د بازار موندنې اووه مهم ټکي

که د يوې کوچنۍ سوداګرۍ څښتن ياست، نو تاسې به د بازار موندنې په برخه کې ډېر لګښت ته اړ نه شئ.

ډېرى کوچني بنسټونه په خپل کار کې د بازارموندنې د اصولو او مهمو لارو چارو څخه بې خبره وي او هغه فرصتونه چې د دې کار په ترسره کولو لاسته راځي، هېر کړي دي.

له مشتريانو سره د اړيکو، د کميت او کيفيت لوړوالى، لومړني کوښښونه دي چې راوړل يې اړين دي. دلته ددې کارونو يوې برخې ته اشاره کوو:

١- وېزېټ کارت، چې په ډېر لږ لګښت د جوړېدو وړ دى: د ويزيټ کارت په جوړولو سره تاسو د بېل بورډ او تابلو ګانو لرونکي شوي ياست، چې کولاى شئ خپل توليدات او خدمتونه خلکو ته ور وپېژنئ. په ويزيټ کارت کې ستاسو نوم، دنده، پته، ټلېفون شمېره او د خپلو خدمتونو او توليداتو لنډ ګټور معلومات، له اړينو توکو څخه شمېرل کېږي، چې بايد په کارت کې ذکر شي.

٢- د حساب پرانيستل: ايا خپلو مشتريانو ته چاپي يا برېښنايي حساب لېږئ؟ د حساب لېږلو په وخت کې نه دا چې يوازې حساب ولېږئ، بلکې له هغې سره سم د خپل تجارت نوم، توليداتو او نورو خدمتونو يادونه هم وکړئ. له مشتريانو څخه د دې لامله مننه کول، چې له تاسو څخه يې شيان اخيستي دي او له دې لارې کولاى شئ د خپلو نورو توليداتو او خدماتو يادونه هم وکړئ. د مشتريانو د راجلبولو لپاره دا هم اړينه ده، چې د حساب په لاندينۍ برخه کې دا پيغام وليکل شي: (( زموږ د خرڅلاو په اړه له موږ سره په دې ټېلفون شمېره ×××××××××× اړيکي ونيسئ.))

٣- د ليک يا برېښناليک لېږل: په بازار موندنه کې د مشتريانو پراخ او پوره لېست درلودل ډېر مهم دي. هغه مشتريان چې تاسو ته خپل ادرس او يا برېښناليک درکوي، هغوى ستاسو د توليداتو او خدماتو په اړه د معلوماتو په هڅه کې دي. کولاى شئ په بېلابېلو لارو له خپلو مشتريانو وغواړئ، چې دا د اړيکي ټکى ستاسو لپاره جوړ کړي. کله چې مو دا معلومات راټول کړل، په منظمه توګه له خپلو مشتريانو سره په بېلابېلو پلمو اړيکي ټينګ کړئ او هغوى د خپلو خدماتو او توليداتو اخيستو ته وهڅوئ. که تاسې خپل مشتريان راضي کړئ، نو هغوى تاسو نورو ته ورپېژني.

٤- د مننې او قدردانۍ يادښتونه: ځينې خرڅوونکي له خپلو مشتريانو سره په اړيکو ټينګولو کې ډېر فعال وي او له هر فرصت څخه ګټه اخلي. له اخيستو وروسته خپلو مشتريانو ته د مننې او قدردانۍ د کارت او يا ياداشت په ورکولو سره د خپلو توليداتو يا خدماتو د کتلاک ورکول مه هېروئ.

٥- د خرڅلاو لپاره انګېزه جوړول: د نويو توليداتو او خدماتو په اړه مشتريانو ته پوره معلومات بايد ورکړل شي، د انګيزه جوړولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخيستل کېږي، خو يوه لار يې د بيې ټاکل او د کمښت وړانديز کول دي. که ستاسو بيه ټاکل په داسې طريقه وي، چې مشتريانو ته د ډېرو اخيستو په صورت کې ډېر کمښت ورکول کېږي او ددې نرخ ټاکلو په اړه مو ډېر اعلانات کړې وي، نو پوه شئ چې انګېزه جوړونه د بيې ټاکنې له لارې سرته رسېدلې ده.

٦- نمونې: په بازار موندنه کې يوه موثره لار دا ده، چې خپلو مشتريانو ته بې پيسو نمونې ډالۍ شي. دغه طريقه د خوراکي توکو په پلورنځيو او د شريني پلورنځيو کې ډېره مروجه ده. دا وړيا نمونې کولاى شي، مشتري ته دا ذهنيت ورکړي چې خرڅوونکى د خپلو توليداتو او خدماتو په کيفيت او ښه والي پوره ډاډه دى. وړيا نمونې نه يوازې د اخيستونکي او خرڅوونکي ترمنځ اعتماد پيداکوي، بلکې د مشتري او خرڅوونکي ترمنځ د ښو اړيکو يوه لاره هم ده.

٧- د متخصصينو، د کسب د خاوندانو او يا د پخوانيو مشتريانو له نظره د نويو مشتريانو څېړنه: خپل پخواني مشتريان دې ته تشويق کړئ، چې زموږ د توليداتو په اړه نويو مشتريانو ته خوله په خوله خبر ورکړي او زموږ د توليداتو او خدماتو ګټې او نوښتونه ورته ووايي.
د بازار موندنې په دې طريقه ډېر لګښت نه راځي. د خپل کار او کسب د لوړتيا لپاره د بازارموندنې پيغامونه لېږل د مشتريانو په ډېروالي کې مرسته کولاى شي. له ياده ونه باسئ چې د بازار موندنې په دې سيستم کې بايد زموږ د توليداتو او خدماتو د کيفيت کچه له نورو سره يوشان وي، يا يې له هغوى په ښه کيفيت خپلو مشتريانو ته وړاندې کړو