Untitled

دګټې خبرې – څنګه او چېرته دوکان پرانیزو؟

ډېری کسان، چې تقاعد کوي د دوکان جوړونې هوس ور پیدا کیږي.

بیګاه مې په یوه سریال کې ولیدل، چې د ګمرک یو مامور تقاعد کوي او غواړي د ځان او کورچلونې لپاره یو وړوکی دوکان پرانیزي. په نوره نړۍ کې د تقاعد یوځايي پیسې ورکول کیږي، خو په افغانستان کې وروستیو جګړو د تقاعدي پیسو په برخه کې ډېرې ستونزې پیدا کړې دي. دلته د تقاعد معاش میاشت په میاشت ورکول کیږي او دا امکان یې کم دی، چې سړی دې کاروبار پرې پیل کړي.

خو دوکان، داسې کاروبار دی، چې د ډېرو وزګارو کسانو زړونه ورته تخنیږي، ځکه نه یې ستوماني دومره ډېره ده او نه هم سړی له کوره پرې مساپر کیږي.

خو پوښتنه داده، چې دوکان چېرته، څنګه او په څومره پانګې پرانیزو؟

ډېر کسان یوازې وړوکی دوکانګی جوړوي، ژابلې، بسکټ او د ماشومانو سودا پکې پلوري، دا د یوه وړوکي کور لپاره کېدای شي د عاید یوه سرچینه و اوسي، خو د سترو کورنیو لپاره واړه دوکانونه کار نه ورکوي.

که غواړﺉ د دوکان له اړخه مو عواید ښه وي، لومړی باید پر خپلې پانګې غور وکړﺉ. د یوه مناسب دوکان پرانېستلو لپاره باید له تاسې سره له ۲۰۰ زرو افغانیو کمه پانګه نه وي.

په دویم ګام کې د خپل دوکان لپاره یو وړ ځای غوره کړﺉ. څلورلار، د جومات خوله، د کوڅې سر او منځ ، تر بلاکونو لاندې برخه، ټول داسې ځایونه دي، چې د مشتري په موندلو کې له تاسې سره مرسته کولای شي. هېڅ مشتري هم دې ته زړه نه ښه کوي، چې په یوه ډبي شودو پسې درېیمې او څلورمې کوڅې ته لاړ شي، داسې ځای غوره کړﺉ، چې له ټولو خواوو پرې لار خلاصه وي.

په یو ځل خپلې ټولې پیسې مه ماتوﺉ، ځکه کېدای شي دوکان مو له تمې سره ونه چلیږي. په یوه اوونۍ کې تاسې ته خپل مشتریان او د هغوی اړتیاوې معلومیږي، په دویمه اوونۍ کې کولای شى، یوه اندازه نورې پیسې ماتې کړﺉ او په میاشت کې که ستاسې کاروبار مخ پر وده وي، لا یې هم په مالونو ډک کړﺉ.

دا مو باید په یاد وي، چې تش دوکان ته څوک نه ورځي. که مشتري ته ووايي، چې د ماشومانو بسکیټ نه لرﺉ، کچالو مو نه دي راوړي او بوره سبا ته راوړﺉ، فکر نه کوم هغه بیا ستاسې پر لور تګ ته زړه ښه کړي. خو که ووایاست، چې بوره همدا اوس ختمه شوې، ښه بوره وه، خلکو ډېره واخيسته، مشتري منفي پیغام نه وړي.

له مشتریانو سره ښه سلوک مهم دی، خو د خپلو نږدې خپلوانو پر وړاندې دغه سلوک لا ډېر کړﺉ. هېڅ وخت پر خپلو نږدې کسانو څه ګرانه مه پلورﺉ، ځکه هغوی مو نورو ته هم رسوا کوي او دا د مشتریانو د تېښتې سبب ګرځي.

پر خپلو ملګرو او دوستانو ډېر مهربانه کیږﺉ هم مه، ځکه کېدای شي په ځینو مواردو کې تاسې په قیمت ویلو کې بې جراته شى.

زما په یاد دي، چې دوکان ته مې له کابله راغلی یو نږدې خپل راغی. مجلس مو وکړ او د مڼو بیه یې وپوښتله. ما ورته وویل، چې کیلو دېرش کلدارې دي، په داسې حال کې، چې موږ ته کیلو په پنځوس کلدارې راغلې وې. میلمه وویل، چې څلور کیلو وتله، زه له شرمه سور وخوټېدم، ځکه پر وړاندې مې ورور هم ولاړ و او هغه پوهېده، چې له منډيي یې مڼې کیلو په څو راوړې وې. میلمه زما د بې جراتۍ او شرمندوکي وضعیت نه په استفادې سره، څلور کیلو مڼې له اصلي قیمت نه شل کلدارې ارزانه رانه یووړې.

دا مې هم په یاد دي، چې یوې جینۍ ته مې په یوه روپۍ پنځه ژابلې ورکړې، په داسې حال کې، چې څلور مې باید ورکړې وای. هغې نورو ته ویلي و، چې سودا ارزانه ورکوي، یا به پکې غلط شوی به وي.

په لومړنۍ پېښه کې زه غلط وم، خو په دویمه کې غلط نه وم، ځکه په یوې اضافي ژابلې مې مشتري دې ته اړ کړ، چې نوره د کور ټوله سودا له ما واخلي. دا جینۍ نو ترڅو، چې زمان دوکان و، زما مشتري وه او تر پایه یې له بل چاڅه ونه پېرل. په دوکانداري کې لږه سخا هم په کار ده. څومره، چې له مشتریانو سره چلند ښه وي او خوشاله وساتل شي، په همغه اندازه ستاسې توکي ډېر خرڅیږي.