4721974-3x2-940x627

د اسيا پراختيايي بانک شاليد او دندې يې

 

د اسيا پراختيايي بانک يوه سیمه يیزه مالي موسسه ده چې په اسيا کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره کار کوي. اسيا چې د نړۍ يومليارد او نهه سوه ميلونه وګړي په کې اوسي اوسېدونکي يې تر 2$ کم عايد لرونکي دي. د اسيا پراختيايي بانک په اسيا او د ارام سمندرګي په سيمه کې د اقتصادي او ټولنيزې پراختيا لپاره د بلاعوضو مرستو (پورونه، فني مرستې او پانګونې) لپاره کار کوي.

د اسيا پراختايي بانک په کال 1966زېږديز کال د فليپين پلازمېنې مانيلا کې رسما په فعاليت پیل وکړ. د اسيا پراختيايي بانک په لومړی کال کې د کرنې سکتور او د غذايي موادو په برابرولو کې له غړو هېوادنو سره مرسته کوله، مګر اوس مهال په بېلابېلو سکتورنو کې کار کوي. د ADB بانک اصلي پام په اسيا کې د خلکو ژوند د سطحې لوړولو او د بې وزلۍ له منځه وړل ته دى چې په نړۍ کې ډېر بې وزله خلک په اسيا کې اوسيږي.

ADB دندې او موخې: د اسيا پراختيايي بانک په سیمه کې د يو کلک اقتصادي سازمان په توګه د سياسي مذاکراتو په اساس د بلاعوضو مرستو ورکړه (پورونه، فني مرستې او پانګونه) ترسره کوي. ADBپه عمومي ډول د بازار د سود پر اساس پورونه ورکوي. د اسيا پراختيايي بانک د هېودانو اقتصادي حالاتو ته په کتو دوه ډوله پورونه ورکوي:

اختصاصي کرېډېټونه
عـادي کرېدېټونه
د اسيا د پراختيايي بانک په اسيا او ارام سمندرګي کې د لاندې موخو لپاره کار کوي:

د بې وزلۍ د له منـځه وړل يا کمول.
د غړو هېوادنو د خلکو د ژوند د سطحې لوړول
په سیمه کې د پايدار اقتصادي پرمختګ لپاره لاس رســى
د سیمه يیزپرمختګ لپـاره زميـنه برابرول
بانک د پورتنيو موخو دلاسته راوړلو لپاره لاندې دندې سرته رسوي:

دپـورونه ورکړه
فني مرستې
بلاعوضه مرستې
پانګــونه

د اسيا پراختيايي بانک يوه مرکزي او ٢٦ نورې څانګې په غړو هېوادونو کې لري د اسيا پراختيايي بانک رئيس د پنځه کلونو لپاره د حکامو د شورا پر اساس ټاکل کيږي افغانستان په کال 1966زېږديز کال کې د دغه بانک غړيتوب تر لاسه کړ.

افغانستان او د اسيا پراختيا يي بانک: افغانستان د اسيا د پراختيايي بانک له تاسيس سره سم غړيتوب ترلاسه کړ چې په کال 1970زېږديز کې د لومړي ځل لپاره 5.15 ميلونه ډالرو په اندازه د کرنې د پرمختګ لپاره پور واخيست. له 1979-2002 زېږديز کال پورې په افغانستان کې د جګړې له کبله د بانک فعاليتونه په موقت ډول بند شوي وو او د شوروي اتحاد د پوځونو د موجوديت په وخت کې هندوستان د افغانستان د څوکۍ استازي توب کاوه. د طالبانو د حکومت له رانسکورېدو وروسته دغه بانک يو ځل بيا په افغانستان کې خپل فعاليتونه پيل کړل.

د اسيا پراختيايې بانک د بلاعوضو مرستو په لړۍ کې د بادغيس سړک جوړول د 176ميلونو ډالرو په اندازه، 60 ميليونه ډالر د پانګونې د زمينې برابرولو لپاره، د ښوونځيو جوړول، د مشاورينو استخدام، د سوداګريزو قوانينو ترتيبول،د سړکونو جوړول د افغانستان له لارې د ګازو د نلليکې سروې، د افغانستان حکومت په 2003زېږديز کال کې د اسيا پراختيايي بانک ته وړاندېز وکړ چې په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته پراختيا ورکړي تر څو مفديت لوړ شي، چې دغه وړانديز د بانک له خوا ومنل شو او خپلو فعاليتونه ته يې پراختيا ورکړه او پورونو ( حمل و نقل، انرژي، کرنه، د اوبو سيستم او د چاپيریال د ساتنې) په برخه کې ورکول پيل کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.