worldvision_9_2015

د افغانستان اوبه هم خوندیتوب غواړي

(( له موبایل، موټر، تېلو، برق او سرو زرو پرته ژوند کیږي، خو له اوبو پرته ژوند ناشونی دی)).

دا، چې د هرچا وینا ده، غوره وینا ده، خو پوښتنه داده، چې اوبه دومره ارزښتناکې دي، ولې یې په مصرف کې دومره بې باکي کوو؟ ځواب روښانه دی:

موږ لا د اوبو له قحطۍ سره مخ نه یو، ځکه خو د اوبو په قدر هم نه پوهیږو.

په نړۍ کې تر ټولو ډېره مصرفېدونکې مایع، یا په ټوله کې مصرفېدونکی څیز اوبه دي. د نړیوالو قوانینو له مخې هر وګړی باید د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ لیټرو پورې پاکې اوبه ترلاسه کړي، خو په افغانستان کې خلکو ته سړي سر ایله ۳۰ تر ۴۵ لیټره اوبه رسیږي. که هره ورځ سړي سر ۴۵ لیټره اوبه د څښاک او چای، اوداسه او نورو اړتیاوو لپاره په پام کې ونیسئ، د ورځې د اوبو فردي لګښت ۲۷۰ میلیونه لیټرو ته رسیږي. د کابل ښار د شپږ میلیونه وګړني نفوس په تناسب که د پخلنځي، لوښیو او کالیو مینځلو، ځان مینځنې، تشنابونو، د سړکونو د ابپاشۍ، د فابریکو، د موټرو د سړونې، د ګلانو او بوټو د اوبونې او دغه راز سل او زر نورو اضافي مسایلو اوبه پکې حساب کړو، دغه کچه په ورځ کې تر ۶۰-۷۰ زرو مکعب مترو رسیږي.
هرڅاڅکی اوبه، چې پرځمکه غورځي، په چټلیو بدلیږي او د ځمکې پر لور د رسوب له امله زموږ زېرمه شوې اوبه هم ورسره چټلیږي.

تاسې به ډېر داسې کسان لیدلي وي، چې په کور او له کوره بهر په خورا پریمانۍ اوبه تویوي. هغوی پر دې فکر نه کوي، چې یوه ورځ به انسان د اوبو له کمي سره مخ کیږي، ځکه څیړنو ښودلې، چې راتلونکې جګړې به د تېلو او نفتو پرځای د اوبو پر سر وي. ویل کیږي د مګړۍ د نړۍ ۶۰۰ میلیونه وګړي د اوبو له کمي سره مخ دي.

څنګه د اوبو مصرف کنټرول کړو؟

د کورونو شاوخوا ۸۰ په سلو کې اوبه په حمام، تشناب او پخلنځي کې مصرفیږي او یوځل، چې موږ ځان وینځو، په هره دقیقه کې موږ یو لیټر اوبه تویوو او که ۱۰ دقیقې په حمام کې پاتې کیږو، د اوبو لګښت مو۱۰۰ لیټرو ته رسیږي. څومره، چې موږ په حمام کې ډېر پاتې شو د اوبو لګښت موهم ورسره ډیریږي. ښه داده، چې په حمام کې له پنځو دقیقو زیات پاتې نه شى. په پنځو دقیقو او پنځوس لیټره اوبو تاسې خپل ټول خیري تویولای شى!.

د خپل کور ټول شیردهنونه وګورﺉ او کوم ، چې لیک دي جوړ یې کړﺉ. که ستاسې له خراب شیردهن نه په دقیقه کې شپیته څاڅکي اوبه تویې شي، په کال کې به شپږ زره لیټره اوبه بېځایه ولګوﺉ. په دې سره په تاسې هم د اوبو بېل زیات راځي او هم مو څاګانې ژر له اوبو ډکیږي.

په امریکا کې په ټب کې لمبېدونکي کسان ۱۸ میلیارده لیټره اوبه لګوي، چې دا د اوبو تر ټولو ستر او بېځایه مصرف دی. خو ایا دا ډول لمبیدل ضرور دي؟ نه هیڅکله هم. ډېر داسې کسان دي، چې ږیره جوړوي، یا مسواک وهي اوبه خلاصې پریږدي، په داسې حال کې، چې په هره دقیقه کې له موږ نه شاوخوا لس لیټره اوبه ضایع کیږي. ځینې کسان، چې په بلاکونو کې اوسیږي، ښايي دا دلیل راوړي، چې ټول کورونه اوبه مصرفوي، بېل یې پر ټولو وېشل کیږي، نو ولې کمې مصرف کړي؟ خو که لږ له خدایه وډار شي او د اوبو د بې ځایه مصرف زیان ته متوجه شي، د اوبو سپما به یې کولتور او عادت وګرځي.

په جلا ډول د لوښیو، میوې او سبزي مینځل د اوبو مصرف ډېروي. که تاسې یو غټ لوښی له اوبو ډک کړﺉ او بیا په همدغه لوښي کې نور واړه لوښي ومینځى، د اوبو مصرف به مو ډېر ورسره را کم شي. ځینې خلک اضافه اوبه همداسې په ویاله یا لاسمینځي کې تویوي، خو که دغه بې صابونه اوبه بوټو او ګلانو ته ورکړي، په لسګونو لیټره صافې اوبه به یې سپمولې وي.

زه ډېر داسې کسان وینم، چې هره ورځ د کور غولی په اوبو مینځي، یا غټ پایپ یې را اېستلی وي او په واټرپمپ راپورته کېدونکې اوبه پر موټرو شیندي. تاسې د پایپ د اوبو پرځای یو سطل ډک کړﺉ، په دوه سطله اوبو ستاسې ټول موټر پاکیږي. تاسې خپل کور پخپله پاک وساتى، په اوبو یې مه پاکوﺉ. با فرهنګه او پاک خلک همغه دي، چې خپل کور او انګړ له اوبو پرته پاک ساتي.

په بلاکونو کې ډېری اوبه په سرعت او فشار سره ځي او دا فشار د اوبو مصرف لا ډېروي.

زه په څو کورونو کې له داسې شیردهنونو سره مخ شوی یم، چې اوبه یې قف قف راځي. په دې نه پوهېدم، چې دا خلک ولې دا ډول شیردهن کاروي، خو وروسته متوجه شوم، چې دا د اوبو د زیات مصرف د مخنیوي یوه غوره لاره ده. دغه شیردهنونه هم د اوبو فشار کموي او هم له اوبو سره د هوا ګډولو له لارې د ډېرو اوبو د توییدو مخه نیسي.

په ګرمي کې د څښاک اوبه په سړوبي(یخچال) یا منګي کې کیږدﺉ او که دا کار ونه کړﺉ، تاسې په هرځل اوبه څښلو کې اړیاست، چې د ګرمو اوبو د توییدو او سړو هغو د راتګ لپاره څو لیټره اوبه بېځایه تویې کړﺉ.

تاسې، چې څومره زیاتې اوبه لګوﺉ شاوخوا سیمه مو ورسره چټلیږي او هرڅومره، چې ستاسې چټلې اوبه لاندې ځمکې ته رسوب کوي، ستاسې د اوبو اصلي زیرمې ورسره چټلیږي. د کابل په څېر ښار کې، چې کانالیزاسیون نه لري او د چټلو اوبو لپاره د هر کور په خوله یا منځ کې څاوې اېستل شوې، د اوبو زیات مصرف مرګ دی او موږ په دې ښه پوهیږو، چې ۱۰ کاله وروسته به ددغه ښار اوبه نورې د څښاک وړ نه وي.