gulab

د خلیلزاد افغا‌ن‌ محوره هڅې – اغامحمد قریشي

دا لیکنه لومړی سرخط ورځپاڼې خپره کړې 

ایا د زلمي خلیلزاد وروستیو افغان‌محوره هڅو پاکستان ننګولی؟ پاکستان له دويمې نړیوالې جګړې را وروسته په سیمه کې د امریکا یو پیاوړی ملګری دی، اوس یې د ملګرتیا لسیزې وځي. د سړې جګړې پر مهال د پاکستان اهمیت د امریکا او په ټوله کې د غرب لپاره دومره زیات شو چې امریکا ورباندي د هند ملګرتیا ته هم شا کړه او د پاکستان د څارګرو او اردو په لاس یې د افغان جهاد بشپړ ملاتړ وکړ.

پاکستان د دین د ساتنې په پلمه، د خپل اردو د پیاوړتیا لپاره د امریکا ملاتړ کاوه، خو تر ننه یې دوه‌مخې لوبه روانه کړې او لا هم پکې لګیا دی. پاکستان د تاریخ په اوږدو کې له نړیوالو اصولو او ډیسپلینونو هر کله غاړه غړولې او یا خو یې په وار وار نړیوال حیثیت تر پښو لاندې شوی. په ۱۹۷۰م کې له پاکستانه د ختیځ بنګلدېش جلا کېدل، له هند سره په درو واړو جګړو کې له سختو ماتو او بدنامیو سره مخ کېدل، د نړیوالو میثاقونو په خلاف د اټومي انرژي خپرول، په خپلو کې یو بل وژل، ۳۹ کاله پرې د دیکتاتورانو له لوري په زور واک چلېدل، په ایبټ‌اباد کې د اسامه بن لادن وژل کېدل، په دې وروستیو کې د ملا اختر محمد منصور هماغلته وژل کېدل، هغه څه دې چې نن یې د پاکستان اصلي څېره نړۍ ته ور ښوولې ده. تر حامد کرزي او خلیلزاد وړاندې هم ځینو امریکایي ډيپلوماټانو پر پاکستان تورونه لګولي چې ګنې له عبدالله عزامه را نیولې تر ننه پاکستان د ترهګري ټینګ ملاتړ کوي او په خپل کور دننه یې د نړیوال جهاد تر نامه لاندې هڅې د جنرال ضیاء الحق له وخته تر ننه جاري ساتلې.

د پاکستان له افغانستان سره د ډېورنډ کرغېړنې کرښې، سټراټېژیک عمق او له هند سره د افغانستان پر ښو اړیکو لانجه ده. د دې درو اهدافو لپاره د پاکستان نظامي ادارې له افغانستان سره د پراکسي جګړې په جامو کې هیڅ وس نه دی درېغولی. پاکستان تل دا شعار ورکوي چې ګنې د ترهګري قرباني دی او پر وړاندي یې د امریکا ملګرتیا کوي. له ۲۰۰۱ تر اوسه یې له امریکا په بیلیونونو ډالر اخیستي. جنګې الوتکې یې ترې اخیستې او له شوروي سره د افغان جهاد پر مهال یې هم د غرب مرستې د افغانستان، جامو او کشمیر د جګړې لپاره لګولې، خپل پوځ یې پرې تقویه کړی، مدرسې یې پرې جوړې کړې، ان اوس یې د مدرسو په نوم ترهګریزو مرکزونو ته په خپله ملي بودیجه کې ځای ورکړی. پاکستان له افغانستانه پرته د سیمې له نورو هېوادونو سره هم لانجه ده، له هند سره په دښمني کې یې خپل بشپړ وس کړی. تر وړوکي اختر یوه شپه وړاندې د روژې د ۲۹م روژه‌ماتي پر مهال د پاکستان په خېټه کې د ترویج شوې ترهګري اور د اسلام دويم ستر ښار مدینې منورې ته هم ورسېد. برید پاکستاني وکړ او په تړاو یې هم پاکستانیان ونیول شوو. امریکا د نړۍ ستر قدرت دی، نن ورڅخه د نړۍ مظلوم ملتونه د ترهګري پر وړاندي د رښتیا مبارزې غوښتنه او تمه کوي. په افغانانو سربېره د خلیلزاد وروستۍ افغان‌محوره هڅې چې د پاکستان پر خلاف یې ږغ پورته کړی، د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې یې خلکو هرکلی کړی.

