چارواکي یې د برید قربانیانو کې د یوې چینايي کورنۍ د دوو غړیو روغتیايي وضیعت ښه نه دی
چارواکي یې د برید قربانیانو کې د یوې چینايي کورنۍ د دوو غړیو روغتیايي وضیعت ښه نه دی

د جرمني د اورګاډي بریدګر افغان و ؟ برلین کې افغان سفیر شک لري

په جرمني کې افغان سفیر وايي، د هغه سړي د هویت په اړه شک لري چې وړمه ورځ یې د جرمني په یو اورګاډي کې پنځه کسان د چړې او تبر په ګوزارونو ټپیان کړل .

دغه برید ګر چې له برید مخکې په یوې ثبت کړې ویډیو کې ځان د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې جنګیالي بولي د جرمني پولیسو اولس کلن افغان بللی دی .

خو په برلین کې افغان سفیر حمید صدیق د جرمني له پولیسو غوښتي چې د بریدګر د هویت په اړه دې لا ډیرې څیړنې وکړي .

ښاغلي صدیق رسنیو ته ویلي ، په دې وروستیو کې چې اروپا ته د ناقانونه کډوالو سیل ورمات شوی د ګاونډیو هیوادونو یو شمیر وګړي هم ددې لپاره چې په اروپا کې یې د قبلیدو چانس زیات شي ځانونه د ثبت پر مهال افغانان معرفي کوي .

حمید صدیق یو شمیر رسنیو ته ویلي ، دوی تر اوسه سل په سلو کې دا نه شي تایدولی چې دا برید ګر افغان و.

د جرمني پولیس وايي، د دې هیواد په جنوبي ایالت باوریا کې یوه افغان پناه غوښتونکي چې عمر یې 17 کاله دی، د دوشنبې په شپه په اورګاډي کې پرخلکودجړې او تبر وارونه وکړل.

نوموړې لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان کړي چې د دوو تنو روغتیايي وضیعت کړکیچن ښودل شوی دی . بریدګر وروسته د اورګاډي څخه بهر د پولیسو سره په شخړه کې ووژل شو .

د اسلامي دولت وسلوالې ډلې ددې بریدګر یو ویډیويي پیغام خپور کړی چې مخکې له مخکې ثبت شوی . په دې پیغام کې نوموړی د داعش سره د ملاتړ یادونه کوي او په جرمني کې د بریدونو خبرداری ورکوي .
خو د جرمني پولیسود داعش د دې ادعا د حقیقت په اړه شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې دا اسناد لا ندي موندل شوي چې له داعش سره د حمله کونکي مستقیم ارتباط څرګند کړي.

پولیس وايي، پلټنې یې روانې دي.

جرمني چارواکي وايي، بریدګر دوه کاله وړاندې جرمني ته کډوال شوی او هلته یې د پنا غوښتنه کړې .

دا هم لا څرګنده نه ده چې برید کونکی په افغانستان یا پاکستان کې داعش ته اوښتی او که په اروپا کې داعشي شوی دی .