552821_361039557265597_3038889_n

د حکومت پر ضد د نبیل رسنیز فعالیتونه || جلال یعقوبي

رحمت الله نبیل چې یو وخت د افغانستان د معتبری اداری (ملي امنیت ریاست) رهبری په غاړه لرله، نو ښايي د حکومت ډیری داسی رازونه له هغه سره وي چې نه ایحابوي رسنیز شي، خو نبیل تر هغي وروسته چې د افغانستان په بهرنی پالیسی کې۱۸۰ درجی تغییر په سترګو شو، د ځینو هیوادونو په لمسون د حکومت ډیری محرمات د ټولنیز میډیا له لاری رسنیز کړل، د پخوانی ولسمشر او نورو متعصبو کړیو په لمسون نبیل د حکومت ډیری پلانونه مخکې تر دی چې پلی شي افشا او رسنیز کړل چې له دی سره یې د حکومت خورا مهم تصمیمونه چیلنج کړل.

دا چې د دولت د داسې معتبرو ادارو چارواکي او مسؤلین د دندو څخه د لرې کېدو په صورت کې د دولت پلانونه او رازونه د خپلو شخصي اهدافو لپاره رسنیز کړي، نو په هیواد کې به د ملي رازونو او اوږد مهاله ستراتیژیکو پلانونو تر نامه لاندې هیڅ هم پاتې نشي، او حکومت به مو د اوږد مهاله پالیسیو له پلي کولو عاجز پاتې شي، چې دا به د دی خاوری له راتلونکې سره تر ټولو ستره جفا وي.

د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل که څه هم اوس د ملي امنیت رئیس ندی خو، لا هم غلی ندی ناست او په کور دننه د یو شمېر ځوانانو څخه په ګټې اخیستنې د حکومت پر ضد ځینې رسنیز فعالیتونه شروع کړي، د بیلابیلو نومونو تر چتر لاندی یې د مدني ټولنو په نوم سیاسي هټۍ پرانیستې، چې پکې د حکومت پر ضد اسباب خرڅوي، مطلب دا چې د حکومت پر ضد فعالیتونه کوي.

نبیل د خپل موقف څخه پداسې ډول استعفا ورکړه، ترڅو ځان د افغانستان جنګ خپلي ملت ته نږدې او پر وطن مئین شخص وښایي، او خلکو ته داسې وښایي چې ولسمشر او د ملي امنیت سلاکار نوموړی استعفا ته اړ ویستی، ځکه دی د پاکستان پر وړاندې دریز کې ډیر حساس وو، خو داسې ګونګوسې هم اوریدل کیږي، چې نوموړی خپله پاکستان ته ژمن وو.؟

نبیل هغه مهال چې په ملي امنیت کې خپلی وروستۍ شپې سبا کولې، له خپل موقف څخه په ګټه اخیستنی ځان ته ځینې ډلې او ټپلې جوړې کړې، چې په بیلابیلو برخو کې ترې د حکومت پر ضد ګټه واخلي، یو له هغو څخه د ځوان بهیر تر نامه لاندی په کابل کې د مدني ټولنې په نوم د حکومت پر ضد سیاسې ډله ده، چی د نبیل د شخصی عقدی پر اساس رامنځ ته شوې، دغه ټولنه کې راټول څو مشخص کسان د حکومت پر ضد د فعالیت دنده پر غاړه لري، له ګډوډیو را نیولې د عامه ذهنیت د خرابولو پورې ددوی د فعالیتونو یوه برخه جوړوي.

نبیل او د هغه ګروپ د عامه ذهنیت د خرابولو په موخه فیسبوکی پوځ رامنځ ته کړی، چې واقعاً تر یوه حده یې پر خلکو منفي اغیز هم کړی، د دغو صفحو دنده داده ترڅو په حکومت کې منفي زاویې ولټوي او انعکاس ورکړي، خلکو ته داسې وښایي چې ګواکې حکومت خلکو ته د کار زمینه نشي برابرولی، په حکومت کې فساد اوج ته رسیدلی، او په لسګونه داسې نور…
پر فیسبوک د ځینو نورو صفحو ترڅنګ د تحلیل، حقایق تلخ، متفکر او نجات په نوم مشهوري سپانسر شوې صفحې د همدې ګروپ پورې تړلې او هر مهال یې د حکومت پر ضد فعالیتونه کړي دي.

د کابل پوسټ په نوم ورځپاڼه چې په کابل کې هره ورځ د نبیل د همدغه ځوان بهیر ګروپ لخوا خپریږي، هم د حکومت ضد فعالیتونو دنده پر غاړه لري، د دې ورځپاڼې فکري بنسټ په لومړي ځل هغه مهال رامنځ ته شو، چې نبیل بر حال د ملي امنیت رئیس وو، لیکوال امید حیران په یوه لیکنه کې د ( نبیل سره زمونږ لیدنه د څه په اړه وه؟) تر عنوان لاندی ددغه ورځپاڼې د جوړیدو بشپړه کیسه کوي.

دی ته ورته په لسګونه د حکومت پر ضد رسنیز او نور فعالیتونه دي چې نبیل یې د پخواني ولسمشر او نورو بهرنیو هیوادونو په لمسون دلته طرحه او پلي کوې، نبیل غوښتل چې ځان افغان ملت ته د یو واقعي افغان په توګه ښکاره کړي، خو دا چې افغانان یوې لسیزې جګړې وځپل، بیلابیل سیاسي حالات یې تر نظره تیر شول، ماشومان یې پداسې حالت کې سپین ږیري شول، چې له ښوونځي نیولې تر مدرسې او له مدرسې نیولې بیا تر پوهنتونو پورې سیاسي ډګرونه ګرځیدلي، نو ټول پوهیږي چې د پردی تر شا څه روان دي او د حکومت د ناکامولو نقشې څوک طرحه کوي.

سره ددې چې نبیل ځان د ملت یو واقعي هیرو (اتل) ښایي او وایي چې د ملي امنیت په برخه کې یې ډیر خدمتونه کړی، خو د طالبانو د نظام تر ړنګیدو وروسته په ۱۴ کلنه دوره کې تر ټولو خراب امنیت او کړکیچن وضعیت د همده د څلور کلن ریاست پر مهال وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.