هغه افغان ـ امریکایي ډیپلوماټ چې امریکا ورباندي له ۱۹۹۰ز لسیزې وروسته په نړیوالو سازمانونو سربېره په سویلي اسیا او منځني ختیځ کې حساب کړی، د امریکا په ملي او نړیوالو پالیسیو کې یې خولې توی کړې، له سپینې ماڼۍ تر کانګریس او ملګرو ملتونو یو پېژندل شوی باتجربه ډیپلومات بلل کېږي، هغه نن، د پاکستان پر خلاف د مبارزې غږ پورته کړی. که یې دا غږ یو افغان‌محوره او په انساني حقیقي اراده ولاړو وي، باید په ملي او نړیواله کچه یې ملاتړ وشي. د امریکا تر څنګ یې د نړۍ ټول هېوادونه تر شا ودرېږي چې پاکستان مجبور کړي چې له خپلې ناروا او غیرمشروع پالیسي او ترهګري لاس واخلي.
د خلیلزاد وروستی اثر «استازی/Envoy» له واشنګټنه تر کابله ډېرو ډیپلوماټانو، پالیسي جوړونکيو، ژورنالیسټانو او ان عامو خلکو لوستی. په دې کتاب کې پر پاکستان سختې نیوکې شوې او د پاکستان له اصلي څېرې یې پرده پورته کړې. د پاکستان پر خلاف د هغه وروستیو هڅو د نړیوالو رسنیو پام هم ور خپل کړی. د تورخم تر نښتو وروسته پاکستان هڅه کوله چې پرې د رسنیو، مدني ټولنې او ټولنیزو رسنیو فشار د قندیل او مفتي د بې‌حیایي په پروژه پیکه کړي، خو د خلیلزاد پیاوړی غږ د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسېدلی او ښایي ملاتړ یې هم وشي. دا ډیپلوماټ د اوسني افغان ولسمشر محمد اشرف غني ملګری دی، دوی دواړه د افغانستان په اړه یو ډول اند لري او اصل ستونزه یې درک کړې چې افغانستان ته د نیابتي جګړې اور د ډېورنډ له بلې غاړې را روان دی.

افغان ولسمشر غني د ملي یووالي حکومت د پرانیستنې پر مهال خپل بهرنی سیاست څرګند کړ چې پکې پاکستان ته په لومړۍ پوړۍ کې پیاوړی ځای ورکړل شوی و. د دواړو هېوادونو تر منځ سفرونه وشوو، د کريکټ هغه دوستانه لوبه ترسره شوه چې د دواړو هېوادونو سیاسي مشرانو یې له نږدې ننداره کوله، د افغان ملي اردو ځینې افسران اسلام‌اباد ته د روزنې په پار ولېږل شول، لنډه دا چې اوسني ولسشمر له پاکستان سره د ډيپلوماسي د سالمو هڅو پر بنسټ خپل وس وکړ.

که څه هم د ولسمشر له دې هڅو سره ډېر افغانان خلاف وو، نه یې غوښتل چې په افغانه ډيپلوماسي کې دي هند منزوي شي، نن څرګنده شوه چې ولسمشر پاکستان ته پیاوړی او اوږد فرصت ورکړی و، خو پاکستان په هغه فرصت چې د رښتینې ډيپلوماسي په جامو کې ورته مساعد شوی و ملنډې ووهلې او خپل شومو اهدافو ته یې ادامه ورکړه. اوس یې هغه فرصت نور له لاسه وتلی دی. نن یې افغان ولسمشر هم پر خلاف دی او د پاکستان پر خلاف یې غږ اوچت کړی دی.

تر هغه وروسته چې د هند صدراعظم ته ولسمشر غني وویل چې خپل دويم کور ته ښه راغلې، پاکستاني رسنیو او سیاستوالو سخت غبرګون وښوو. هند په افغانستان کې تر ټولو لوی بیرغ ځوړند کړ، پاکستان د کندوز جګړه راته پیل کړه. هند راته د سلما بند پرانیست، پاکستان راته په هلمند کې جګړه پیاوړې کړه. هند جنګي الوتکې راکړې، پاکستان راته د خپلې نیابتي جګړې په اور کې سوځېدلو او ژوبل شويو افغانانو د جسدونو د وړلو کباړ امبولانسونه راکړل. بیا په کوم دلیل پاکستان تمه لري چې د افغانانو عامه ذهنیت دې د پاکستان دوست ذهنیت اوسي؟

د پاکستان شومو هڅو ټول افغانان د هند پر لور ور مات کړي او ان که په کلي کې له ماشومانو هم وپوښتئ د پاکستان پر خلاف د هند په ملاتړ نظر ورکوي. د خلیلزاد او ولسمشر غني هڅې د ستایلو دي، باید پیاوړې، رښتینې او د ولس له ملاتړه برخمنې شي. پخوانی افغان ولسمشر کرزی هم له پاکستان سره په سمه لانجه اوښتی و. دوه ځله یې له پرویز مشرف سره دومره بده لفظي جګړه وکړه چې مشرف پکې ډیپلوماسي هم وشرموله. د ملي امنیت پخواني رییس امر الله صالح پر هماغه مهال په افغانستان کې د پاکستان د جګړې د ملاتړ سندونه وړاندې کړي وو، خو نه نړیوالو پرې سر وګراوه او نه هم پاکستان تر پایه ومنل چې په افغانستان کې مداخله کوي.

