82E5335E-6154-4761-B3A5-321BCB7896CB_w987_r1_s

د جرمني د چاپیریال ساتنې ملاتړي ګوند مشر امنیت نیول شوی

د جرمني د شنو یا د چاپیریال ساتنې ملاتړي ګوند د مشر امنیت وروسته له هغې د پولیسو له خوا نیول شوی چې د جرمني د پارلمان د وروستي اقدام په ترڅ کې ورته د مرګ ګواښ شوی دی.

جرمني پارلمان درې ورځې وړاندې په اوله نړیواله جګړه کې د ترکانو د عثماني امپراتورۍ په جریان کې د ارمنانو وژنه د ډله ییزې وژنې په توګه په رسمیت وپیژندله.

د جرمني دي ویلټ ورځپاڼې د دغه ګوند د مشر جیم اوزدیمیر د یوه ویاند له قوله خبر ورکړ چې وایي، موږ ته تر اوسه پورې داسې په لوړه کچه د مرګ ګواښ هیڅکله هم نه وشوې.

پارلمان ته دغه پریکړه لیک چې په نږدې قاطع اکثریت تصویب شو، همدې ګوند وړاندیز کړی و.

د دغه پریکړه لیک له مخې د عثماني امپراتوري له خوا د شاوخوا یونیم میلیون ارمنانو وژنه ډله ییزه وژنه نومول شوې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ وویل، د ارمنانو له مسئلې څخه په ټوله نړۍ کې د ترکیې د بدنامولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کیږي.

هغه وویل، هیڅکله به د ډله ییزې وژنې تورونه ونه ومني او زیاته یې کړه، جرمني چې په خپله د دوهمې نړیوالې جګړې سابقه لري، حق نه لري چې د ارمنانو د وژنې په اړه تبصره وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.