cb5281521d

د تعصب کلمه څنګه کلي ته ځي؟

کلیوال پلار به په زوی سبق ويلی وي، د مرکز یا ولایت کوم پوهنتون ته به یې رالیږلی وي، د چرګو، هګیو، غنمو او باغ پیسې به یې په لیلیه کې پرې لګولي وي. خپلو سیالانو ته به وايي یوه ورځ به دده زوی هم د دوی سیال شي.

زوی به ټول وخت په هسې بيځایه ناستو، په ګوندي او تنظیمي چارو، مظاهرو، تبلیغ او دعوت او یا په بي ځایه بنډارونو، په یو او بل پسې په تګ ضایعه کړی وي، خو کله چې په پوهنتون کې ناکام شي. ده ته خو پته وي چې ستونزه چېرته ده، خو د پلار لپاره باید یو دروغ جوړ کړي او خپله ناکامي ورنه پټه کړي. پلار به ورنه پوښتنه وکړي.

زویه ولي ناکام شوې؟

زوی: پلاره ته د پوهنتون له ماحول او کېسو نه یې خبر، هلته یوازې په سبق سړی نه ناکاموي، سل او زر خبرې دي.

پلار: هغه څنګه، دا خبرې څه شی دي؟

زوی: پلاره موږ سره په پوهنتون کې تعصب کېږي.

پلار: تعصب! دا تعصب څه ته وايي؟

زوی: پلاره تعصب څو رقمه دی، چې ږیره دې پرېښوده او لمونځونه دي کول، ځیني استادان چې د امریکې او یهودانو نه پیسې اخلي، مسلمان شاګردان ناکاموي. دوی موږ سره قصد او تعصب کوي چې باید د دوی په مذهب شو، خلقیان یا کمونیستان شو، موږ چې ورسره دا خبره ونه منو بیا راسره دغسې چل وکړي او ناکام مو کړي.

پلار چې ټولې هیلې زوی پورې تړلي وي، هغه یې په سیند لاهو شي، له حکومت، نظام او پوهنتون نه یې کرکه وشي. هغه نه چې نور خلک جومات کې د زوی د ناکامۍ علت وپوښتي دوه درې خبرې نورې هم ورسره یو ځای کړي او کلیوالو ته کېسه وکړي. د هغوی زړه د بچیانو له تعلیمه تور کړي.

هلته ورته بل پلار چې د همده په شان یې زوی ناکام شوی دی، د خپل زوی کېسه وکړي.

زما زوی یې په دې خاطر ناکام کړ، چې استاد یې غیر پښتون و، بیا مې زوی راته وویل چې پښتانه څوک نه کامیابوي او تعصب ورسره کېږي، دا نظام او حکومت اسلامي نه دی او نه د پښتنو په کې ځای شته.

دغسې کېسه ممکن د نورو قومونو ځونانو کې هم صدق وکړي، خو اصل خبره داده چې دلته هلکان د تنظیمونو او ګوندونو سره دومره وخت ضایعه کړي، دومره اضافي او بې ضرورته چارو کې ځانونه بوخت کړي چې بیا بالاخره ناکام شي.

د دوی ناکامي یوازې د دوی ژوند او راتلونکې نه خرابوي، بلکې دوی خپلو ناکامیو ته د دروغو جوړولو او توجیه لپاره د تعصب ټکی چې کلیوال ورسره هیڅ بلد نه دي هغوی ته انتقالوي. هغوی بیا فکر کوي چې دا ظلم یوازې له دوی سره کېږي، خو له اصلي کېسې به خبر نه وي چې زوی یې خپل وخت په څه شي اړولی دی.

په دې توګه کلی له ښاره ځان نور هم ګوښه او پردی احساس کړي، ناکام هلک هم چې بل کار او مزدوري نه لري د طالب یا داعش لیکو ته داخل شي او په دې توګه د نظام او وطن ضد عنصر باندې بدل شي.

دا په تېرو پنځلسو کالو کې زموږ د ګڼ شمېر ځوانانو تکراري داستان دی چې لا روان دی او هره ورځ د ښار او کلي ترمنځ او د حکومت او ملت ترمنځ د لا زیاتې فاصلې سبب کېږي. دغه داستان کې یوازې یو دروغ څنګه ټولنه او خلک، کورنۍ په خپل وطن او نظام بې باوره کوي. څنګه حقیقت د ټولو له سترګو پټېږي چې څه شی و او څه شی دی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.