015788720_30300

د ادبي متن د تشخيص پينځه لارې – اجمل ښکلی

ژوليا کريستوا په ۱۹۴۱ کې زوکړې او د بلغاريې ده، چې فرانسې ته راغله، ادبيات يې ولوستل او تدريس کړل. نوموړې په لومړيو کې د هغه وخت د مارکسيزم او فرويديزم له واکمنو جريانونو اغېزمنه شوه.

ژوليا کريستوا د رغښت او جوړښت له مخې د ادبي ماهيت د تشخيص هڅه کړې ده او ځينې معيارونه يې په ګوته کړي، چې له مخې يې ادبي متن پېژندلی شو.

” د کريستوا کار د ادبي او طبيعي ژبې له توپيره کېږي. کريستوا هم په دې اند وه ، چې ادبي ژبه له محدودو ګرامري قاعدو پښه اړوي اونامحدودې ژبنۍ نښې کاروي. د ژبې دا دويمه بڼه له صرفي، نحوي او معانيزو زولنو راوځي يا به داسې ووايو، چې ادبي متن دوه ځانګړنې لري، له يوه پلوه د ورځنۍ ژبې په قاعدو پورې تړلې ده، له بله پلوه د همدې قاعدو په ماتولو پسې يې رااخيستې ده؛ نو پر دې بنسټ ويلی شو، چې د ادبي متن په ليک و لوست کې دوي شيان همماله موجود وي، چې يو د ورځنۍ ژبې د قاعدو مراعات او بل د همدې قاعدو مخالفت دی، په همدې وخت کې “آر متن ته نااشنا متن ورننوځي” يا به داسې ووايو، چې پنځګر غواړي، چې ځانګړې ژبه، چې پر ده مسلطه ده، وکاروي؛ خو همدا کار يې د قاعدې تابع کوي. په ورته وخت کې پنځګر دا هڅه هم کوي، چې قاعدې مراعات کړي؛ خو په ادبي کار کې د قاعدو ماتول اړين دي، نو ترې ماتې شي. د پنځګر هڅه دا وي، چې د ژبې مهار په خپل لاس واخلي؛ خو دی پوه هم نه وي او د ده مهار د ژبې په لاس کې وي. که دی يې پر وړاندې مقاومت وکړي؛ نو چې څه يې ليکلي، هغه به د لومړي ټولګي د ماشوم ليک وي، چي املا به يې سمه وي؛ خو ادب ورته نه وايو”(۱: ۳۲۶)

د رغښتوالو په اند له متن نه بهر داسې پرېکنده اصول نشته، چې پر هر متن يې تطبيق کړو او هغه متن راته تعريف کړي، ځکه هر ادبي متن په عادي ژبه کې يو نااشنا څيز دی، چې راننوتی دی نو هر متن خپلې درونې، بېلې، مخالفې او آن متضادې ماناوې لري؛ خو پخپله د ادبي متون ترمنځ داسې مشترکات او توپيرونه شته دي، چې موږ ته د خپل يوه جز يعنې يوه ادبي متن ادبي ماهيت ښوولی شي.

متن راته لوستونکی تعريفوي. د لوستونکي ذهن د خپلو ادبي تجربو او مطالعو ټولګه او پر همدې بنسټ د ادبي ماهيت لپاره تعريف لري، چې پر هر ادبي متن يې تحميلوي. د رولان بارت خبره ده: ” زه هغه (زه) نه يم، چې تر متن مخکې وم. کوم (زه) چې له متن سره مخ شوی دی، هغه پخپله د لوستو متونو مجموعه ده، د بې شمېره او ورکو نښو کل دی”.

ژوليا کريستوا د ادبي متونو د شناخت لپاره پينځه آرونه په ګوته کړي، چې د پرتلې پر بنسټ يې د يوه متن د ادبي ماهيت په اړه پرېکړه کولی شو:

۱- ټولنيز واقعيتونه

۲- فرهنګ يا د يوې ټولنې ګډه پوهه، چې ټولو ته يو ډول حقيقيت ښکاري.

