Untitled

دولت د ځان پر ضد تبلیغ کوي؟

هغه ورځ د پلخمري کابل پر لاره په یوه هایلکس موټر کې یو بل ټپي طالب ونیول شو چې څلورو نورو کسانو کابل ته رالېږداوه.

د کندوز او بغلان چارواکيو د مالوماتو د خپراوي په سیالۍ کې اوله خبره دا راپورته کړه چې دا ده د طالبانو د کمانډو غړی دی.

سړی هک حیران شي، طالبان لکه چې کوم دولت دی، یا کله بلې زاویې ورته وکتل شي، طالبان د جنګ د وسایلو او کافي مهماتو ترڅنګ داسې جګړه‌مار هم لري چې د افغانستان د وسله‌والو کنډکونو هیڅ ماډل پوځي روزل شوي ورسره جګړه نه‌شي کولای؟

وړمه ورځ واشنګټن پوسټ د هلمند له وضعیت څخه په یو تازه راپور کې لیکلي چې د هلمند د جګړې په لیکو کې داسې طالبان لیدل شوي چې د کمانډويي ډلګیو غړي برېښي.

بله خطرناکه اوازه چې دولت یې رسنیو ته رسوي او فکر کوي چې دا تبلیغ به یې په ګټه تمام شي، خو لا یې په ضرر تمامېږي، دا ده چې وړمه ورځ یې په پټه رسنیو ته داسې مالومات تیت کړل چې د زابل او غزني له لارې ۹۰۰ مجهز طالبان اول په اندړو کې جګړه کوي او بیا د میدان وردګو پر سیداباد راځي، ورپسې کابل ته رانږدې کېږي.

د حیرانۍ خبره ده چې دولت د استخباراتي او تبلیغاتي جګړې او هجوم په منځ کې خپل کوټلی موقف نه‌لري، ټول زور یې په توپک دی، خو کله کله د منفي او دښمنو تبلیغاتي څپو په ترڅ کې ګټلی میدان بېرته هم وبایلي.

طالبان څرنګه کمانډویان شول؟ اول باید دا سوال له افغان دولت څخه وشي چې تاسې د ځان له‌پاره جګړه کوئ، که دطالب لپاره؟ دولت باید خپلې برترۍ وشمېري چې په کومو برخو کې پر طالب قوت لري.
اول یې تعداد دی، افغانستان درې‌نیم سوه زره امنیتي ځواک لري، کله چې د نهه سوه طالبانو د هجوم او برید خبره کوي، بهتره دا ده چې دا ډول مالومات که حتا دښمن یې هم خپروي خنثا کړي. درې‌نیم لکه ځواک د ۹۰۰ طالبانو برید ته اندېښنه لري؟

دویم دا چې افغان ځواکونه روزل شوي او یوازېنی ځواک یې کمانډو دی چې د طالب یې له وېرې پرتوګ ژېړېږي.

همدا ځواک توانېدلی چې د طالب د ریښو اوبه وچې کړي، خو که چېرې دا ومنل شي او د یو دولت له موقف څخه ومنل شي چې د افغان ځواک په مقابل کې طالب هم کمانډو تشکیل کړ او همداسې مقابله کوي، بیا خو طالب هم لویه بلا شوه او دولت ته ډار په‌کار دی.

درېیمه مسله د مورال ده؛

افغان ځواکونه باید د جګړې په هرسنګر کې په مورال وجنګېږي، هغه که له طالب سره وي، که له داعش سره وي یا د تورخم د دروازې او کرښې پر سر.

دا مورال داسې دی، لکه د ټانګ پر سر توپ. که ټانګ پرته له مورال او روحیې جنګ ته لېږې، لکه ټانګ چې له توپ پرته د جنګ په اور کې دروې او غواړې جنګ پرې وګټې. د افغان ځواکونو مورال ډېر وخت د دولت له خوا ځپل شوی دی. ځواکونه په هلمند او کندوز کې لګیا دي، سخته جګړه کوي، سرونه یې تلي کې نیولي، خو دولت او رسنۍ بېرته د دښمن له‌پاره تبلیغ کوي چې تاسې عادي عسکر یاست او طالبان کمانډو لري.

طالب کمانډو له کومه کړ کمانډو څوک کېدای شي؟

طالبان ټول جنګي تاکتیکونه له پاکستاني پوځ او ای‌ايس‌ای څخه زده کوي، له ماین خښولو، د وېرې تر خورولو او د موچي په تار د خلکو تر حلالولو پورې دا ټول خونړي تمرینونه د افغانستان ابدي دښمن ورزده کوي، خو کمانډو د جنګي تاکتیک د بهترۍ یو بې‌جوړې او نهایت حساس ماډل دی.

طالبان کمانډو نه‌شي لرلای. که پاکستاني کمانډویان د طالبانو پر لیکو ورګډ دي، نو دولت او رسنیو ته په‌کار ده چې دا خبره له بلې زاویې مطرح کړي او راسا ووايي چې پاکستاني کمانډویان د طالبانو په لیکو کې جنګېږي. هم به د پاکستان د عزت پرتوګ ختلی وي، هم به د افغان ځواکونو په منځ کې ملي روحیه داسې پیاوړې شوې وي چې ګویا د پاکستان د یرغل په مقابل کې جنګېږي او باید تر وروستۍ سلګۍ او وروستۍ مرمۍ وجنګېږي. دا هم ثابته ده چې افغان کمانډویان طالب ته نه‌دي تسلیم شوي چې نن د طالب په لیکو کې د کمانډو جګړه‌مارو اطلاق پرې وشي.

نو له دې کبله دا د روحیې او مورال جګړه ده، باروت په‌کې کم او تبلیغات په‌کې ډېر کارېږي، ښايي د واشنګټن پوست راپور هم د جګړې د خطرناک ښودلو له‌پاره یوه تبلیغاتي هڅه وي. افغان دولت ته په‌کار ده چې نه یوازې د دې بېګانه تبلیغاتو افغان ضد برخه نه‌شي، بلکې هڅه وکړي داسې تبلیغات د خپلو تبلیغاتو په زور محوه کړي.

که داسې و نه کړي، هره ورځ به مرده خانې له سربازانو ډکې وي او د مرګ یو لامل به په ډیزاین شوې رواني جګړه کې د افغانستان د دولت شکست وي.