د خلیلزاد او افغان ولسمشر له پاکستان سره د دریځ تر څرګندېدو وروسته د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم د پاکستان د څارګرو لمنه پر شا ور واړوله او د هغوی محرم اسناد یې پر رسنیو خپاره کړل.

د خلیلزاد اوسنی دریځ، د افغانستان ملي امنیت ته په لاس ورغلي سندونه، د اوسني افغان ولسمشر څرګند دريځ، دا ټول کولای شي پر نړیواله ټولنه فشار راوړي چې پاکستان مجبور کړي چې حقیقت ته غاړه کښېږدي او د ترهګري له حمایت او پراکسي جګړې لاس واخلي. د ناټو د وارسا ناسته هم د افغانستان لپاره لوی ارزښت لري. په لویو مالي امکاناتو سربېره وارسا په ناسته کې د نړیوالو پر ذهنیت ښه کار وشو. پر نړیوالو فشار راوړل شو چې نور افغانان د پاکستان له ناولې جګړې خلاص کړي. د ملي یووالي حکومت بهرنۍ پالیسي اوس د پخوا په پرتله پیاوړې شوې او ډېر نړیوال ملګري یې موندلي. هیله ده ډیپلوماتیکې هڅې یې همداسې دوام پیدا کړي او د ډيپلوماټیک فشار په مرسته د افغانستان لانجه حل یا خو لږ تر لږه د پاکستان لاس له افغانستانه وکاږي.

د خلیلزاد او افغان ولسمشر محمداشرف غني د پاکستان پر خلاف اوسنۍ هڅې باید نورې هم همږغې شي چې پر نړیوالو یې اثر زیات شي. د دې هڅو د لا پیاوړتیا لپاره باید مدني ټولنه، رسنۍ په تېره بيا ټولنیزې رسنۍ د ملاتړ غږ اوچت کړي چې د یوه ولسي فشار په قوت زموږ ډیپلوماټیک فشار پیاوړی او اغېزمن شي. د خلیلزاد وروستۍ څرګندونې، د هغه استازی اثر، په وارسا کې د افغان ولسمشر د پاکستان پر خلاف د غږ اوچتېدل هغه څه دي چې له مخې یې په افغانانو سربېره نړۍ او سیمې ته درې ګټورې پایلې لرلای شي.

لومړی؛ نړیوال به متوجه شي چې پاکستان په رښتیا هم د ترهګري ملاتړ کوي، د سیمې او نړۍ لپاره د نړیوال جهاد د اجنډا سرداران همدا د پاکستاني پوځ جنرالان دي چې پرون یې اسامه بن لادن او نن یې په حقاني شبکه سربېره پنځوس نورې ترهګرې ډلې په خپله غېږ کې ساتلې دي.

دويم؛ د پاکستان پر خلاف به د سیمې هېوادونه د چین او روسیې په ګډون څرګند دریځ ونیسي، ځکه روسیه او چین هم له داعشه وېره لري او فکر کوي چې د جګړې اور به د هغوی دروازې هم وسوځوي. د سویلي اسیا د داعش ريښې هم د پاکستان له پیسو او ملاتړه سرچینه اخلي.

درېیم؛ پر پاکستان له فشار سره به هغوی خپله نیابتي جګړه او د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، له دې سره به په افغانستان او سیمه کې نسبي امن راشي، پر ناټو او امریکا هغه نیوکې چې ګنې په افغانستان کې یې ستونزه لا نه ده حل کړې، لېري شي.
پایله دا چې امریکا او د نړۍ نور ځواکمن دولتونه باید د خلیلزاد او افغان ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ اندېښنې درک کړي او د پاکستان پر خلاف فشار راوړي چې له سیمه‌یزې نیابتي جګړې او نړیوالې ترهګري لاس واخلي. اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه د سعودي په شمول د پاکستان مخالف دریځ ولري چې له مخې یې د سیاسي فشارونو تر څنګ اقتصادي بندیزونه هم ولګوي چې پاکستان دې ته وهڅوي چې نور سالم سیاست ته مخه کړي.

پاکستانی ملت او ملکي اداره هم باید د خلیلزاد او افغان ولسمشر غني نظرونه درک کړي او ملاتړ یې وکړي چې د خپلې نظامې ادارې پر خلاف غږ اوچت کړي چې نور یې ملک له موجوده نابودي، شاتګ او بدنامي خلاص شي او پر ځای یې په پاکستان کې ملکي اداره پیاوړې شي چې یو ځل بیا یې کورنی اقتصاد پیاوړی، معارف جوړ او روغتیا ځواکمنه شي. په سیمه کې د یوه سوله‌غوښتونکي هېواد په توګه ژوند وکړي. څنګه چې د ملي یووالي حکومت لومړی دریځ د پاکستان لپاره یو فرصت و، اوس د افغانانو لپاره د خلیلزاد دریځ یو ارزښتناک فرصت دی. اړتیا ده چې د دې غږ ملاتړ وشي. د خلیلزاد روانو هڅو پاکستان ننګولی او باید له دې ننګونو سبق واخلي.