۳- د ژانرونو ترمنځ توپيرونکي اصول

۴- له ورته متونو سره پرتله
۵- پخپله د هغه متن داخلي پېچلی ترکيب او د بېلابېلو عناصرو ترمنځ يې تړاو

۱- ټولنيز واقعيتونه يا واقعي نړۍ هغه ده چې د چنلدونو او ټکرونو له امله پکې پېښې رامنځته کېږي او موږ د خپلو تېرو تجربو، واقعيتونو او ټولنيزو قردادونو پر بنسټ ترې مانا اخلو او په اړه يې پرېکړه کوو.واقعي نړۍ که چلندونه رانغاړي، هنر د دې واقعيتونو غبرګون دی. که پر عکس العمل ځان پوه کوو، د عمل پېژندل اړين شي. له واقعيت سره پرتله راته د متن داخلي واقعيت راپېژني، هغه انحراف راته مانا کوي، چې متن له واقعيت نه کړی دی.

د سعود د غزل دوه بيته دي:
دلته هر سړی د بل غوندې لیوه و
ځان چې چا د چا نه نه ساتلو نه و
پوهیدمه چې قصدن دې رالیږلی
شوخه یاره په ډوډۍ کې دې ویښته و

د دې دواړو بيتونو ادبي ارزښت راته خپل واقعيتونه ټاکي، چې رښتيا هم نننی انسان د بل قاتل دی، بل خوري او چې څوک له بله ځان نه ساتي، نه وي، نو د خپل ژوند د بقا لپاره د اوسنۍ واقعي نړۍ د دود له مخې بايد بل ووژني، چې د هغه په وينو او نشت وپايي. په دويم بيت کې له واقعيته انحراف وينو. د منطق او بيا د پښتني کلچر له مخې دا کار ډېر ممکن نه ښکاري. ښايي د سعود يوه بله سيمبوليکه مانا وي، خو په لومړي نظر ترې موږ همدا مانا اخلو؛ نو پر دې بنسټ ويلی شو، چې لومړی بيت له واقعيت سره د توافق او دويم د مخالفت له لارې پېژنو.

۲- فرهنګ د يوې ټولنې ګډه پوهه ده، چې فرد ته د نړۍ په اړه ذهنيت ورکوي. هر متن زموږ له ګډې پوهې يا فرهنګ سره متناسبه او متضاده اړيکه لري. هنر زموږ د ګډې پوهې په پراخولو کې مرسته کوي. يو وخت به چا د چينار او د خپل يار د قد ترمنځ مشابهت موندلی و، اوس چې چينار ووايو، مخاطب پوهېږي، چې مراد مو لوړ قامت دی. ښايي متضاده بڼه يې هم وکاروو، يوه مندري(ټيټ قامتي) سړي ته هم په خندنيو چيناري ووايو؛ خو مخاطب متضاده مانا هم د فرهنګ پر بنسټ اخلي. د عصمت قانع په (د منار خوا ته) کې د (اغا لالا) په کيسه کې لولو:
“زما پر دغه نااړامه شډل پډل اکا باندې زما ادې د خپل واده پر درېيمه ورځ د شازاده نوم ايښی و”(۳: ۱۰)

(زما ډآيري) د زيتون بانو د کيسو ټولګه ده. په ټولګه کې د (ټي کس) په نامه يوه کيسه ده. په کيسه کې يو ځای راغلي: “هن!! ته به وايې، چې عن د ده د کوره خوري. بچي الله ورکړي دي.هلکه! ستا ولې په زړه تياره راځي. رېزګاري ورسره زياته ده. هن!!!
هغه د ځان سره په اوچت اواز وغړمبېده او ما د هغې نه پوښتنه وکړه:

خورې!! ستا د خيره څو واړه دي؟ هم دغه دي که…؟
نه خورې! هم دغه مال د خدای دی….”(۲: ۲۳)

