afp-d74c9

داعش د فرانسې د نیس ښار د برید مسولیت پر غاړه واخیست

په داسې حال کې چې فرانسې په نیس کې د وژل شویو کسانو په ویر درې ورځنی ملي ماتم نن پیل کړی ، د اسلامي دولت وسلوالې ډلې ویلي دا برید د دوی یو سرتیری کړی دی .

د عماق په نوم د داعش خبري اژانس وايي ، دې برید ګر د داعش د مشرانو د هغې غوښتنې په ځواب کې دا برید ترسره کړی چې د داعش خلاف د نړیوال ایتلاف د غړیو هیوادونو د اتباعو په وړاندې یې د بریدونو په اړه کړې وه .

وړمه ورځ د فرانسې په نیس کې یو تونسي بریدګر پر هغو خلکو د دوو کلیومترو په واټن لارۍ موټر وځغلوه او ډزې یې وکړې چې د فرانسې د ملي ورځې د لمانځنې لپاره د سمندر پر غاړه راټول شوي وو .

په دې برید کې څلور اتیا کسان ووژل شول او ۲۰۰ نور ټپیان شول .

برید ګر چې په یوې سپین رنګې لارۍ کې ناست وو وروسته د پولیسو په ډ‌زو ووژل شو.

nice-attack-6
د داعش په بیان کې د بریدګر نوم نه دی یاد شوی . د بیان له ژبې داسې څرګندیږي چې نوموړې به په یوازې ځان دا برید کړی وي . تر اوسه فرانسوي ادارو په دې پېښه کې د داعش د ښکیلتیا په اړه کوم ثبوت نه دی موندلی .

بل خوا ټاکل شوې ده چې نن به د فرانسې ولسمشر ددې هیواد د امنیتي ادارو له مشرانو سره په یوه غونډه کې ددې برید په انګیزو او دا چې تر شا یې څوک دي ؟ خبرې وکړي .