13592629_305875326411650_8578784270147147993_n

د ابن سينا سکوت

يو وخت شيخ الرييس ابن سينا بلخي په سفر ووت. د يو باغ څنګ ته ورسېده، دلته روانې اوبه او ساړه سيوري مسافر ته خوند ورکړ، وروګرځېده، اس يې په ونه پورې وتاړه، کوم خواړه چې يې ورسره اخيستي وو، له اسه يې ورسره راښکته کړل او ورته کښېناست.

یو بل کس هم په همدې لاره رابرابر شو، خر يې د ده له اس سره خورا نږدې وتاړه او په خپله په بېړه بې‌سلامه، بې‌ښه بې‌بده راغی او ده ته په خوراک ورګډ شو.

شيخ ورته وويل؛

وروره ډوډۍ خو راسره خورې، هيڅ خبره نه ده؛ مګر خر دې لږ زما له اسه لېرې وتړه، ځکه زما اس لغتې وهي، کار يې ورخرابوي.

لاروي د ده خبرې ته هيڅ ارزښت ور نه کړ، خپل خوراک ته يې ادامه ورکړه.
ابن سينا بيا دا خبره ورته وکړه، بالاخره درې ځله يې خبرداری ورکړ، خو لاروي هيڅ غوږ و نه ګراوه.

د ابن سينا اس د لاروي خر پرله‌پسې څو کاري لغتې وواه، پر ځمکه راپرېوت او مړ شو.

لاروي شور ګډ کړ، ابن سينا يې د ښار قاضي ته بوت او ادعا يې وکړه چې د دغه سړي اس يې خر وواژه.

قاضي له ابن سينا پوښتنه وکړه؛

وه مسافره! ستا اس چې داسې عادت درلود، ولې دې پاملرنه نه ورته کوله؟

ابن سينا چوپ دی، هيڅ نه وايي.
قاضي بيا پوښتنه وکړه، خو ابن سينا په ټکي خوله چوله نه کړه.

قاضي دا ځل وويل؛

د کوم ځای يې؟
ابن سينا بيا هم چوپ و.

بالاخره محکمه دې نتېجې ته ورسېده چې مسافر ګونګ دی، له سره خبرې کولای نه‌شي، مګر لاروي غالمغال جوړ کړ چې په خدای و رسول که به ګونګی وي، دغه سړي له مخه خبرې کولې، په خپلو غوږو مې واورېدې.

قاضي لاروی وپوښت؛

تا د دې سړي خبرې په خپلو غوږو واورېدې؟

ـ هو، بالکل!

ـ ښه، څه يې درته ويل؟
لاروي خوله پرانيسته؛

کله چې ما د ده ډوډۍ خوړه، په خپلو غوږو مې درې وارې دا خبره ځنې واورېده چې اس مې بد عادت لري، خر دې لږ لېرې ترې وتړه.

قاضي بله پوښتنه وکړه؛

ايا همدغه سړي درې ځله دا خبره درته وکړه؟

لاروي وويل؛

هو!

قاضي لاروي ته خوله ورواړوله، سپک سپاند يې کړ او له محکمې يې وشاړه. بيا يې له بې‌ګناه مسافره بښنه وغوښته او په اخېر کې يې ورته وويل؛
اوس خو يو سپڼ وکړه، ته څوک يې؟

زه ابن سينا بلخي يم!

په محکمه کې راغونډ خلک راټول شول، هر چا د خبرو لېوالتيا ښووه، وروسته يې په بښنه و عزت رخصت کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.