12742271_946912935362828_3206347985217676719_n

د اروپا پر هېوادونو د کډوالو اقتصادي او سياسي اغېزې

لیکوال : ډاکټر محمدآجان مرزی

سريزه

تېر کال لوېديځې اروپا په ځانګړې توګه آلمان ته له افغانستان، عراق، سوريې، ځتيځې اروپا او ځينو نورو بې وزلو هېوادونو تر يوه ميليون زيات کډوال راغلل. د لوېديځو هېوادونو پام د کډوالو له راتلو وروسته يو ځل بيا د بې وزلو او جګړې ځپلو هېوادونو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو ته ورواوخت. د حکومتونو او وګړو په کچه بېلابېل بحثونه رامنځته شول.

ځينې هېوادونو لکه هنګري، پولند او چک يا د دې کډوالو له مننې او هغوی ته له پناه ورکولو ډډه کوي او يا هم يوازې د مسيحي محدودو کډوالو د منلو ژمنه کوي. په داسې حال کې چې آلمان، اطريش او سويدن زيات شمېر کډوال ومنل او هېواد ته د ننوتلو اجازه يې ورکړه.

له دې امله په ځانګړې توګه د آلمان صدراعظمه انګيلا ميرکل په خپل ګوند کې د ننه او هم د ځينو نورو ګوندونو او وګړو، په ځانګړې توګه د سخت دريزه کړيو له خوا له زيات مقاومت او نيوکو سره مخ شوه.

خلک د کډوالو په وړاندې له يوې خوا د مرستې کولو زياته اندازه چمتووالی ښکاره کوي او له بلې خوا افراطي ښي اړخه ګوندونه او سازمانونه د دې کډوالو په وړاندې د نه منلو او شديدو عملونو غبرګون ښېي. د تېرو څو مياشتو په لړ کې په آلمان کې د کډوالو پر زيات شمېرهستوګنځايونو د اوراچونې او نور بريدونه ترسره شول چې له ښې مرغې يې تر زياته حده يوازې مالي تاوانونه رامنځته کړل.

پوښتنه دا ده چې آيا دا کډوال پر نوموړو هېوادونو يوازې مالي فشار زياتوي او يا دا چې اقتصادي ګټې ورته رامنځته کوی؟ زه به په خپله دې ليکنه کې زيار وباسم چې دې پوښتنې ته ځواب ترلاسه کړم.

لنډيز
په ځانګړې توګه ښي اړخه ګوندونه او سازمانونه په دې آند دي چې کډوال د لوېديځو هېوادونو د استخدام پر بازار فشار زياتوي، د کورنيو اوسيدونکو لپاره د کار په بازار کې د سيال په توګه عمل کوي، له ټولنيزو مرستو چې د وګړو د عاېداتو په تاوان تمامېږي، ګټه ترلاسه کوي او د ټولنې لپاره اضافي بار شمېرل کېږي.

خو په حقيقت کې زيات شمېر اقتصادي معتبرو ارقامو ثابته کړې ده چې کډوال لږ تر لږه په منځمهاله او اوږد مهاله توګه کوربه هېوادونو ته اقتصادي ګټې رامنځته کوي. دا ګټې هم د کار د قواوو د زياتېدو، د زياتو ماليه ورکونکو او هم د ملي اقتصاد د رغونې له مخې ارزښتناکه دي ځکه چې دا ګډوال په لمړي سر کې له دولت څخه مالي مرستې لاسه کوي او په دې توګه په کورني بازار کې توکو او خدمتونو ته غوښتنه زياتېږي.

د لوېديځي اروپا پرمختللي هېوادونه ديموګرافيکې ستونزې هم لري. په دې معنی چې په دغو هېوادونو کې د نفوسو وده ورو او آن تر يوه حده منفی ده، د زېږيدو کچه تيټه ده، د زيات عمر لرونکو برخه په نفوس کې په نسبي توګه پر لوړېدو ده او دې هېوادونو ته د کډوالو له امله په نفوسو کې د دې کسانو برخه لوړېږي. په بل عبارت به په لوېديځه اروپا کې په راتلونکو لسيزو کې د وګړو شمېر زيات کم او هېوادونه به د کار د قواوو له ستونزو سره مخ شي. څرګنده ده چې دا ستونزې به تر يوه حده د تخنيک د ودې او پرمختګ او په دې توګه د کار د مؤلديت په مرسته حل شي. خو سره له دې به هم د کار قواوو ته غوښتنه زياته وي.

