3200

د امریکا انتخابات – نظرپوښتنې هیلري کلینټن مخکښه ښيي

امریکايان نن ددې هیواد د راتلونکې ولسمشرې یا ولسمشر د ټاکلو لپاره د رایو مرکزونو ته ځې .

په دې هیواد کې د ولسمشرۍ دا ټاکنې په یو لانجمن انتخاباتي کمپاین پسې دي چې له ګڼو ناندریو او لفظي شخړو ډک و.

ددې هیواد په ختیځ سواحلو کې پرتو ایالتونو کې د رای ورکولو مرکزونه د افغانستان په وخت د سه شنبې په ورځ درې نیمې بجې پرانیستل شول . رسنیو د خلکو هغه کتارونه وښودل چې د رای ورکولو د مرکزونو مخې ته ولاړ وو .

بل خوا اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې نژدې شپږ څلوېښت میلونه امریکایانو په بې سارې ډول د انتخاباتو د ورځې تر رارسیدو مخکې خپلې رایې د پوستې او یا د رایو د مرکزونو له لارې کارولي دي .

دا شمیر د امریکا په شرایطو د پوره رای ورکونکو په سلو کې څلوېښت برخه جوړوي . هغوی چې د انتخاباتو له ورځې مخکې یې رای ورکړي ، ګڼ یې هسپانوي ژبې امریکایان دي چې له ډونالډ ټرمپ ناراضه دي او پر ضد یې د هیلري کلینټن ملاتړ کوي .

تمه کیږي چې ددې انتخاباتو د پایلو رابرسیره کیدل به د چارشنبې په ورځ د افغانستان په وخت سهار نهه بجې پیل شي .

خو تر دې مخکې ګڼو امریکايي رسنیو او نظرپوښتونکو اټکل کړی چې ډیموکراټه کاندیده هیلري کلینټن به په دې انتخاباتو کې ، خپل جمهوري غوښتونکی سیال ډونالډ ټرمپ مات کړي او د امریکا په تاریخ کې به لومړنۍ ښځینه ولسمشره شي .

us-election

دواړو کاندیدانو د انتخاباتو د پیل په ورځ خپلو ملاتړو ته د بریا ډاډ ورکړی او ورڅخه یې غوښتي چې رای دې ورکړي .

اټکل کیږي چې د امریکا په دې انتخاباتو کې به هغه امریکایان چې هسپانوي ژبې دي او یا په نورو اقلیتونو پورې تړلي پراخه ونډه واخلي . ځکه دوی د ډونالډ ټرمپ له سختو پالیسیو په ویره کې دي او غواړي هیلري کلینټن سره مرسته وکړي چې واک ته ورسیږي .

که څه هم له امریکا بهر په نړۍ کې ګڼ سیاسي مشران هیلري کلینټن ته پر ډونالډ ټرمپ ترجیح ورکوي ، خو ځینې بیا وايي هیلیري کلینټن به د اوباما د اوسنۍ ادارې یو ډول دوام وي چې ورسره په منځني ختیځ کې د روان کړکیچ د دوام ویره شته .

له بله پلوه به د هیلري کلینټن په ولسمشر کیدو د روسیې او امریکا ترمنځ سیالي نوره زیاته شي چې د افغانستان په څیر جګړه زپلې هیوادونه به یې د سیالۍ ډګرونه وي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.