975991_489910317729761_1998889944_o

د ازاد بازار نه کنترول ستونزې زیږوي

لیكوال: روح الله وفا

مخکې تردې چې د ازاد بازار په اغېزو خبرې وکړو، ښه دا ده چې لومړی د بازار په اړه معلومات وړاندې کړو، د بازار ډولونه وپېژنو او بیا به یې پر اغېزو او تاثیراتو خبرې وکړو:

په اقتصادي سیستم کې درى ډوله بازار لرو: ۱- مرکزي پلانیزه سیستم، ۲- مختلط یا ګډ سیستم ۳- او ازاد بازار.

په مرکزي سیستم کې پلان جوړوونکي، پلان ورکوونکي او پلان تطبیق کوونکي مرکزي اداره یا دولت دی، ټول اقتصادي نظام د تولید پر وسایلو د دولتي او کوپراتیفی مالکیت پر بنسټ ولاړ وي، په مرکزي سیستم کې ټولې کړنې او اقتصادي چارې د ټاکلی مېتود له مخې د دولت د پلان جوړولو د مرکزی ارګان په واسطه پلانیږی او د عملي کولو چارې، وسیلې، ذخیرې، سرچینې او کړنلارې هم د ټاکلو حقوقي امرونو او ادارو په شکل لاندینیو اړونده دولتي او کوپراتیفی ادارو ته لیږدول کیږي. دولتي او کوپراتیفي اقتصادي واحدونه له پاس لوري د ورته ټاکل شوو دندو په عملي کولو کې قانوني مکلفیت لري. هر اقتصادي واحد د خپله ترلاسه شوي پلان په تطبیق مکلف دی، د څیزونو بیې، پېر او پلور د دولت لخوا وړاندې کیږي، ښاروالي او یا ټاکلې اداره هر هغه څوک چې نرخونه یې لوړ وي مجازات کوي.

په مختلط سیستم کې بیا دولت اوخصوصي سكتوردواړه ونډه لري، ډېری وخت بازار د خصوصي سکتور له خوا په مخ روان وي، خو دولت په کې هم له خصوصي سکتور سره برابره ونډه اخلي، او هم په ځینو مواردو کې دولت بازار مخ ته بیايي خو په ورته شکل او بڼه خصوصي سکتور هم پکې فعاله ونډه لري.

ازاد بازار هم څو ډولونه لري، دوه یې دلته ذکر کوم، چې یو لیبرال ازاد بازار دی او بل سوسیال ازاد بازار، خو دلته موږ په مجموع کې په ازاد بازار بحث کوو، ځکه چې زموږ په هېواد کې یې بڼه نه ده معلومه یوازې نوم یې ازاد بازار دی خو په اصل کې په هېڅ چوکاټ کې نه راځي یوازې او یوازې د ازاد بازار په نوم شتون لري.

دا چې په ازاد بازار کې دولت د هېڅ ډول مداخلې حق ځانته نه ورکوي، په دې مانا چې تجاران او په بازار پورې اړوند دخیل لاسونه څه وغواړي هغه ترسره کولای شي، ځکه خو په هېواد کې ازاد بازاد د مافیايي کړیو په لاس کې دی، په هر ډول چې وغواړي خپلې ګټې په خلکو تحمیل کړي، کولای شي، هېره دې نه وي چې ازاد بازار په ډېرو هېوادونو کې د خلکو د اقتصاد د پیاوړتیا لامل ګرځيدلی، خو زموږ په هېواد کې د ازاد بازار نوم ډېر تاوانونه رامنځ ته کړي.

لومړی: دا چې په ازاد بازار باندې څارنه او کنترول نشته د بازار ټولې واګې د اقتصادي مافیا په ولکه کې دي، نرخونه ورځ تر بلې لوړیږي، او خلک مجبور دي چې د اړتیا وړ څیزونه په هغه بیه وپیرې کوم چې یادو سوداګرو ورته ټاکلې. په ازاد بازار کې قیمت د عرضې او تقاضا په اساس ټاکل کیږي، کله چې نرخونه ټیټ وي نو د همدې تجارانو لخوا انحصار کیږي، کله چې په بازار کې عرضه کمه شي نرخونه لوړیږي، چې دا حالت د اقتصادي مافیا د چاغښت اخري حد دی.