په دې دواړو بېلګو کې که له پښتني فرهنګ سره اشنايي ونه لرو، ډېر شيان به يې راته مهم وي. د عصمت قانع په بېلګه کې د (نااړامه شډل پډل) د زيتون بانو په بېلګه کې د (ته به وايي چې عن د ده د کوره خوري. هلکه، ستا ولې په زړه تياره راځي. په اوچت اواز وغړمبېده، مال د خدای دی) مانا راته هله واضحه شي، چې له پښتني فرهنګ سره اشنا وو او دا راته معلومه وي، چې پښتانه دا بېلګې کله او په کوم ځای کې کاروي. د ولسي ژبې(تکيه کلامونو، څرګندنو، اصطلاحاتو، متلونو او…) د ادبيت قضاوت راته خپل فرهنګ راکوي، چې که ولسي ژبه وکاروو، مطلب، د سبک د غير رسمي کولو هڅه کوو، چې دا کار ادبي ارزښت لري. همدغسي د ادب د ايجاد په موخه له ولسي ژبې انحراف هم د خپل فرهنګ پر بنسټ مانا کولای شو او پر همدې بنسټ يې په ادب کې شمېرو.

زيتون بانو د خپلې کيسې نوم بېل ليکلی، ځکه که (ټيکس) وليکي، بيا ترې د ماليې مانا اخلو؛ خو (ټي کس) د پېښور پښتانه (ټکټ) ته وايي. په (ټي کس) د (ټکټ) تلفظ هم فرهنګي اړخ لري.
د سعود د غزل دوه نوربيتونه:

چا به څه وې چا به څه وې چا به څه وې
څوک به څه و څوک به څه و څوک به څه و
ستا بیدارو سترګو اوښکې تویولې
او تصویر دې په هېنداره کې ویده و

په لومړي بيت کې (چا به څه وې) او په دويم بيت کې په (هېنداره کې د تصوير ويده کېدل) د خپل فرهنګ پر بنسټ تعريفولای شو، چې لومړۍ فقره هغه غيبت او خبرو ته اشاره ده، چې پښتانه يې په يو بل پسې کوي او په دوېمه کې په هېنداره کې د تصوير بېغمۍ ته اشاره ده، چې د خپل فرهنګ له مخې رامعلومېږي.

۳- د ژانرونو ترمنځ توپيرونکي اصول: د بېلابېلو ژانرونو هغه اصول چې يو ژانر پرې له بله بېلېږي.څوک چې ادب پنځوي، لومړی له دې پوښتنې سره مخېږي، چې زه کوم په ژانر کې خپله خبره کوم، غزل ليکم، قصيده ليکم، ازاد نظم ليکم، کيسه ليکم، سفرنامه ليکم، که طرحه ليکم. ادبي ژانرونه د پخو سرکونو غوندې دي، چې پنځګر ته د ادب پنځول اسانوي. ادبې ژانرونه له ادبي ماهيت او د ادب له موضوع نه په اسانه نه بېلېږي. کومه خبره چې په سفرنامه کې کېږي، هغه په لنډه کيسه کې نه وي شونې، ځکه له سفرنامې نه موږ د رښتياوو توقع کوو او له کيسې نه د خيال. له غزله د بيتونو د تنوع او ايجاز تمه کوو او له ازاده نظمه د تفصيل.

يو متن چې لولو، د لوستونکي په توګه زموږ ذهن ته هم لومړۍ پوښتنه دا راځي، چې څه لولم؟ غزل لولم؟ که مثنوي، که ادبي ټوټه، که ناول؟ او بيا ورسره همغسې چلن کوو. د شاه سعود د غزل د لوست پر وخت د کيسې اصول يو اړخ ته ږدو او رومانيت، مطلع، مقطع، همڅپيزتوب، مضمون، خيال، له واقعيته شاعرانه انحراف او نور پکې لټوو او په دې توګه هڅه کوو، چې مخې ته پروت د شاه سعود د غزل متن ځان ته تعريف کړو او ابي ماهيت يې تشخيص کړو، چي څنګه غزل دی، ښه دی که نه او څومره ښه دی؟

