ISIS

دفاع وزارت وايي د حافظ سعید د وژل کیدو راپورونه څیړې

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، دوی هغه راپورونه څیړي چې وايي په افغانستان کې د داعش ډلې مشر حافظ محمد سعید په وروستیو عملیاتو کې وژل شوی دی .

د دفاع وزارت یوې سرچینې یاران ویب پاڼې ته ویلي، خراسان لپاره د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې د مشر حافظ سعید د وژل کیدو په اړه ځنیې راپورونه ، اسناد او شواهد ورسره شریک شوي دي ، خو دوی غواړي چې په دې اړه له پوره څیړنې او معلوماتو وروسته نظر څرګند کړي .

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې د ملي اردو یو قومندان جنرال محمد زمان وزیري رسنیو ته ویلي ، حافظ سعید له دیرشو کسانو سره په اچین ولسوالۍ کې په ورستیو عملیاتو کې وژل شوی دی .

څو ورځې مخکې په ننګرهار کې چارواکو ویلي و، په کوټ کې د داعش د جګړې د کرښې قومندان سعد امارتي په یو لړ عملیاتو کې وژل شوی دی .

د حافظ محمد سعید چې په افغانستان کې د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې تر ټولو لوړپوړی مشر بلل کیږي د وژل کیدو په اړه پخوا هم څو ځل راپورونه خپاره شوي وو خو وروسته ناسم ختلي دي .

بل خوا امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان په ختیځ کې وسلوال طالبان او د داعش ډله چې تر دې مخکې یې له یو بل سره تودې جګړې کولې اوس داسې ښکاري چې خپلو کې پر یو نازک اوربند سلا شوي دي .

د امریکايي رسنیو په وینا د ننګرهار په هغو ولسوالیو کې چې د مخه تر دې ددې دوو ډلو ترمنځ د خپل منځي جګړو شاهدانې وې ، د څو میاشتو راهیسې جګړې دریدلي دي .

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د جنرال محمد زمان وزیري له قوله چې په ختیځ کې د داعش خلاف د افغان ملي اردو د عملیاتو قومندان دی وايي:
” داعش له طالبانو سره خونړۍ جګړې کولې ، خو له دوو میاشتو راهیسې د دوی ترمنځ جګړې نه دي لیدل شوي . “

د لویدیځو رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې له طالبانو سره دې اوربند ، د اسلامي دولت وسلوالې ډلې ته ددې فرصت ورکړی چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې بیرته خپله ډله تنظیم کړې .