13417536_1163649103656693_8841505300568311865_n

خلیل کرزی اسلام اباد ته پر تورخم د خبرو لپاره ځي

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ وايي، د پاکستان د دولت له لوري په رسمي توګه د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي صلاح الدین رباني ته بلنه ورکړل شوې چې هغه هېواد ته سفر وکړي او په تورخم کې د رامنځته شوي کړکیچ د هواري په اړه له پاکستاني مقاماتو سره خبرې اترې وکړي.

د ښاغلي غورځنګ په وینا د افغانستان دولت پرېکړه وکړه، چې په نژدې راتلونکې کې به د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ د افغان دولت یو پلاوی د تورخم د مسلې په اړه د خبرو اترو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

تر اوسه پورې چارواکو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حکمت خلیل کرزي د سفر دقیقه نیټه نه ده په ګوته کړې .

تر دې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ویلي و چې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره یې د تورخم د کړکیچ په اړه په ټیلفون خبرې کړي ، ښاغلي اتمر او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته یې بلنه ورکړې چې اسلام اباد ته سفر وکړي څو دواړه خواوو په تورخم کې پر راپورته شوي کړکیچ خبرې وکړي .

افغانستان په داسې حال کې پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په کچه د پلاوي د استولو پریکړه کوي چې امریکا یو ځل بیا پر دواړو لور ټینګار کړی چې خپلو کې د کړکیچ له سوله ایزو لارو هوار کړي .

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي پرون پر دې غوښتنې سربیره ، ویلي چې امریکا د دواړو هیوادونو ترمنځ د منځګړي رول نه ترسره کوي .

اخوا له تورخم څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې دغلته وضعه ارامه ده . که څه هم پاکستاني چارواکو ویلي چې د دروازې جوړولو کار ته به دوام ورکړي خو ظاهرا دغلته د لانجمنې دروازې د جوړولو کار دا مهال په ټپه دریدلی دی . دواړو لورو ته لا هم نظامي تیارۍ پر ځای دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.