89652153

د افغانستان اوبه بندونه غواړي

لیکوال : داوود نيازى

اوبه د ژوند له اساسي اړتياوو څخه شمېرل کيږي. انسان په نړۍ کې له اوبو پرته ژوند نه شي تېرولی. اوبه د انسان په ژوند کې مستقيم او غيرې مستقيم اغېز لري.
په نړۍ کې هېڅ ژوندی موجود له اوبو پرته ژوند ته دوام نه نه شي ورکولى.

اوبه د دې تر څنګ چې ژونديو موجودات د ژوند لپاره دويمه اړتيا وړه ماده د انساني ژوندانه په اقتصادي برخه کې هم خورا اهميت لوى لري. د اوبو اقتصادي اهميت په ١٩٩٩ زېږديز کال کې د دوبلين په نړيوال کانفرانس کې په نړيواله کچه مطرحه شو او دا سکالو يې د يووشتمې پېړۍ په اجنډا کې شامله کړه.

د کانفرانس ګډونوالو پرېکړه وکړه چې اوبه يوه اقتصادي ماده ده. د طبيعې سرچينو لکه ځمکې، ځنګل، کان، ژويو په خلاف د اوبو اغېزه له سياسي پولو بهر هم موجوده وي، لکه د سيندونو جريان په څو هيوادنو کې. په تيرو زمانو کې به جګړې د خاورو او ښارونو د نيولو په سر وې، خو اوس کارپوهان اټکل کوي چې د راتلونکو جګړو يوه لويه برخه به د اوبو د سرچينو د کنټرول پر سر وي.

همدا اوس د عربو او اسرايلو د لانجې او کشمکش يو مهم ټکی د اوبو د ونډې په اړه اختلاف دی. پاکستان که څه هم په ظاهره د کشميريانو د حقونو په موخه له هند سره اختلافات لري، خو هلته هم يو ډېر اصلي جنجال د اوبو د کنټرول په موخه دی.

دغه راز زموږ په شمال کې په منځنۍ اسيا کې د ډېری کارپوهانو په اند، د بېلابېلو جمهوريتونو تر منځ د کشمکش اصلي ټکی د اوبو کنټرول دی.

افغانستان د نړۍ هغه هېواد دی چې سيندونه يې له خپلې خاورې سرچينه اخلي، خو اوبه يې تر ډېره بريده نورو هېوادنو ته ځي. لکه څنګه چې کشمير د خپلو اوبو د سرچينو په موخه د جګړې او کشمکش ميدان دی، همداسې د افغانستان د دېرش کلونو کشمکشونو يو سبب همدا اوبه دي. افغانستان د اوبو له کبله يو غني هېواد دی چې د اوبو کلنۍ جريان يې 57 ميليارد متره مکعبو ته رسيږي.

څېړنې ښيي چې په افغانستان کې نظر د اوبو نورو سرچينو ته له سيندنو او کانالونو ډېره ګټه پورته کيږي، د ارقامو له مخې د اوبو د لګولو د سيستم 84 سلنه سيندنو او کانالونه، 8سلنه چينې 7 سلنه کاريزونو او 1سلنه څاګانې جوړوي. د افغانستان د اوبو زېرمې سيندونه او ولاړې اوبه يا جهيلونه دي. د افغانستان ولاړې اوبه ډېرې په مرکزي او يا غرنيو سيمو او په غربي دښتو کې دي.

د افغانستان د اوبو سرچنې او اوبه اخستونکې حوزې د هندوکش لړۍ او د هغه لوړې څوکۍ جوړوي په تېره بيا هغه تلپاتې واورې چې دواخان، پامير، ختيځ او لوېديځ هندوکش او د بابا په غره باندې کلونه کلونه پرتې وي. په پسرلي او دوبي کې ويل کيږي او په بېلا بېلو حوزو کې بهيدونکي اوبه منځته راوړي، همدا اوبه او سيندونه د پسرلي او دوبي په موسمونو کي دومره طوفاني کيږي چي د کافي نباتاتو د نه شتون له کبله د ځمکو د ويجاړۍ او ښويېدنې سبب ګرځي چې کرنيزې ځمکې هم له ځانه سره خرابوي.

په ټوليز ډول د افغانستان سيندونه د اوبو بهيدنه تونده ده چې د اصلي سيندونه مرستيالان له لوړو څوکو څخه سرچينه اخلي او په کږو وږو لارو مخ په ځوړو رابهيږي او له بله پلوه د سيندونو تل په ټوليزه توگه کوچنۍ او تنګۍ بڼه لري چې له همدې امله د ځمکو د تخريب سبب کېږي. د افغانستان د روانو اوبو له جملې څخه 11 سلنه د پاکستان خاورې ته 10 سلنه د ازبکستان او ترکمنستان خاورې ته 79 سلمه د هېواد پولو په دننه کې ولاړو اوبو دښتو او جهيلونو ته ورتوئيږي.

د افغانستان سيندونه د اوبو لرونکو حوزو له مخې په څلورو برخو وېشل شوي :
لومړۍ حوزه: د هندوکش دغرونو شمالي سيمه چې په هغه کې د اموسيند او د هغه مرستيـــــــالان ( کــــــــوکچه، واخــــــــان او بدخشــــان او د کندوز) سيندونه شامـــــل دي .

دويمه حوزه: د هندوکش د غرونو سويلي سيمې چې په هغه کې د کابل سيند او د هغه مرستيالان (کنړ،علينګار، اليشنګ، پنجشير او لوګر) سيندونه شامل دي .
دريمه حوزه: د بابا دغره مرکزي او شمالي سيمې او د سفيد کوه د غره شمالي او سويلي سيمې چې په هغې کې د (تاشقرغان، بلخ آب، د اندخوي آب سفيد، د مرغاب او هريرود) سيندونه شامل دي.

