ساشا اوباما د نانسي ریسټورانټ د  سپارښتنو د ترلاسه کولو پر میز
ساشا اوباما د نانسي ریسټورانټ د سپارښتنو د ترلاسه کولو پر میز

د بارک اوباما لور ساشا اوباما په یو ریسټورانټ کې کار کوي

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما لور ساشاه اومابا د اوړې درخصتیو پر مهال د نانسي په نوم یو ریسټورانټ کې د تیرې یوې اونۍ راهیسې کار کوي .

د اوړې د رخصتیو پر مهال د ځانګړو کارونه ترسره کول د امریکا او نورې نړۍ په ښوونځیو کې تنکیو ځوانانو ته د کورنۍ دندې په توګه سپارل کیږي . څو هغوی زده کړې چې په راتلونکې کې څنګه کولی شي د ژوند د ترسره کولو لپاره کار وکړي .

له امریکا خپریدونکې باسټن هیرالډ ورځپاڼه په دې اړه په یو راپور کې وايي:

” ۱۵ کلنه ساشا اوباما چې اته کاله د سپینې ماڼۍ په سهولتونو کې لویه شوې اوس زده کوې چې څنګه په یوازې سر کار وکړي.“

ساشا اوباما د نانسي ریسټورانټ د  سپارښتنو د ترلاسه کولو پر میز
ساشا اوباما د نانسي ریسټورانټ د سپارښتنو د ترلاسه کولو پر میز

ساشا اوباما د مارتا په وینیارډ ټاپو کې د سمندري خوړو په دې ریسټورانټ کې په سهارني شیفټ کې د څلورو ساعتونو لپاره کار کوي . په کارونو کې یې د پیسو اخیستو پر ډیسک کار کولو سربیره ، د میزونو پاکول او د غرمنۍ لپاره د ریسټورانټ چمتو کول شامل دي .

د ریسټورانټ یو بل کارکونکي رسنیو ته ویلي ، دوی په لومړیو کې حیران وو چې ولې له دې کارکونکې سره څو نور کسان هم راځي . خو وروسته پوه شول چې کله به ساشا کار ته راتله د ریسټورانټ شا او خوا به د امریکا د خفیه امینت شپږ تنه سرتیري ګرځیدل .

ګڼو امریکايي رسنیو هغه انځورونه خپاره کړي چې په کې ساشا اوباما د ریسټورانټ د کارکونکو په یونیفورم کې د کار کولو پر مهال لیدل کیږي .
نوموړې به د یکشنبې تر ورځې پورې په دې ریسټورانټ کې کار کولو ته دوام ورکړي . او وروسته به یې کورنۍ هم ورسره د مارتا په وینیارډ ټاپو کې چې دغلته د رخصتیو تیرولو لپاره ځي یو ځای شي .

نانسي د اوباما د کورنۍ د خوښې له ریسټورانټونه څخه دی او تر دې مخکې هم د اوباما کورنۍ دې ریسټورانټ ته د میلمنو په توګه ورغلې . خو دا لومړی ځل دی چې یوه لور یې په ریسټورانټ کې کار کوي .

اوباما دوه لوڼې لري چې تر ساشا مشره یې مالیا نومیږي .

د اګست په دریمه نیټه ساشا اوباما د خپل کار له پای ته رسولو وروسته
د اګست په دریمه نیټه ساشا اوباما د خپل کار له پای ته رسولو وروسته