Founder and Chairman of Microsoft Bill Gates holding a copy of Business Adventures by John Brooks.
Founder and Chairman of Microsoft Bill Gates holding a copy of Business Adventures by John Brooks.

د بېل ګېټس په باور د سوداګرۍ تر ټولو غوره کتاب

د مایکرو سافټ بنسټګر بېلګټس د تکنالوژۍ ترڅنګ د چاپ په صنعت کې هم مشهور دی. د نوموړي دغه شهرت له دې کبله نه دی چې دی کومه مخکښه چاپخونه لري؛ بلکې له دې کبله دی چې هغه د مطالعې شوقي دی.

ګېټس هر کال د هغو کتابونو په اړه چې لولي یې پر خپل وېبلاګ « ګېټس نوټس» باندې معلومات خپروي.

د شمېرو له مخې ګېټس هر کال شاوخوا ۵۰ کتابونه لولي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کتاب لوستلو په اړه او دا چې څنګه د مطالعې لپاره کتاب ټاکي له ګېټۍ سره یوه مرکه کړې چې په هغه کې نوموړي د سوداګرۍ د برخې تر ټولو غوره کتاب د « جان بروکس» د «سوداګرۍ ماجروې» کتاب بللی دی.

ګېټس د دې پوښتنې په ځواب کې چې مطالعه د ده په ژوند کې څه رول لري؟ ویلي چې مطالعه یوه له هغو مهمو لارو څخه ده چې ده له ماشومتوبه تر اوسه ډېر څه ترې زده کړي دي.

دی وايي سره له دې چې له ډېرو په زړو پورې ځایونو یې لیدنه کړې او له مخکښو ساینسپوهانو سره یې بحثونه کړي؛ خو مطالعه لا هم هغه اصلي لاره ده چې پر مټ یې دی نوي شیان زده کوي او خپله پوه ازمويي.

د نړۍ تر ټولو شتمن کس وايي د بېلګې په توګه یې سږ کال د « ریچارډ ډاوکینز» «د واقعیت د جادو» په نوم له کتاب څخه خوند اخیستی دی.

د ګېټس په باور ریچارډ په دغه کتاب کې ګڼې علمي ایډیاوې تشریح کړې چې ځوانان ترې خوند اخیستلی شي.

دی وايي سره له دې چې دی پر دغو مفاهیمو له وړاندې پوهېده؛ خو ریچارډ مرسته ورسره کړې چې د موضوعاتو په اړه له نویو لارو فکر وکړي.

ګېټس وايي که یو شی په اسانۍ تشریح نه شی کړلی، په حقیقت کې پر هغو سم پوه شوي نه یاست.

د مایکروسافټ بنسټګر د یوې پوښتنې په ځواب کې د « سوداګرۍ ماجراوې» هغه کتاب بللی چې ده ته ډېره په زړه پورې دی.

دی وايي دا لومړنی کتاب و چې وارن بافېټ یې په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کې د کتنې پر مهال ده ته د لوستلو توصیه وکړه.

ګېټس وايي د سوداګرۍ ماجراوې لا هم تر ټولو غوره کتاب دی چې ده د سوداګرۍ په برخه کې لوستی.

د ګټس په باور سره له دې چې جان بروکس دغه کتاب په ۱۹۶۰ زېږدیز کال کې لیکلی؛ خو په هغو موضوعاتو بحث په کې شوی چې نن هم د کارېدو وړ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.