داعش کوټ کې کورنو ته اور اچولی او لسګونه ځايي وګړي یې برمته کړي

راپورونه وايي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسلوالو د ځايي محلي پولیسو پر پوسټو ، او کورونو یرغل کړی دی چې په کې د اته ملکیانو په شمول ۴۷ کسان وژل شوي دي .
ځايي خبریالان د سیمه ایزو چارواکو له خولې وايي چې د داعش وسلوال اوس د درنو تلفاتو پر منلو بیرته په شا شوي دي . خو ځینو راپورونو کې ویل شوي چې لا هم جګړه روانه ده .

برید د جمعې په سهار وختي د کوټ پر ولسوالۍ کې د داعش وسلوالو پیل کړ چیرې چې دا ډله لا دمخه پر ځینو سیمو واکمنه ده .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې د داعش وسلوالو په سیمه کې درویشت کورونو ته اور اچولی دی . د خوګیاڼي په وینا وسلوالو ځان سره د ښځو او ماشومانو په ګډون دیرش کسان برمته بیولي چې له دوی څخه یو شمیر یې بیرته خوشې شوي دي .

عطا الله خوګیاڼی وايي، افغان ځواکونه هڅه کوي چې پاتې یرغمل شوي کسان هم خوشې کړي . خو نوموړې په دې اړه چې داعش سره څومره کسان لا هم برمته دقیقه شمیره ورنه کړه.

د تلفاتو په اړه د عطاالله خوګیاڼي وویل ، د داعشیانو په دې یرغل کې چې د ځايي پولیسو له مقاومت سره مخ شول ، پر اتو ولسي خلکو سربیره ۱۲ ولسي کسان ټپیان شوي دي ، په وژل شوي کې ښځې او ماشومان هم شامل دي . نوموړي وویل چې د داعش له لورې ۳۲ وسلوال او د امنیتي ځواکونو څخه درې سرتیري په دې جګړه کې وژل شوي .

په سیمه کې د طلوع نیوز خبریال زیار خان یاد وايي چې ځینو سرچینو ورته ویلي چې د داعش سره خبرې روانې دي او ښايي پاتې برمته کسان هم راخوشې شي . نوموړې د ولسي خلکو د تلفاتو شمیر ۶ او د امنیتي ځواکونو ۷ او د داعش د وسلوالو ۳۲ تنه ښودلې ده .


د بې پیلوټه الوتکو بریدونه :
له بلې خوا رسنیو داسې راپورونه هم ورکړي چې په کوټ او اچین ولسوالیو کې د شنبې په ورځ د امریکا بې پیلوټه الوتکو د داعش پر مورچلو بریدونه کړي چې د طلوع نیوز د یو راپور پر بنسټ یې ۴۲ د داعش وسلوال وژلي دي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي دي .
د داعش لپاره د کابل نرم زړه

هغوی چې په افغانستان کې د داعش د وسلوالې ډلې فعالیتونه څاري تور پورې کوي چې په ځتیځو ولایتونو کې د داعش پر کړنو د کابل چارواکو سترګې پټې کړې او په داسې حال کې چې دا ډله په سیمه کې ډیره پیاوړې شوې نه ده ، حکومت یې پر وړاندې پریکنده اقدامات نه کوي .

افغان ورځپاڼه لیکوني اباسین بریال په کوټ کې د داعش وسلوالو له خوا د ورستي رامنځ ته شوي ناورین په اړه د خپل فیسبوک پر پاڼه لیکلي :
” داعش له دوه کلونو راهیسې په ننګرهار کې د عامو افغانانو ژوند ګواښي، مورچې قوي کوي او په تدریجي ډول ختیځه سیمه تر کنترول لاندې راولي، خو اوسنی دولت چې عملیات وکړي، په سبا یې له سیمې ووځي.بله لویه تیروتنه داده، چې په اوایلو کې دې حکومت فکر کاوه، چې داعش او طالب به سره ولویږي او دوی به یې ننداره کوي، خو په نتیجه کې ددولت لپاره یو دښمن په دوه بدل شو.“

افغان لیکوال عزت الله شمسزی د داعش د وسلوالو پر ضد د حکومتي لورې ادعاوو ته په اشارې پر خپل فیسبوک پاڼه کې پوښتنه راپورته کوي او وايي :

” په کوټ کې داعش سره هره جګړه کې دولت د سل دوه سوو داعشیانو د وژل کېدو ادعاوې کوي،‌ ماته پوښتنه پیدا شوه چې بزغلي‌ خو به یې نه وي شنه شوي؟‌

دولت په ارقامو کې مبالغه کوي که داعش همداسې بې شمېره لښکرې لري؟‌“
افغان لیکوال او څیړونکی خوشال خلیل پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي :
” اوس ددې وخت دی چې ټول ملت په ځانګړي ډول اسلامي دیني عالمان ددغه وحشت پر ضد یو موټي شي اول خپله پاکه عقیده او بیا خلک او وطن له دغو وحشیانو وژغوري.که دیني عالمان ددغو وحشتونو پر وړاندې چوپ پاتي شي عام خلک به فکر وکړي چې ګني د دوی عمل خدای مه کړه له اسلام سره برابر دی چې د ډېرو خلکو به له دین نه زړه تور کړي او د اسلام د دښمنانو ارمان به پوره کړي.“

په سیمه کې خلک وايي که افغان امنیتي ځواکونه وغواړي په څو ورځو کې کولی شي د کوټ ، اچین او نورو ولسوالیو هغه سیمې پاکې کړي چې دا مهال ترې ډیر خلک کډه شوې او یوازې داعشي وسلوالو په کې اډې جوړې کړي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.