د جمیعت قوماندانان هڅه کوي حزب بیا په پښو و نه درېږي

ظاهراً عبدالله یوازې په دې غوسه و چې له حکمتیار سره د سولې په هر پړاو او هره لحظه کې باید حاضر وي، خو په اساس کې هلته د ټلوالې ماسټرماینډ هڅه کوله چې د سولې چاپېریال داسې شي چې حکمتیار له حکومت سره خبرو ته غاړه ماته نه‌کړي او ملامتي هم ټوله پر حکومت او حکمتیار ور واوړي.

د امنیت شورا سلاکار په دې برخه ډېر ماهرانه رول ولوباوه، هغه عطا محمد نور په اعتماد کې واخیست، دغه راز ولسمشر د قوماندان الماس او فاروق وردګ په څېر حزبیان ځان ته نږدې کړل او حکمتیار ته یې دا مسيج ورساوه چې غني صادقانه عمل کوي، خو د نیم حکومت مالکه ټلواله نه غواړي ته راشې.

حکمتیار په یوه تازه مرکه کې ویلي، د بهرنیو بندیزونو پروا نه ساتي، ځکه نه چېرته بهر ته ځي او نه ضرورت لري. د دې خبرې مانا دا ده چې حکمتیار نور کاملاً له دولت سره درېدلی دی او د غني ملا تړي.

بل اړخ ته سعودي د حکمتیار په راتګ کې ژور نقش لرلی دی. دا یو تصادف نه و‌ چې عبدالله عبدالله او عطا محمد نور سعودي ته لاړل، داسې ګمان کېږي چې حکمتیار په سعودي کې دی او په راوستلو کې یې سعودي خپل ټول زور کاروي.
ظاهراً داسې ښکارېده چې له حکمتیار سره د سولې پر وړاندې لوی خنډ د حکمتیار معمول ناز و نخرې او منکرانه انداز دی، خو اوس اوس په ډاګه کېږي چې شمال ټلوالې د حزب له پخلاینې وېره کوله او د حکمتیار راتګ ته یې د خطر په سترګه کتل.

ظاهراً عبدالله یوازې په دې غوسه و چې له حکمتیار سره د سولې په هر پړاو او هره لحظه کې باید حاضر وي، خو په اساس کې هلته د ټلوالې ماسټرماینډ هڅه کوله چې د سولې چاپېریال داسې شي چې حکمتیار له حکومت سره خبرو ته غاړه ماته نه‌کړي او ملامتي هم ټوله پر حکومت او حکمتیار ور واوړي.

د امنیت شورا سلاکار په دې برخه ډېر ماهرانه رول ولوباوه، هغه عطا محمد نور په اعتماد کې واخیست، دغه راز ولسمشر د قوماندان الماس او فاروق وردګ په څېر حزبیان ځان ته نږدې کړل او حکمتیار ته یې دا مسيج ورساوه چې غني صادقانه عمل کوي، خو د نیم حکومت مالکه ټلواله نه غواړي ته راشې.

دا خبرې ډېرې په ماهرانه ډول مخ ته لاړې، حتا تر اخېري لحظې ټلوالې فکر نه کاوه ‌چې حکمتیار به د سولې پیل شوي پروګرام ته تر پایه صادق پاتې شي، مګر کله چې دا تړون امضا کېده، د ټلوالې ډېری مشران هک حیران شول.

اوس د دې مخالفتونو بل اړخ راڅرګند شوی دی. په اکثرو سیمو کې چې د شمال ټلوالې نفوذ او اقتدار دی، هلته پخواني حزبیان شته، دغه راز د لوګر او ودرګو په څېر په اکثرو ولایتونو کې حزبي طالبان وو ‌چې د حکمتیار له راتګ سره یې سولې ته علاقه زیاته شوه او کېدای شي یو تعداد یې توپک پر ځمکه کېږدي.

اوس ټلواله ګڼي چې حزب د یو تنظیم په توګه د بیا احیا کېدو په درشل دی. دغسې حزب چې د هر توکم خلک په‌کې وي او اکثره یې بانفوذه هم دي، د ټلوالې مشران یې په وېره کې اچولي دي.