دویم: د ازاد بازار د نه څارلو له امله، تجار طبقه هڅه کوي چې د لا ډېرې ګټې او په بازار کې د ونډې لرلو په موخه د توکو کیفیت ته بدلون ورکړي، ډېر سوداګر تولیدي کمپینو ته کیفیت خپله ټاکي او ارډر ورکوي چې په دې کیفیت مواد ماته په دومره اندازه توکي تولید کړه، نوموړی سوداګر بې له دې چې پوښتنه ترې وشي دا توکي هېواد ته واردوي او په خلکو یې پلوري، د یادولو وړ ده چې د نورم او ستندرد اداره شتون لري خو هڅې او کاري چارې یې په نشت حساب دي.

دریم: د ازاد بازار د نه کنترول له امله، سوداګر هڅه کوي چې د ځینو توکو وزن کم کړي، او په کم کړي وزن یې په پوره قیمت پلوري، بې له شکه چې ډیر سوداګر له توليدي کمپنیو سره قرارداد لاسلیکوي چې ماته په فلاني جنس په دومره اندازه کم او تولیده کړه، دا چې تولیدي کمپنۍ هم دا کړنه د دې لپاره ترسره کوي چې بهر ته صادریږي، تولید کړي توکي بې له دې چې وتلل شي او د دقیق وزن پوښتنه یې وشي مارکیټ ته راځي او پلورل کیږي.

څلورم: د ازاد بازار له وجهې په هېواد کې شته توليدي کمپنۍ له سکوت سره مخ کیږي، دا ځکه چې صادرونکي هېوادونه د خپل مارکېټ د لاسه نه ورکولو لپاره، ورځ په ورځ مارکیټ څاري او د ورځې د څار په اساس مالیه وضع کوي چې له یوې خوا یې تولید کړي توکي صادر کړي او له بلې خوا یې د مارکیټ ولکه له لاسه ونه وځي، بلې له شکه چې دا عمل کورنۍ تولیدي کمپنۍ له ناکامۍ سره مخ کوي.

پنځم: د ازاد بازار ترنامه لاندې فقیران د فقر په لوري او بډایه د لا بډایه کېدو په لوري ځي، چې له امله یې غیر عادلانه وېش رامنځ ته کیږي، ځکه ازاد بازار د بازار داسې یو ډول دى چې خصوصي متشبثين د تقاضا او عرضې پر اساس په خپله خوښه او د خپلو معيارونو له مخې نرخونه ټاكي، چې په دې اساس یې ټولې پیسې د دوی جیبونو ته ځي.

شپږم: د ازاد بازار او د دولت د نه مداخلې له امله په هېواد کې د تولیدي کارونو کار په ټپه دریږي، ځکه خو ټول اړین توکي مصرفي او وارداتي وي، تولیدي کمپنۍ نه تشویق کیږي او هم تولید ورته په لوړه بیه پریوځي چې له مخې یې له سکوت سره مخ کیږي.

اووم: په مارکیټ کې د دولت د پلان نلرلو په صورت هغو کارونو ته ډیره پاملرنه کیږي چې په مصرفي توکو بنا وي، د مثال په ډول هوټلونه ډیر لکه چې وینو یې، ځکه مصرفي توکي په ډېره زیاته اندازه هېواد ته راځي، خپله د تولیدي کارونو ته ډیره توجه نه کیږي، نو ددې لامل کیږي چې هېواد له اقتصادي بحران سره مخ شي.

ورته نورې زیاتې اغیزې هم لري، چې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی، په دې هیله چې مسؤل چارواکي د ازاد بازار د څارنې لپاره قانون پلي کړي او هم ددې بازار د څارنې او کنټرول لپاره یوه تخنیکي او مسلکي کمېټه رامنځ ته کړي، چې تر یو څه بريده دا ستونزې راکمې شي.