ryan-larson-id-afghanistan-2016

داعش وايي، ننګرهار کې د امریکايي سرتیرو پرمختللې وسلې په لاس ورغلي

په افغانستان کې د داعش وسلوالو ادعا کړې ده چې په وروستیو جګړو کې یې مهمو امریکايي وسلو او اکمالاتو ته لاس رسی پیدا کړی دی .

داعش ددې وسلو عکسونه او همدارنګه د یو امریکايي سرتیري راین لارسن کارت هم انلاین خپور کړی دی .

په عکسونو کې د مخابرې پرمختللی سیستم هم لیدل کیږي چې امریکايي سرتیري یې کاروي . همدارنګه بیلابیلې هغه وسلې او مهمات چې عموما د افغانستان د ملي اردو سرتیري ترې کار نه اخلي د داعش له خوا په خپرو شویو عکسونو کې لیدل کیږي .

که څه هم دا نه ده څرګنده چې د داعش ډلې له خوا دا عکسونه کله اخیستل شوي ، خو داسې باور دی چې ښايي دا وسلې او مهمات داعش ته د ننګرهار د وروستیو جګړو پر مهال چې په کې امریکايي ځواکونو د افغان سرتیرو ملاتړ کاوه په لاس ورغلي وي .

په کابل کې امریکايي ځواکونو ویلي ، د راین لارسن په نوم د هغه سرتیري چې کارت یې د داعش ډلې خپور کړی په خپل ټولي کې په دنده کې فعال دی او نیول شوی نه دی .

د امریکايي ځواکونو یو ویاند ران فلیسویګ د رویټرز خبري اژانس ته په یو ایمیل کې ویلي:

” راین لارسن د افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې برخه لرله . او ددې سرتیري کارت او یوه اندازه مهمات شاته پرېښودل شوي وو . دا چې شخصي کارت ورک شوی د خواشینۍ ځای دی . “

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي . خو ویلي یې دي امریکايي پوځ لا هم په دې اړه چې دا وسلې او مهمات کله د داعش لاس ته ورغلي معلومات راټولوي .

په ننګرهار کې د اسلامي دولت وسلواله ډله په داسې حال کې د امریکايي وسلو او مهماتو د تر لاسه کولو ادعا کوي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي چارواکي وايي په تیرو څو اونیو کې یې دغلته د داعش وسلوالې ډلې ته درانه تلفات اړولي او د کوټ ولسوالۍ په شمول یې پراخې سیمې له دې وسلوالې ډلې نیولې دي .

 

Cap77ture

 

 

د امریکا د سمندري ځواکونو یو سرتیري فریډ ګالوین چې په ننګرهار ولایت کې یې تر ۲۰۰۷ کال پورې ماموریت ترسره کړی ملیټري تایمز ته ویلي ، ښايي د داعش وسلوال د څارنې پر کومه پوسته او یا د سرتیرو د شپې د خوب پر ځای لاس برې شوي اوسي.

امریکايي پوځ ویلي چې د جولای په میاشت کې یې د ننګرهار په ولایت کې په جګړه کې پنځه سرتیري ټپیان شوي دي .