څلورمه حوزه : د بابا او سفيد کوه د غرونو جنوبي سيمې چې په هغې کې د ( هلمند، ارغنداب، خاشرود، ادرسکن، ګودزيره، د چيګايي کوچني سيند او د پشين لوره) سيندونه شامل دي .

د ولسمشر کرزي د حکومت پر مهال په هېواد کې يو شمېر برخو ته تر يو بريده پام وشو، خو يوه هغه برخه چې پاملرنه په کې ډېره لږ وه، د اوبو د کنټرول برخه وه. د ځينو کارپوهانو په اند، د افغانستان ګاونډيان په افغانستان کې د اوبو د هر نوي او مهم بند له جوړولو سره مخالفت کوي او همدا پټ مخالفت د دې سبب ګرځيدلی، چې پانګوال او مرسته کوونکي دې ته زړه ښه نه کړي چې د اوبو لګولو په لويو پروژو پانګونه وکړي.

په تېرو يوولسو کلونو کې د افغانستان د اوبو په اړه د ګاونډيو د پټ سياست د کونړ، سلما او مچلغو بندونه دي، کله چې افغان حکومت وغوښتل چې د بهرنيانو په مرسته د کونړ د اوبو يوه برخه راستنه کړي او د افغانستان په ختيځ کې ځمکو ته اوبه برابرې کړي، نو د نوموړې پروژې د تخريب لپاره څو ځله ترهګرو بريدونه وکړل او ان هغه جاپانی ماهر ووژل شو چې د دې پروژې لپاره يې کار کاوه. دغه راز خان ولي په پکتيا کې د مچلغو بند د 60 کسيزې ساتونکې ډلې مشر و.

حکومت له ده سره ژمنه کړې وه چې که د بند سيمه يې تر دوو مياشتو پورې وساتلی شوه، نو ډلې ته به يې وسلې او پيسې ورکړي، خو خان ولي 20 ورځې وروسته د طالبانو لاسته ورغی. چې تر لږ مودې وروسته په ويډيو کې ښودل کېږي، چې خان ولي د يوه وسله وال کس له خوا پر نورو کسانو ګرځول کېږي او اړ کېږي چې دا جمله تکرار کړي:«دا ظلم نه دی- دا عدالت دی». يو بل وسله وال وايي، چې: په خدای قسم دی چې په 82 ملي متري توپ باندې د ده وژل کافي نه دي، خو په هغه ډول چې زه يې غواړم نور مجاهدين به يې ځکه راسره ونه مني چې بيا به ټول د ده په وژنه کې برخه نه شي اخيستلای.

په دې توګه پرېکړه کېږي چې خان ولي په 82 ملي متري توپ والوزول شي. خان ولي 40 ګزه وړاندې په ګونډو کېږي او بيا په ډېر وحشت سره په توپ الوزول کېږي. د خان ولي ټوټې ټوټې مړی اته ورځې وروسته راټولېږي او خاورو ته سپارل کېږي.

رسنيو ويلي چې ده غوښتل په پکتيا کې د مچلغو د بند پروژه وساتي. که چېرې د مچلغو د بند پروژه بشپړه شي، نو 40 زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي او 800 کيلو واټه برېښنا به توليد کړي. هغوی چې دغه دوه پروژې او په هغو باندې حملې يې له نږدې څارلې دي، په دې نظر دي چې تر پردې شاه د پاکستان او ايران لاس و. د اوبو د حقونو د کنونشن مطابق زموږ ګاونډيان هم حق لري چې له دغو اوبو ګټه پورته کړي، خو دغه ګټه خپل اصول او مقررات لري.

اوسمهال ګاونډي په خپل سر دغو اوبو ته بندونه جوړوي او په خپله خوښه بې له دې چې افغاني لوری وپوښتي، ګټه ترې پورته کوي. څرنګه چې د دوی استفاده په ځينو مواردو کې د اوبو له نړيوالو حقونو سره سمون نه خوري، نو د دې لپاره چې نامشروع ګټې ته ادامه ورکړي او بلکې په راتلونکي کې لا زياته ګټه پورته کړي، په افغانستان کې د اوبو د پروژو په تخريب کې برخه اخلي. اوبه د هېواد په اقتصاد کې خورا مهمه ونډه لري د ساري په ډول که په هرات ولايت کې د سلما بند جوړ شي له جوړېدو سره به يې 185 زره هکتاره ځمکه خړوبه شي او 42 مېګا واټه برېښنا به توليد کړي. همدارنګه افغانستان 550 ميګا واټه بريښنا خپله توليدوي او 500 ميګا واټه وارداتي بريښنا لري په داسې حال کې چې د افغانستا ن اوبه د 25000 ميګا واټه برېښنا د توليد ظرفيت لري او د ټول افغانستان د رڼولو لپاره يوازې 8000 زره ميګا واټو بريښنا ته اړتيا ده .

د افغانستان په ټولو سيندونو 545 بندونو د جوړېدو امکان شته په رغولو سره به يې په هيواد کې کرنيزه ځمکه ډېره شي،د صنعت لپاره به لا ډېر اومه مواد او بريښنا په اختيار کې ورکړل شي چې افغانستان به د صنعت په برخه کې ډېر پرمختګ وکړي. له بله پلوه موږ به کابو 17000ميګا واټه صادراتي بريښنا هم ولرو همدرانګه د بريښنا د بندونو په جوړيدا سره به زموږ ترانزيټي ستونزې هم له ګاونډيو هيوادنو سره پای ته ورسيږي.