Capture

د اتلانو بې اتله وطن

په پښتنو کې چې څوک کله داسې خبره کوي‌ چې ویل یې شرم وي نو بل ورته وایي‌ چې خپله لمنه په سر مه اړوه. له بده مرغه کله کله د ځینو ناخوالو په اړه لیکل کول هم خپله لمنه پورته کول وي، خو بل پښتو متل هم دی چې وایي زړه په ژړا سپکېږي.‌ چې نه یې وایې همداسې غوټه غوټه زړه به ګرځې،‌ هرې خبرې ته به دحمید بابا په وینا له غمه خاندې.

لکه سر د پسه په اور غاښونه سپین کا
هسې ما لره له غمه خندا راشي

نن مې په ټولنیزو رسنیو کې یو خبر ولوست چې یو هزاره ځوان ذاکر حسین الوتکه جوړه کړې او لس دقیقې الوتنه یې هم په کې کړې ده. په څو ساعتونو کې زرګونو خلکو تبصرې وکړې او د هېواد د ساینس او ټکنالوژۍ اتل یې وباله.‌ نن ماښام چې مې فیسبوک خلاص کړ، بله لیکنه مې ولوسته چې “ ذاکر حسین ما هم چینایي‌ بر امد“.‌ خبره دا وه چې کوم تازه کاره ژورنالیست چېرته په فیسبوک کې لوستي‌ وو او خبر یې پرې جوړ کړی و، وروسته معلومه شوه چې د کورني‌ الوتکې مخترع کوم چینایی ځوان دی.

زه چې کله کله یوازې شم د خپل وطن محرومیتونو ته وژاړم.‌ ماته په په پښتو لنډیو او سندرو کې بلا محرومیتونه ښکاري، د خپلو چارواکو په خبرو کې راته محرومیتونه سترکګونه وهي،‌ د خپلو ملګرو لیکنو او کارونو کې راته محرومیتونه ښکاري او باالاخره خپل ولس خو مې دومره محروم ولس دی چې لوری او لودن ترې ورک دی.‌

زما د وطن خلک د ډېرو شیانو تږي‌ دي،‌ چې دغه تنده یې وخت ناوخته له ستوني‌ داسې اوازونه پورته کړي‌ چې ما او زما په څېر ډېر افغانان ژړوي.‌ زما په وطن کې حشمت خلیل کرزی او انجنیر کریم امین له طالب او دولت سره په یوه یا دوو ناستو د سولې اتلان کېږي.‌ ډاکټر فاروق اعظم په یوه وینا د محبوب مشر لقب ګټي، ګل اغا شیرزی د بازسازۍ اتلواله ګټي،‌ د سرحد سرتېري‌ ته مو خلک د مارشالۍ غوښتنه کوي.‌ لیکوال او شاعر مو چې دوه کرښې ولیکي‌ اورژبی،‌ مخکښ،‌ نوماند او نوښتګر شي.‌ له ما سره خو کله کله پوښتنه پیدا شي چې دا ولې دومره افراط کوو؟ تر لږ فکر وروسته راته خپل محرومیتونه یو یو سترګو ته ودرېږي.
زموږ ولس،‌ زموږ خلکو د ګوتو په شمار رښتیني اتلان،‌ خدمتګاران،‌ نوښتګر او محبوب مشران درلودل، اوس د هغو پخوانیو د لټون تږو ته هر سراب ولاړې اوبه ښکاري.‌ موږ که په رښتیا هم د ساینس مخترع لرلی نو هزاره ورونو ته به اړتیا نه وه چې په دروغو د ذاکر حسین په نامه د الوتکې مخترع جوړ کړي.‌ موږ که په رښتیا د سولې اتلان لرلی نو یوه او بل نه به مو د سولې موقتي‌ اتلان نه جوړول، موږ که په رښتیا هم په وطن او ولس مین مشران لرلی نو داسې به مو خپلو کې نه خوړل.

خبره داده چې اتل جوړونه او یوه او بل ته د اتل خطاب دا زموږ د محرومیتونو نښه ده.‌ زموږ زړونه یې غواړي‌ چې موږ واقعي اتلان ولرو،‌ واقعي‌ محبوب مشران،‌ مخترعین،‌ خدمتګاران، ژورنالېستان، لیکوال او شاعران ولرو، له بده مرغه چې ډېر کم یې لرو.‌ نو تر هغې چې مو په وطن کې دغه تشه وي‌ له هر موسم او هر باران سره به د مرخېړیو غوندې اتلان پورته کېږي‌ او بېرته به څو شېبې وروسته مړاوې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.