544536_1383839478510856_661947600_n

د حق الله ټېکه‌داران د حق العبد باغيان

سرخط ورځپاڼې سرلیکنه

بالاخره برېښنا موسسې د خپلو پوروړيو ليسټ خپور کړ. دغه ليسټ له يوې مخې پر ښاغليو راګرځي. په دې مانا چې تر اوسه کوم بې‌نومه او يا نومورکي د برېښنا بيل له ورکولو مخ نه دی اړولی. دا يوازې ښاغلي زورواکان او سرکاري پنډتان دي چې ځانونه تر قانون لوړ ګڼي او واک يې د خپلې خوښې قانون او معافيت ګرځولی دی.

يو کال له مخه له برېښنا شرکته د ولسمشر د لومړي مرستيال د پور خبره راووتله، داسې ګنل کېده چې ښاغلی دوستم به د دغه راز له بې‌پردې کېدو خپل پور ورکړی وي، خو اوس څرګنده شوه چې ښاغلي دوستم نه دا چې پخوانی پور نه دی ورکړی، بلکې نوي پورونه يې هم په کاته کې درج شوي دي.

د ده تر څنګ داسې ښاغلي او نازولي يې هم د برېښنا موسسي د ميليونونو افغانيو پوروړي ختلي چې ځانونه غوره او سپېڅلي ښيي او د نورو له‌پاره د حق، عدالت، انصاف او تقوا پر موعظو بوخت اوسي، د هر ډول ګناه او تېروتنو پړه پر نورو غورځوي او عوام د خپلو ګناهونو له امله د عذاب مستحق ګڼي.

دوی حق يوازې خپل «حق» ګڼي، لکه الله تعالی چې يوازې دوی غوره او حق د دوی انحصار ګرځولی، ځکه خو هر يو دلته خپل جرم او جنايت ته يوه توجيه او تعبير راباسي.

هر ظلم او قساوت د دين خدمت ښيي، هر جنايتکار او قاتل مجاهد او غازي بولي، ان چې د خدای په نامه د خدای د بنده‌ګانو د وژلو پر بريد درېږي، د الله تعالی پر ځای د جنت او دوزخ پر وېش بوخت اوسي او نورو ته په خپله خوله د ښو بدو د مزې په څکلو کښېوتلي وي.

دوی داسې فکر کوي او د دغه تاثر په خپرولو لګيا دي چې الله تعالی له دوی سره دی، يوازې دوی دي چې د الله تعالی حقونه درانه تلي، خو دا يې له ياده ايستلې چې د الله تعالی رضا د مخلوق په خدمت کې ده، هغوی چې د الله تعالی د مخلوق حقونه په بډه وهي، د الله تعالی رضا نه‌شي تر لاسه کولای.

داسې ښاغلي هم دغه پور پر غاړه ګرځوي چې په رسنيو کې يې پر حکومت نيوکې خپله ټېکه ګرځولې، حيراني دا چې د لړليک تر را وتلو وروسته يې هم سترګې له دې و نه شرمېدې چې لږ تر لږه څو ورځې له خلکو خپلې څېرې پټې وساتي.

د برېښنا موسسې پورونه يوازې د سرکار، برېښنا شرکت او دغو ښاغليو ربړه او دعوه نه ده، دا د ملت پر حق ډاکه او تېری دی، ځکه چې برېښنا د خپل زيان د پوره کولو زور تر عوامو باسي. د برېښنا بيه لوړوي او په بيلونو کې پر زياتي د خپل زيان د پوره کولو تابيا نيسي.

له دغو ښاغليو پورونه تر لاسه کول راکېټ ساينس نه دی چې حکومت يې د څېړنو، پلټنو او د پلاويو کمېسيونونو پر لښکر او لکۍ پورې وتړي.

که حکومت وغواړي په ډېره اساني، چټکي، بلکې سملاسي دغه پورونه ترلاسه کولای شي.

هغه ښاغلي چې دولتي معاشونه اخلي، دغه پورونه يې بايد له معاشاتو وضع شي. هغه زورواکان چې ظاهراً معاش نه لري، په بانکونو کې يې له اکاونټ څخه دغه پور وګرځول شي او په راتلونکي کې اتومات د دوی له اکاونټه د برېښنا بيل وضع کړای شي.

د برېښنا بيل ورکول د حق العبد مساله ده، دا له بيت المال سره خيانت دی، بيت المال د ملت مجموعي حق دی.

دا د بهرنيو مرستو په بډه وهل نه دي چې له ځانه دليل ورته راوايستل شي چې څنګه له بهر يا کفارو راغلي، ځکه خو په‌کې درغلي هم کوم جرم او ګناه نه‌شي ګڼل کېدای.

لکه له نامه يې چې ښکاري، برېښنا موسسه شرکت دی او د خلکو له شتمني، پانګې او ونډې يې ارابه چلېږي، ځکه خو د بيل نه ورکول په څرګنده د ملت پر حق د ډاکې غورځولو پړه پر غاړه لري.

د برېښنا د بيل نه ورکول د کرپشن او فساد څرګنده او له شکه وتلې بېلګه ده. په ټوله نړۍ کې چې څوک له قانوني عذره پرته د بيل يا پور له ورکولو غاړه غړوي، په جريمه محکومېږي.

که حکومت له جريمې سره له دغو پوروړيو د برېښنا شرکت پورونه تر لاسه نه کړای شي، نه دا چې د فساد پر ضد د مبارزې ادعا يې د پزې پېزوان ګرځېدای شي، بلکې په کرپشن او فساد کې يې د ښکېلتيا پړه هم غاړې ته لوېږي.