په لوېديځه اروپا کې د کډوالو لګښت او ګټې

د اقتصادي څېړنو لپاره د آلمان د ifo انستيتوت د سنجونې له مخې به د کډوالو لپاره د آلمان ټول لګښت په کال کې ۲۱،۱ ميليارده يورو وي (فوکوس آن لاېن مني، ۲۰۱۵). دا رقم کابو د افغانستان له کلنۍ بودجې سره مساوی دی. د ځينې نورو اقتصاد پوهانو د محاسبې له مخې به دا لګښت په کال کې اوولس ميليارده يورو وي (دي وېلت، ۲۰۱۵). د آلمان ايالتونو په ۲۰۱۶ کال کې د کډوالو لپاره کابو ۱۷ ميليارده يورو بودجه پلان کړي ده (فوکوس آن لاېن، ۲۰۱۵)

د ځينو شننو پر بنسټ به کډوال د پنځو او شپږو کلونو په لړ کې وکولای شي چې د کار په بازار کې ګډون وکړي. د دې خبرې په پام کې نېولو سره به د کډوالو لګښت په راتلونکو کلونو کې نور هم زيات وي. خو باېد يادونه وشي چې له يوې خوا د کډوالو په ډله کې په ځانګړې توګه له سورېې څخه زيات شمېر مسلکي کسان موجود دي چې له لنډې مودې وروسته د کار بازار ته شامېلېدلای شي او له بلې خوا د ځينو شرطونو له پوره کولو وروسته غېر مسلکي کسان هم په هغو چارو کې بوختېدلای شي چې زياته اندازه مسلکي زده کړو ته اړتيا نلري.

خو مخکې چې پر دې حقيقت خبرې وکړو باېد ووايو چې د اروپا د ټولنې ټول هېوادونه د آلمان په شان مالي توان نلري چې کډوال ومني او هغوی ته د ژوند سم شراېط برابر کاندي.

د اروپا په ټولنه کې د غړو هېوادونو د ودې کچه له يوه او بل سره زيات توپير لري. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۳ ميلادې کال کې په آلمان کې سرانه عايد ۴۲۶۲۰ ډالر و په بلغاريا کې ۱۵۲۲۰ ډالر او په رومانيې کې ۱۸۴۲۰ ډالر و. له همدې کلبله د اروپا د ټولنې زيات شمېر هېوادونه د کډوالو له منلو ډډه کوي. په همدې دليل د اروپا په ټولنه کې پر غړو هېوادونو د کډوالو د وېشنې وړانديز د زيات شمېر هېوادونو له خوا ونه منل شو. دا هېوادونه په ځانګړې توګه د ختيځې اروپا هېوادونه دي چې د اقتصادي ودې کچه يې ټيټه ده، له بهرنيو وګړو سره د ګډ ژوند تجربې نه لري او د اسلام په وړاندې متعصب دريز ښکاره کوي.

د ځينو نورو اروپايي هېوادونو لکه آلمان ملي اقتصاد به چې په لنډ مهاله او تر يوه حده منځمهاله توګه د کډوالو له امله تر مالي فشار لاندې راشي په عين وخت کې به ګټې هم ترلاسه کړي. په دې اړه يوه لويه اقتصادي غېرمستقيمه ګټه د عامه سکتور د لګښتونو زياتېدل دي.

عموماً په عامه سکتور کې د انبساطي بودجې له لارې زيات دولتي لګښت د اقتصاد د رغېدو لامل ګرځي او اقتصادي وېجاړتيا پر مهال کار ترينه اخستل کېږي. همدا اوس د اروپا مرکزي بانک هره مياشت په ميلياردونو يورو بازار ته وړاندې کوي تر څو اقتصادي کړنې وده وکړي او اقتصاد د رکود له حالت څخه وژغورل شي. هېوادونه باېد د کډوالو د خوراک، پوښاک او هستوګنې لپاره شونتياوې برابرې کاندي او لګښت وکړي. له دې سره جوغت په ملي اقتصاد کې مجموعي تقاضا يا غوښتنه زياتېږي، چې په خپل وار د توليد او استخدام د زياتېدو لامل ګرځي. په دې توګه د هېوادونو ملي اقتصادونه په لنډ مهاله توګه هم له کډوالو ګټې ترلاسه کوي. همدا اوس هم زيات شمېر تصدی د کډوالو له استخدام سره لېوالتيا ښکاره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.