13710446_1032032616872980_1958694505334288279_o

د ارګ کرمی – شهرت ننګيال

دا لیکنه سرخط ورځپاڼې خپره کړې

شمشاد له ښاغلي خپلواک سره د ځانګړې مرکې له‌پاره دومره تنده او تلوسه پارولې وه چې زما په ګډون یې ډېر تږي نږدې په جل وهلي وو.

خو له جل وهلې تندې او تلوسې سره زما د دغې مرکې د لیدو/اورېدو نصیب نه و.

که څه هم شمشاد دغه مرکه په وار وار خپره کړې، خو زه یې بیا هم د لیدو، اورېدو هماغسې جل وهلی ګرځم.

دا له دې امله نه چې ما ګنې د پخوا په څېر په کاله کې ټلوېزیون نه درلود، یا لکه په کلي کې مې د طالبانو له ډاره ټلوېزیون نه‌شوای کتلای.

زه اوس ټلوېزیون او کېبل دواړه لرم، خو بدنصیبي دا چې له ډېرې لېوالتیا سره مې مرکه و نه‌شوای کتلای.

مرحوم ممتاز مفتي کاږي چې د بل چا نه، د خپلې مېرمنې له لاسه یې په خلاص مټ او ډاډه زړه قران‌کریم نه دی تلاوت کړی.

د ده په خبره، زړه یې غواړي پر کټ اوږد غځېدلی وي، تر بالښت لاندې قران‌کریم را واخلي، پاڼه پاڼه یې ولولي او چې خوب پرې ورشي، بېرته یې تر بالښت لاندې کښېږدي، خو دا کار د خپلې مېرمنې له لاسه نه‌شي کولای.

دلته د ملا له فتوا خوندي دی، خو د مېرمنې د فتوا توره یې پر سر دومره تېره ځړېدلې چې ځان نه‌شي خوځولای.

مرحوم مفتي کاږي، کله چې مې په دغسې مینه او تلوسه قران‌کریم را اخیستی او په کټ کې مې پاڼې پرانیستې، د مېرمنې د تکفیر غشي را باندې وورېدلي، ځکه خو مې تر اوسه په ډاډه زړه د قران‌کریم د تلاوت هغسې خوند چې زه یې غواړم نه دی موندلی.

د خپلواک د مرکې په اړه زه هم لکه ممتاز مفتي د مېرمنې په غضب اوښتی یم.

کله چې د ښاغلي خپلواک څېره د ټلوېزیون پر هېنداره رادبره شي، زما مېرمن بلکې ټوله کورنۍ پړوني غاړې ته واچوي او په داسې ښېراوو خوله خلاصه کړي چې ما د ښېراوو په ټرمینالوژي کې تر دې وخته نه دي اورېدلې، داسې لکه نوې یې د ده له‌پاره کشف او اختراع کړې وي.

ځکه خو زه ژر چینل واړوم چې هسې نه د ښېرا د قبلولو وخت وي او دغه ځوان خدای مه کړه…

د خپلواک ګناه دا ده چې ده زما او د کورنۍ پاچاهي ړنګه کړې، بلکې پوره یو کال یې بې‌موجبه د تورو نخودو پر لالهاندي اړولي یو.

پر ده د کودتا تور دی، کودتا که په ترکیه کې وي، که په عراق یا افغانستان کې سزا یې یوه ده. د ده له لاسه زه او زما کورنۍ د کابل د دوو نیمو کوټو بندیوان شوو.

د کلیو مېرمنې که نور حقوق لري که نه، خو په غوا او چرګه کې یې حق نغد او د کلمې په بشپړه مانا خوندي او کره دی چې ديکتاتور خاوندان هم د مېرمنو دغه حق نه‌شي ننګولای.

چې سړې شړومبې یې څښم پر وخت د اوړي
پاچاهي د اورنګزېب ده زما غړکه

غوا او چرګه په کلیو کې د مېرمنو نغد بانک دی، دا هغه چانس او فرصت دی چې له یوې مخې پرې د مېرمنو منګول ښخه ده او نارینه دوی ته په کتو اړ دي.
خوشال بابا هم غړکه د اورنګزېب پاچاهي ګڼلې.

