1451470_259843997537767_6029685679125488511_n

دوستم ولی ناراضه دی؟

ژباړه: افتخار احمد همدرد

جنرال عبدالرشید دوستم ولسمشر غني ته ګواښ کړی،چې د تیرو حکومتونو تیروتنې دې نه تکراروي. د دوستم اشاره د ډاکتر نجیب حکومت ته ده، چې په هغه وخت کې دې د پرچمیانو د حکومت له ملاتړو څخه و، کله چې نجیب واک ته ورسید د دوستم ځواکونه د ملی امنیت په ۵۵ مه فرقه کې تنظیم و، او دې فرقې په هغه وخت کې د نجیب په ملاتړ او دفاع کې مهم رول درلود.

ډاکټر نجیب هم په قام احمدزی و او ډاکټر اشرف غني هم احمدزی دی ، چې تر ټاکنو وړاندې یې هم د احمدزي تخلص کاروه ، خو وروسته یې د احمدزي ورستاړی له خپل نوم ددې لپاره لرې کړ چې څوک ترې ناوړه ګټه پورته نه کړي .
د جنرال دوستم او ولسمشر غني اړیکې له پیل څخه چندان طبیعي نه بریښیدې، ځکه کله چې غني د ۲۰۰۹ م کال په ولسمشري ټاکنو کې د کرزي سیال و، جنرال دوستم ته یې د پیژندل شوي قاتل خطاب وکړ او په همدې دلیل یې د کرزي پر ایتلاف نیوکي وکړې.

زلمی خلیلزاد د خپل خاطراتو په کتاب کې لیکي چې غني ان هغه وخت چې د انتقال د پروسې مشر و،جنرال دوستم سره په جدي برخورد ژمن و.

د ۲۰۱۴ م کال په ولسمشري ټاکنو کې هم د جنرال دوستم سره د ولسمشر ایتلاف نه خو ایډیالوژیک و او نه هم ستراتیژیک بلکې د یو ټاکنیز ضرورت پر اساس ولسمشر د دوستم سره ایتلاف وکړ.

د ډاکټر نجیب د حاکمیت په وخت کې جنرال دوستم د کابل- خوست د لویې لارې د امنیت مسئولیت په غاړه درلوده او د ډاکټر نجیب د حاکمیت څخه یې په کلکه دفاع کوله .

داسې انګیرل کیږي چې په دې سیمه کې د دوستم نظامي فعالیتونو د پکتیا، خوست او پکتیکا د خلکو په ذهنونو کې ښې خاطرې نه دي پريښي .

ښايي همدا دلیل و چې د ۲۰۱۴ م کال د ټاکنو په شروع کې دوستم د خلکو څخه بښنه وغوښته، تر څو خپل ټاکنیز زیان کم کړي. که څه هم جنرال دوستم د ملت څخه بښنه وغوښته او په خپلو کړو تیروتنو یې اعتراف وکړ خو بیا هم د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال په جنوب ختیځو ولایاتو کې د ده انځورونه ونه لیدل شول.

بله دا چې د ډاکټر نجیب د حکومت په راپرځولو کې هم د دوستم رول لوبول هغه په پښتون میشتو سیمو کې منفور کړی دی، واضحه خبره ده، هغه چاته چې نجیب اتل وي، دوستم ورته د اتل ضد ښکاري.

داسې ښکاري چې پورتني موارد ولسمشر غني دې ته اړ کړی، تر څو د دوستم غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وایي. باید ووایو چې د جمهوري ریاست د ټاکنو په وخت کې ولسمشر غني ته د دوستم سره ایتلاف یوه مسئله وه او اوس یې کنټرول تر هغې لویه مسئله ده.

روښانه خبره ده چې نور نو د ارګ او جنرال دوستم تر منځ اختلافات اوج ته رسیدلي دي. له یو طرف څخه دوستم د ملی یووالی په حکومت کې د ازبکانو د کم رنګۍ څخه ګیله مند دی، بل طرف ته ارګ د دوستم له غیر حاضرې څخه شکایتونه لري.

د ولسمشر نږدی کسان په خصوصي غونډو کې په صراحت سره وایي، چې دوستم د ملی یووالی حکومت په ۲۰۰ ورځنۍ عمر کې ۲۰ ورځې هم حاضري نه ده ورکړې.

د دوی په وینا په امنیت شورا او اقتصادي شورا غونډو کې د دوستم ځای تل خالي وي. ولسمشر ته د نږدې کسانو په وینا څوک چې د تصمیم ګیرې په غونډو کې حضور ونلري واضحه خبره ده چې په پریکړو کې هم نشي شریک کیدای.

د دې ټولو خبرو څخه داسې انګیرنه کیږي چې د دوستم او ولسمشر تر منځ اختلافات دومره ژور شوي، چې دوستم یې دې ته وادار کړی، چې حتی په ټولنیزو ناستو ولاړو او غونډو کې پر ولسمشر انتقادونه وکړي. تر ټولو تریخ حقیقت خو دا دی چې د جنرال دوستم اختلافات د ولسمشر غني سره په اصلاحي پروګرامونو او دهغه په تطبیق کې نه دي بلکې د امتیازاتو پر سر دي، چې دوستم زیات امتیازات غواړي او ولسمشر یې نه ورکوي.

جنرال دوستم په صراحت سره دا خبره کوي چې د غني سره په ولسمشر کیدو کې یې مرسته کړی او اوس ارګ باید ده ته هغه امتیازات ورکړي کوم چې ده سره یې وعدې شوې وې.

جنرال دوستم غواړي زیات وزیران او والیان ولري او خارج ته د ولسمشر د سفر په وخت کې نوموړی د جمهوري ریاست د سرپرست په توګه معرفي شي.

خو دوستم باید په یاد ولري چې د نن ورځې شرایط د ډاکټر نجیب د وخت شرایطو سره ډیر فرق لري، د ناټو ځواکونه محدود دي لیکن مقتدرانه موجودیت لري، چې د یاد ځواکونو شتون د دې باعث ګرځي تر څو په هیواد کې د کودتا کولو او یا هم د حکومت له واکه د ځینو سیمو د ایستلو فکر د هیڅ یو سیاستوال په ذهن کې ونه ګرځي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.