۴- له ورته متونو سره پرتله: د يوه متن د ادبي ماهيت په اړه د لوستونکي پرېکړه له ورته متونو سره د دې متن پرتله هم ده. دا طريقه راسره د يوه پنځګر د سبک په پېژندلو کې هم مرسته کوي. يو متن چې لولو، په ذهن کې د ورته متونو په اړه زموږ موجود پوهه راباندې مسلطه وي. د شيدا شاعري چې لولو، د حميد په ګډون مو د هندي مکتب د ټولو شاعرانو شاعري، چې د شيدا شاعرۍ ته ورته ده، په ذهن کې وي، چې په دې مکتب کې طبيعي ژبه، طبيعتپرستي، تناسب، مدعاالمثل، ارسال المثل او ابهام او د نوخطو د ښايستونو ستاينه وينو. که د شيدا سبک راته حميد او د هندي مکتب نور شاعران رايادوي؛ نو د پوليسي کيسې د لوست په وخت راته نورې پوليسي کيسي رايادېږي، چي څرنګه يوه پېښه له پای پيلېږي او په پيل ختمېږي، جنايت پکې څومره مرموز وي، پلټنه پکې څنګه روانه وي او له ښکېله کرکټره لوستونکی د انکار تمه کوي. د ساينسي کيسو يا ساينسفيکشن د ادبي ماهيت په اړه پرېکړه د ورته کيسو پر بنسټ کوو، د ساينس او خيال امتزاج وي پکې، په ساينسي اوزارو پکې ناشونې کارونه کېږي.

د شاه سعود د همدې غزل په شناخت کې راسره د هغو شاعرانو غزلونه مرسته کوي، چې د شاه سعود غوندې شاعري کوي.
۵- پخپله د هغه متن داخلي پېچلی ترکيب او د بېلابېلو عناصرو ترمنځ يې تړاو: د يوه ادبي متن د تشخيص بله مهمه ځانګړتيا ده. د رغښتوالو د تعبير پر بنسټ د يوه شعر يا يوه ادبي نثر د ټولو ارکانو ترمنځ تړاو ته رغښت وايي او همدا رغښت ادبي ماهيت جوړوي. د بېلابېو ارکانو ترمنځ تړاو پنځونه د يوه کل په توګه راڅرګندوي، چې هر رکن يا هر جز يې له نورو ارکانو سره په تړاو کې مانا و هنري ارزښت لري او له دې تړاو پرته يې هغه هنري ارزښت له منځه ځي. د سيد شاه سعود د غزل بل بيت دی:

دلته لمر وې سرې نیزې راکوزې کړې

هلته واورې وریدلې وې ساړه وو

په دې بيت کې لمر، واوره او ساړه سمبوليکه مانا لري او وينو، چې د عادي ژبې لمر، واوره او ساړه په ادبي پنځونه کې نااشنا يا غير عادي شوي دي او ژبنۍ نښې په نااشنا نښو اوښتې دي. د لمر د نېزو راکوزولو يا سخته ګرمي د محبت د بې اطمينانۍ يا اضطراب مانا لري او واوره او ساړه د يار د تغافل يا بې پروا طبيعت ښکارندويي کوي. سمبولونه ډېرې ماناوې لري؛ خو که مثلا؛ دا مانا ترې واخلو؛ نو پوهېږو، چې لمر، واوره او ساړه که دې ادبي چاپېرياله وباسو، سمبوليکه مانا يې زايلېږي او په عادي ژبه يا لمر او واوره اوړي. د لمر، واورې او سړو ترمنځ دا سمبوليکه ادبي مانا او ادبي ارزښت له کومه راغلل؟ دا د د غو توکيو له داخلي انسجامه او تړاوه راپيدا شول.

د سعود پر هر بيت دا پينځه واړه اصول په يوه وخت هم تطبيقولای شو؛ خو زما مطلب دا و، چې دا اصول بېل بېل درته وشنم.

د ژوليا کريستوا دا پينځه اصول راته د يوه متن ادبي ماهيت راښيي، هغه ادبي ماهيت چې د ادبي پنځونو بنسټ جوړوي؛ خو دا پينځه اصول پر هره پنځونه بشپړ نه عملي کېږي. ښايي په يوه پنځونه کې ټول نسبي موجود وي يا يې يو اړخ پياوړی او بل کمزوری وي؛ خو دا ده، چې دا پينځه اصول راته د ادبيت تصور راکوي.

ماخذونه:
۱- احمدي، بابک. ۱۳۹۱ل. ساختار و تاويل متن. تهران: نشر مرکز
۲- بانو، زيتون. ۲۰۰۹ز. زما ډايري. پېښور: يونيورستي پبلشرز
۳- قانع، عصمت. ۱۳۸۳ل. د منار خوا ته. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.