دغه ښېرا ډېری د ماشومانو له امین سره د یوه زوږ په بڼه راپورته شي، ځکه خو ما نه غوښتل د ښاغلي خپلواک د یو ساعته مرکې په اوږدو کې د اوو اتو تنو خولې پر ښېرا او امین بېرته اوسي.

زه دباندې خبرې کور ته نه راوړم، ۹۹ سلنه خبرې له ځان سره پټې ساتم، خو د خپلواک د تورو نخودو لالهاندي داسې وه چې له بده‌بخته باید لومړی ورځ مې په کور کې راپورته کړې وای.

زما زیان د چرګې، غړکې او غوا په کچه نه دی، دا دویم وار دی چې زه له کتابونو پر محرومیت محکوم شوی یم. لومړی د ډاکټر نجیب الله د رژیم په نسکورېدو په کابل کې د جنران دوستم ملېشو پر دغه محکومیت واړولم، دویم وار خپلواک راته ګلم جم وګرځېد.

بل زیان دا چې د مودو نیولې روژه مې د ده له لاسه لکه کارغه په غولو ماته کړه.

مېرمن مې وایي؛ موږ لندن د خوسا کابل له‌پاره نه وو پرېښی، د کلي او دروازې له‌پاره مو لندن ته شا کړه. زه وایم، زما هم له کتابو پرته په لندن کې شپه نه‌شوای تېرېدلای.

– وایي له کتابونو ښه شوې چې خلاص شوې.
– بیا خو لږ په ښېرا کې تخفیف راوله؟
تخفیف نه وي چې نوره هم خوله خلاصه کا…

زه تر اوسه د خپلواک د مرکې له لیدو محروم یم، دغه محرومیت زما د محرومیتونو لړلیک نور هم وغځاوه، لا مې هم دغه سودا ختلې نه ده.

د سرکار مجموعي شاخص یا مشخصه درواغ دي، خو ټول درواغ ګټور نه‌شي راختلای، ډېری د ویونکي او سرکار دواړو د پوزې پېزوان ګرځي.

خو ښاغلی خپلواک درواغ له دغسې ذلت او رسوایي ژغورلي، د درواغو د سولوړي پاڼه یې را اړولې ده.

ځکه خو د ده درواغ زما خوښ دي، ما ته خوند راکوي، د ده درواغ د سپین‌سترګي نه دي، ډاډ، صداقت، او جذبه د ده د درواغو ځانګړنه ده. دا په درواغو کې نوې تجربه، لاس ته‌راوړنه او اجتهاد دی.

که درواغ په هنر او مهارت و نه ویل شي افتضاح ترې جوړېږي، خپلواک درواغ له افتضاح ژغورلي دي.

دغه هنر د ارګ تر ټولو باصلاحیته چارواکی ګرځولی. که څه هم د خلکو خولو ته د ښاغلي اتمر نوم لوېدلی، خو په حقیقت کې خپلواک د ولسمشر غني پر رګونو ورننوتلی دی، یوازې رګو ته نه، پر اعصابو یې هم منګولې لګولې دي، له همدې ځایه د ارګ پر کرمي مشهور دی.

ده چې په څومره ولوله پخواني ولسمشر ته درواغ ویل په همدومره حرارت اوسني ته درواغ بادولای شي.

نه چېرې له ستوماني سره مخامخ شوی، نه یې کله نهیلي سترګو ته درېدلې او نه هم د پښېماني له احساس سره لاس و ګرېوان شوی دی.

دا بیا بېله خبره ده چې د ده له لاسه ارګ وخت پر وخت له ډېرو سره پر شر او فساد هم اوښتی. هغسې څاګانې یې شکولې چې تر ټولو زیاته د ولسمشر مخه او لاره پر هغې ور برابره شوې ده، ځکه خو د ده له خوا د اوو نغریو د ایرو ګډولو او بادولو د ولسمشر سترګې ډکې دي؛

کرمیه غم به نه وي، غم به راوړې.