مالک اوباما او بارک اوباما د یو پلار زامن دي خو میندې یې سره بېلې دي
مالک اوباما او بارک اوباما د یو پلار زامن دي خو میندې یې سره بېلې دي

د اوباما ناسکه ورور ډونالډ ټرمپ ته رای ورکوي

د ولسمشر بارک اوباما ناسکه ورور مالک اوباما وايي، د خپل ورور له ډیموکراټ ګوند نه مایوسه شوی او غواړي د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې جمهوري پال ډونالډ ټرمپ ته رای ورکړي .

مالک اوباما په کینیا کې اوسیږي خو د امریکا تابیعت هم لري . نوموړې ویلي د انتخاباتو پر مهال به د رای ورکولو لپاره امریکا ته ولاړ شي .

مالک اوباما او بارک اوباما د یو کینايي پلار زامن دي خو میندې یې بېلې دي .

مالک اوباما ویلي د خپل ورور له حکومته ناراضه دی .
نوموړې دې خپلې دې ناراضۍ یو دلیل د لبیا د ولسمشر معمر قذافي د حکومت په ړنګیدو کې د امریکا ونډه ښودلې ده.

نوموړې ویلي معمرقذافي به دیکتاتور و ، خو د هغه لرې کولو په لیبا کې ډیربد خلک واک ته ورسول. مالک اوباما ویلي چې معمر قذافي یې ډیر ښه ملګری و .

مالک اوباما چې درې ښځې لري وايي له جمهوري غوښتونکو سره یې په دې مسلې کې هم ګټې یو شان دي چې هغوی د همجنسبازانو د ودونو پلوي نه دي او دا یې هم پلوي نه دی . په داسې حال کې چې ورور یې بارک اوباما او ډیموکراټ ګوند یې د همجنسبازانو د ودنو پلوي دی .

مالک اوباما په کینیا کې په خپل پلرني کلي کې نیویارک پوسټ ته ویلي :
”ماته ځان ځکه جمهوري پال ښکاري چې هغوی او زه دواړه د همجنسبازانو د ودونو مخالف یوو . “

نوموړي ویلي ، له هیلري کلینټن څخه یې پر دې هم بد راغلي چې د خپلو رسمي ایمیلونو لپاره یې شخصي سیستم کاروه چې د قانون خلاف کړنه ده .

د مالک اوباما په وینا ډونالډ ټرمپ یې پر دې هم خوښ دی چې له زړه خبرې کوي .

ډونالډ ټرمپ په یو ټویټ کې په دې  اړه چې د ولسمشر بارک اوباما ورور رای ورکوي خوښې څرګنده کړې .