capture

د اعلان لپاره یوازې یو هدف وټاکئ!

هر تبليغاتي کمپاین يا منډې ترړې د يوه څرګند هدف لپاره ترسره كيږي.

د تبليغ یا اعلان هدف له اره همغه څه دي، چې موږ ورته اړ يو، يا موږ يې غواړو. د تبليغ يا اشتهار برى او ناكامي د اشتهار د اړتياوو په بشپړتيا پورې تړلي دي.

په دې برخه كې د نظر ګڼ اختلافونه دي. كيدای شي د يوه كس په باور تبليغات یا اعلانونه ښه او ګټور وي، په داسې حال كې، چې بل هغه به يې بې ګتې او د وخت ضايع ګڼي. دغه دوه ډوله ليد له بېلابېلو مخ فرضيو بڼه اخلي، ښايي له دې امله چې بېلابېل مسايل لټوي.

بايد ووايو، چې اشتهار په خيالي چاپيريال كې نه كيږي، بلكې د يوې عيني او رښتينې اړتيا د ترسره كېدا لپاره په يوه روښانه ځواب ترسره كيږي.

د ساري په ډول، د څښاک توکو یا مشروباتو يو شركت، چې په بازار كې يې يو ټيټ ذهني انځور درلود، د خپلو سيالانو له خوا د بربادۍ په حال كې و. د مشروباتو دغه شركت اړ و، چې د مخاطبانو په ذهن كې يو بېل تصوير وزېږوي.

د همدې موخې لپاره يې(( زموږ محصول بې جوړې دى)) شعار وكاراوه، څو له دې لارې په مخاطبانو كې يو نوى او راښكونكى تصوير وزيږوي. په بازار كې د ځای موندنې هر هدف ځای موندنې ته د وړ ځوابونو په پيداكېدو سره ترسره كيږي، ځكه د اهدافو ژور انتخاب ژور او پرځاى پروګرامونه ترشا پريږدي.

پر دې سربېره د كمپاين لپاره ژور تبليغاتي اهداف ګټور تماميږي. د تبليغاتو اغېز، د سوداګريزو توكو په څېر، د ټاكل شويو اهدافو د ژورتيا په كچې پورې تړلى دى. د اهدافو او رسنيو انتخاب بايد دقيق، خو پیغام او هدف باید روښانه وي. نوښتګر فكر بايد پر ځای وكاريږى او دا ټول د ټاكل شويو اهدافو له ژورې څېړنې سرچينه واخلي. د اشتهاروال لومړنۍ دنده د وړ او سمو تبليغاتي اهدافو ټاكل دي، ځكه پورتني ټول ياد شوي توكي به له همدغو موخو سرچينه اخلي.

اوس دا پوښتنه رابرسېره كيږي، چې دغه اهداف څوك ټاكي؟

ښايي دا ونه شو كړاى، چې يوكس يا يو څرګند یونټ د تبليغاتي اهدافو د ټاكلو د مسوول په توګه را مخكې كړو . تبليغاتي اهداف له ګڼو سرچينو راايستل كېدای شي. په عام ډول دغه سرچينې د تبليغاتو مسوول، د تبليغاتو مدير يا د اړيكو مدير ، د بازار موندنې مدير يا د بازار موندنې چارو مسوول، د شركت مدير، د څانګې یا یونټ مدير يا د اداري پلاوي مشر او داسې نور.

تبليغاتي اهداف کېدای شي له دغو پنځو ډلو غوره شي، خو دا د اړيكو د مسوول دنده ده، چې د بېلابېلو سرچينو د همغږي کوونکي په توګه د عمل ابتکار په خپل لاس كې واخلي. د اړيكو مدير يو پلو نورو اړوندو یونټونو لكه د پلور یونټ ته سلا مشورې وركوي او نظرونه يې عامل مدير(managing director) ته ليږدوي، بل پلو د عامل مدير پاموړ ټكي او سپارښتنې نورو یونټونو ته ليږدوي.

تبليغاتي يا ارتباطي اهداف د تبليغاتو عمل بيانوي. په واقعيت كې دغه موخې له داسې څه برخمنې دي، چې د مخاطبانو يوه ځانګړې برخه بايد تر اغېز لاندې راولي. هدف دادی، چې ډېر خلک خبر شي، تقاضا ډېره کړي، په خلکو کې ذهنیت او د اړتیا باور رامنځته کړي یا دا، چې مشتري دې ته اړباسي، چې په بازار کې د اړوند توکي پلټنه وکړي.

د شركتونو د تبليغاتي چارو مسوولان بايد د بازار موندنې د اهدافو او تبليغاتي اهدافو ترمنځ له شته توپيرونو خبر وي او د هغو اهدافو د تحمیل پر وړاندې ټينګاو وكړي، چې د تبليغاتو په چوکاټ كې نه دي، ځكه د بازار موندنې اهداف يوازې په تبليغاتي فعاليتونو نه پرځای كيږى