pulse_shooting_orlando-1

د امریکا یو نایټ کلب کې ډزو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د امریکا په فلوریډا ایالت کې د همجنسبازانو په یو شپني کلب کې ډزې شوې چې د پولیسو په وینا ګڼ کسان په کې مړه او ژوبل دي .
د اورلانډو د پولیسو مشر جان مینا ویلي یو وسلوال کس ددې ښار په یو مشهور نایټ کلب کې پر ګڼې ګوڼې ډزې کړي چې شا او خوا شل کسان یې وژلي او دوه څلويښت نور یې ټپیان کړي دي .
د اورلانډو پولیسو ویلي ، د کلب دننه برید کونکی هم په ډزو وژل شوی دی . د پولیسو په وینا تر اوسه څرګنده نه ده چې برید کونکي خپله څنګه وژل شوي دی .

ویل کیږي چې سیمې ته د پولیسو په لسګونو موټر  رسیدلي دي   او د پېښې سیمه یې محاصره کړې ده .
پولیسو خلکو ته ویلي چې د اورلانډو د همجنسبازانو له دې کلب څخه دې لرې و اوسي .

تر اوسه پورې د بریدګر انګیزه هم نه ده څرګنده چې ولې یې پر خلکو ډزې کړي . خو د امریکا په متحدو ایالتونو کې چیرې چې عام خلک د وسلو د ګرځولو حق لري ، دا ډول پیښې ډیرې کیږي .

د ولسمشر بارک اوباما اداره هڅه کوي چې د ټوپکو د ګرځولو حق له خلکو واخیستل شي خو په دې برخه کې د یو شمیر محافظه کارو له مخالفت سره مخ دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.