حزب که هر نقش خپل کړي، که اپوزیسیون وي او که له ټاکنو وروسته پوزیشن. که له غني سره همکار شي، یا د دې حکومت منتقد، په دې دلیل به حزب ګویا د غني خواخوږی وي ځکه چې له ټلوالې سره حکمتیار پر یوه لاره نه‌شي تللای.
په هر حالت کې ټلوالې ته حکمتیار او بیا احیا کېدونکی حزب د قدرت د جړقېدو یو خطر دی.

د ټلوالې ټول زور په هغو سیمو کې دی ‌چې رایې په زور راټولوي او یا دوی پرې حاکمان دي، خو رایې بیا په کلیو کې دي او کلي له حزبیانو ډک دي. که دا حزبیان بیا پر حکمتیار راټولېږي، نو شک نه‌شته چې ټلواله یې له ټول زور سره په ځمکه لګي.

له بله اړخه د حزب ځینې مقتدرو مشرانو له ټلوالې، په تېره له عطا محمد نور، د مسعود له وروڼو او رباني له کورنۍ سره شخړې لرلې دي، جمعه خان همدرد یو مثال دی ‌چې عطا محمد نور ته لوی سرخوږی و. دا خلک چې واک ته رسېږي، یا منظم کېږي، اول زور ازمايي په خپلو پلرنیو سیمو لکه بلخ او کندوز، یا تخار، بغلان او بدخشان کې پیلوي.

دغه راز کاپیسا له حزب څخه ډکه ده، پروان سم نیم حزبیان دي، په غوربند کې حزب حاکم دی او دا هر څه د دې سبب کېږي چې ولایتي اقتدار چلېنج کړي او د ټلوالې میراثي حاکمیت ختم کړي.

حکمتیار په یوه تازه مرکه کې ویلي، د بهرنیو بندیزونو پروا نه ساتي، ځکه نه چېرته بهر ته ځي او نه ضرورت لري. د دې خبرې مانا دا ده چې حکمتیار نور کاملاً له دولت سره درېدلی دی او د غني ملا تړي.

دا مسيج ټلوالې ته په ډاګه کوي چې حکمتیار نور نو د قدرت سهیم او د صحنې لوبغاړی شو.

بل اړخ ته سعودي د حکمتیار په راتګ کې ژور نقش لرلی دی. دا یو تصادف نه و‌ چې عبدالله عبدالله او عطا محمد نور سعودي ته لاړل، داسې ګمان کېږي چې حکمتیار په سعودي کې دی او په راوستلو کې یې سعودي خپل ټول زور کاروي.
سعودي‌ دوی ته وویل چې د حکمتیار پر وړاندې ارام و اوسي. ټلواله د سعودي زور نه لري. دا په یو ډول د ایران د هغه نفوذ پر وړاندې هم دسعودي مانور دی چې عطا او نورې ټلوالې ته یې پیسې ورکولې.

ایران د حکمتیار له راتګه ډارېږي او ټلوالې ته اجازه نه ورکوي چې حکمتیار ته مخه ورکړي، مګر سعودي په زړو جمیعتي مجاهدینو یو پټ سحر واچاوه او بیا یې په سترګو کې هم پوه کړل چې د حکمتیار مخالفت ستاسې د وس کار نه دی.

داسې اټکل کېږي چې د حکمتیار راتګ ته امریکا هم تمایل لري او ځینې سرچینې وايي، له حکمتیار سره د سولې د خبرو د مخالفت پر وخت امریکا سفارت د ټلوالې له څو مشرانو سره کتلي او هغوی یې پوهولي چې د حکمتیار له راتګ سره د دوی مرسته به د دوی په ضرر نه وي، خو مخالفت به یې ځای و نه نیسي.

اوس په حقیقت کې هغه حزبیان د خپل اقتدار او اینده په وېره کې دي چې له ټلوالې سره یې د انتخاباتو له‌پاره نوې ټلواله جوړه کړې وه، د دې ډلې مخالفت نه حکمتیار ته تاوان ورساوه او نه اوس حزب پر خپله خوا راتاوولای شي.

نښې په ډاګه کوي چې د حکمتیار راتګ په اکثرو سیمو کې په خوب ویده یا ګوښه شوي حزبیان بیا رابیدار کړي او د انسجام امکان یې ډېر شوی دی. دا د غرونو حزب دی ‌چې د کابل ښار حزب ننګوي، خو په اینده کې به مالومه شي چې حزب یو کېږي ‌او که د ښار حزب د غره د پخواني حزب یا په تېره د حکمتیار تر تاثیر لاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.