پورې کېدای.

دغو خلکو سرونه په لاس کې ونیول او د طالبانو یو مهم مرکز يې چې ماینونه په‌کې جوړېدل، تشکیلات ورڅخه کېدل، پاکستاني جنرالانو په‌کې ټریننګونه ورکول او د ترهګرو ځاله وه، وران کړ.

اندړ، مقري او قره باغي پاڅون‌والو، بېل او بېلچه کېښوده، کار روزګار یې پرېښو، محصل یې له پوهنتون څخه او مزدور یې له کار څخه راووت او د طالب پر ضد یې توپک او مقدسې جګړې ته لاس کړ.

په دریو میاشتو کې په غزني کې د طالبانو هر څه تالا ترغۍ شول، خو دغو پاڅونوالو د دولت مرستې ته اړتیا لرله چې یا دوی په نظامي لیکو کې جذب کړي، وسلې ورته ورسوي او تر یوې اندازې د دوی په لاس تر لاسه شوې بریا وساتل شي، خو دولت څه وکړل؟

دې خلکو ته یې شا کړه، د اندړو د پاڅون پر سر له کابله تجارتونه شروع شول، دولت او امنیتي ځواک په‌خپله مخه روان وو او پاڅونوال له ځايي طالبانو، کوټې شورا او ټولو ترهګرو سره په لانجه کښېوتل.

دوی له پنځو کلونو راهیسې ځان ساتي، خپل ناموس ساتي، کورونه ساتي او هغه بدي چې د دولت له لاسه دوی ته په شخصي بدۍ بدله شوه، باید یې وپالي.
په ننګرهار کې داعش هم د لومړي ځل له‌پاره په سرحدي ولسوالیو راتوی شو، د خلکو د وېرولو له‌پاره یې څو سپین ږیري او څو تورږيري ونیول، سترګې یې وروتړلې او په بمونو یې والوځول، ټولې نړۍ دې وحشت ته کتل، دولت هم دا خونړۍ هنګامه لیدله، خو په هغو ورځو کې چې داعشیان لا د ګوتو په شمار وو، دولت غلی و او تماشا یې کوله.

داعش په ښوونځیو او پیتاوو کې د وزګارو ځوانانو په منځ کې جلب و جذب شروع کړ، خلکو ته یې امکانات ورکړل، وحشت یې خپور کړ او په کلیوالو یې مخ راواړاوه.

د دولت بې‌غوري او پټه خوله داسې ګڼل کېده ‌چې داعش د دولت یوه پروژه ده او ځکه عکس العمل نه‌شته. له حیثیتي او مردمي لحاظه دې تبلیغاتو دولت ته سخته صدمه ورسوله او تر ننه د دې بې‌اعتمادي سکروټې یو نیم ځای لمبه کوي.
کله چې دولت تر سختو فشارونو لاندې راغی، نو د عملیاتو له‌پاره یې اقدام وکړ، خو ټول وخت دا عملیات لنډمهالي او عوام فریبه وو.

ولس هر ځل له دې دولت سره لاس کړی، خطر یې په ځان او اولاد منلی، خو دولت بیا د نیمې لارې ملګرتیا کوي. کله چې داعش په لومړي ځل په څلورو مشرقي ولسوالیو کې پراخ حضور پیدا کړ، دولت متوجه شو ‌چې یو عظیم ولایت یې سقوط کوي چې د نیم افغانستان د جغرافیا او دولتدارۍ په قیمت تمامېږي، نو یې خلکو ته خواره خوله ونیوه.

خلک بیا هم باهمته وو، ګڼ پاڅونوال په شینوارو، پچیراګام او خوګیاڼو کې تر چپرهاره راپاڅېدل او د داعش پر ضد یې موضع ونیوه.

په دریو څلورو بریدونو کې د دوی کورنه وسوځېدل، مالونه یې لوټ شول، ‌تورسرې یې بې‌عزته شوې، ماشوم یې ورته په منځ دوه ټوټې کړ، زلمیان یې ور ووژل، خو خلکو د دولت په سر همت وکړ او خپلې سیمې یې ساتلې.

په مقابل کې دولت د سترګو تر لیدو دی کله چې خطر په نسبي ډول کم شي، امنیتي ځواکونه د مرکز د دستور په اساس سیمه پرېږدي،‌ ځايي خلک خالي لاس دښمن ته وتړي او ټولې لارې چې ترهګر، داعش او طالب پرې رااوړي، پرانيستې پرېږدي.

اوس بیا داعش راغی، دا یې پر ننګرهار درېیم هجوم دی، ‌وړمه ورځ او پرون یې بیا ګڼ شمېر زلمیان، ښځې او ماشومان ووژل اوس یې بیا تر اووه‌لسو ډېر کلي سوځولي دي.

دا ځل تر پخوا ډېر وحشیانه عمل کوي، ځکه چې دا ځل یې دښمن مالوم دی، دښمن یې هغه خلک دی چې د داعش پر ضد یې د دولت ملا وتړله، د داعش پر ضد یې وسله واخيسته، پاڅون یې وکړ، سر یې په تلي‌کې ونیو او د داعش حضور یې ننګولی و.

اوس داعش نه د دوی په سر بند دی، نه په ناموس.

وړمه ورځ داعش پاس پچیر ونیو، پاڅونوالو او ځايي خلکو دولت ته ډېرې زارۍ وکړې چې ویې ژغوري، خو دولت د دولت په خبره، پر خپل پلان روان دی او دا پلان د خلکو د مجبورۍ او بېړني عمل په بنیاد نه دی جوړ شوی.

داعش یو یو کور سوځوي، یو یو کلیوال که په پټي کې دی، که په بام یا په جومات کې، له څټه حلالوي.

دا ټول هغه پاڅونوال وو ‌چې په دولت یې غیرت کړی و، خو دولت خالي لاس او پرته له دفاع د داعش درېیمې څپې ته پرېښودل.

که د دولت دا ډول د نیمې لارې ملګرۍ ته سړی وګوري، ‌نو سخته ده چې عوام دې د طالب او داعش تر تېره چاړه لاندې په دې دولت ننګه وکړي.

همدا لامل دی ‌چې په کندهار، ‌هلمند، ‌زابل او غزني‌ کې خلک له طالبانو سره سازش کوي، ډوډۍ ورکوي او خپلې دوسیې د طالب محکمې ته وړي، دا ځکه چې د شپې له ډاره خلک شیشکې ته توړۍ وايي، د دې دولت د ملاتړ قیمت لوړ دی، خو دولت دې بیا په سخت وخت کې یوازې دښمن ته پرېږدي.

که د پاڅوانوالو دوامداره همکاري و نه‌شي، دولت ته به ښارونه پاتې وي او مشروعیت به یې هم له سلو خطرونو سره مخ وي، ځکه چې د ولس ملاتړ لوړ ارزښت دی.