13692920_312745509057965_2677273530031236491_o

د بدخشان جګړه، طالبان او مافیا

د افغانستان له دې خوش طبیعته، اما لېرې پرتې سیمې کله هم دولت په واقعي مانا خبر نه‌شو.

له تېرو دریو کالو راهیسې په بدخشان کې د ژوند عادي روال له بلا خنډونو سره مخ دی، خو دا بدې ورځې په ځايي خلکو تېرېږي.

چېرته چې د تنفس له‌پاره اکسېجن په عادي توګه نه پیدا کېږي، هلته به مېډیا له کومه شي چې د دې فقیر ولس غږ تر نورو خلکو او سرکاره ورسوي.

درې کاله وړاندې د پاکستان له چتراله د طالبانو لومړنۍ جوپې راشروع شوې، ګڼ طالبان به په خامو لارو راتلل او د بدخشان په غرنیو سیمو کې یې ځای نیو.

په اوایلو کې ځايي قومندانان او زورواکان له طالب څخه په وېره کې وو، خو سوکه سوکه يې د طالب جګړه‌مارو او سیمه‌ييزو قومندانانو ترمنځ مشترکه وجه پیدا کړه.

طالبانو له دولتي ځواکونو سره جګړه پیل کړه، اصلي هدفونه یې دا و چې له یوې خوا دا ولایت سقوط کړي او له بلې خوا د منځنۍ اسیا او د چین تر یوې څنډې د عبور دهلېز شي.

په دې جریان کې ګڼ ایغور او ازبک جګړه‌مار له وزیرستانونو او چترال څخه بدخشان ته ورسېدل او بیا نو نور تحرکات هم پیل شول.
طالبان اوس هم په بدخشان تر هلمند سخت حاکمیت لري، هره ورځ له خلکو مالیې عشرونه او کله‌پولۍ اخلي او هره ورځ هلته خپل سنګرونه قوي کوي.

داسې مالومات هم شته چې دا سیمه د طالبانو د اصلي لوبغاړو او پخوانیو غیرافغاني القاعده غړو د پلانونو د انتظام مرکز دی.

طالبان سوکه سوکه په دوو دلایلو له ځايي زورواکانو سره جوړ راغلل، اول دا چې د لاجوردو په شان قیمتي کانونه د جنګسالارانو په لاس کې دي، هغوی یې د استخراج وسایل او تجربه لري او په بدل کې یې طالبانو ته ډېرې پیسې ورکول کېږي.

همدا اوس د بدخشان د کانونو له درکه طالبان تر ځايي جنګسالارانو دویمه غټه اندازه پیسې اخلي. بله چاره دا ده چې د دې توکو د استخراج او صدور لارې یې په لومړي ځل د قاچاقچیانو په اختیار کې ورکړې.

اوس سیمه‌ییز ناقانونه کان کیندونکي له کچه او فرعي لارو کار اخلي او د پاکستان د چترال له سیمې د افغان کانونو توکي بهر ته باسي.
د طالبانو په جامه کې د قیمتي توکو ډېر سوداګر هم بدخشان ته راغلل چې ځان ته یې ظاهراً د طالب په نوم وسله‌وال بانډ جوړ کړی، خو په اصل کې دوی د جنګسالارانو کاروباري شریکان دي.

دوی په ګډه د سیمې د کانونو ساحې ناامنه کوي، هلته توکي باسي، خریدار ورته پیدا کوي او له دې لارې یې بیا بهر یا مارکېټ ته لېږدوي.
په بدخشان کې د جنګسالارانو او طالبانو دویمه مشترکه وجه د بدخشان نشه‌يي توکي دي.

کله چې یو نیم کال وړاندې د ننګرهار د شینوارو او اچین سیمې داعش له طالبانو ونیوې، طالبانو د پوډرو پر کارخانو خپل حاکمیت له لاسه ورکړ او سملاسي د بدیل په فکر کې شول.

تر هلمند وروسته بدخشان د نشه‌يي توکو د کرکېلې پروسس او قاچاق دویم لوی ځای او مارکېټ دی.

په بدخشان کې د سمو نیو اسیایي هېوادونو قاچاقچیان او د نشه‌يي توکو سوداګر دېره دي، دوی د هلمند او بدخشان ترمنځ د اتصال خط جوړ کړی او د هلمند تاریاک تر بدخشان او د بدخشان تر هلمنده په اسانۍ رسېدلای شي.

طالبان چې تر ډېره د نشه‌يي توکو په کاروبار کې ښکېل دي، له بدخشان څخه د عایداتي سیمې په توګه کار اخلي او په دې توګه هلته تمویلېږي، تجهیزېږي او په نور افغانستان کې ډزېږي.

په بدخشان کې ځايي پولیس له بد حالت سره مخ دي، دوی د دې سخت ځواک پر وړاندې په سختۍ مقابله کوي، خو که بدخشان همداسې د طالب په لاس کې پاتې شو نو د طالب مالي سرچینه به کله هم وچه نشي. ځايي خلک هلته د اردو د کنډوکونو د ځای پر ځای کېدو او د سختو عملیاتو تمه لري، دوی وايي، که دولت لاس په کار شي او طالب او جنګسالار له بدخشانه وشړي، د جنګ ډېره لویه منبع به وچه شي.