په اسلام اباد کې افغان سفیر له عمران غوښتي چې د تحریک انصاف د مشر په توګه دې په خیبر پښتونخوا کې د خپل ګوند حکومت ته سپارښتنه وکړي چې د افغان ک‌‌‌‌ډوالو سره داحترام او انساني او اسلامی ارزښتونو په چوکاټ کې برخورد وکړي.
په اسلام اباد کې افغان سفیر له عمران غوښتي چې د تحریک انصاف د مشر په توګه دې په خیبر پښتونخوا کې د خپل ګوند حکومت ته سپارښتنه وکړي چې د افغان ک‌‌‌‌ډوالو سره داحترام او انساني او اسلامی ارزښتونو په چوکاټ کې برخورد وکړي.

خیبر پښتونخوا کې افغانانو تر ټولو ترخه اونۍ دوه زره افغانان پولیسو نیولي

په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخلیوال د افغان کډوالو سره د خیبر پښتونخوا د حکومت چلند له حده اوښتي بللی او د تحریک انصاف د ګوند له مشر عمران خان څخه یې غوښتي چې کډوال باید د عمومي اړیکو د ښکته پورته والي قرباني نه شي او پر ته له کوم جرم څخه باید په ډله ایزه توګه ونه ځورول شي .

په خیبر پښتونخوا کې د میشتو افغان کډوالو پر ضد د پولیسو په عملیاتو کې تیره اونۍ دغلته له دوو زرو زیات افغانان د پولیسو له خوا نیول شوي او زنداني شوي دي .

پاکستاني رسنیو د سې شنبې په ورځ د ځايي پولیسو له خولې وویل، دا افغانان چې پاکستاني چارواکي یې غیرې قانوني کډوال بولي په پېښور او شا او خوا سیمو کې نیول شوي دي .

د خیبرپښتونخوا پولیسو ویلي چې د افغان کډوالو پر ضد یې دا عملیات لا هم روان دي .

پاکستاني پولیس وايي، ۹۵۰ کډوال له کمپونو نیول شوي ، درې نیم سوه تنه نور په پېښور ښار کې نیول شوي او ۷۰۰ تنه د پېښور له نژدې کلیو نیول شوي دي .

دوی وايي پر دې سربیره یې تر اوسه پورې څلور سوه افغانان په تیره اونۍ کې افغانستان ته شړلي دي .

په ټولنیزو رسینو کې یو شمیر افغانان ویلي چې پولیسو ورسره د نیولو پر مهال ناسم چلن کړی زیاتره کسان یې پرته له کوم جرم په زندانونو کې اچولي او ګڼ افغان کډوال یې وهلي ډبولي دي .

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت د ویاند مشتاق غني له خولي ویلي ، ایالت یې نور د افغان کډوالو اقتصادي پیټی نه شي وړلی .

نوموړې دا خبر په داسې حال کې کوي چې ځايي اقتصاد پوهان وايي ، په پېښور او شا او خوا سیمو کې میشتو افغانانو په تیرو څلورو لسیزو کې ددې سیمې په اقتصادې وده کې مهم رول لوبولی او د افغانانو په وتلو به دغلته اقتصادي ستونزې زیاتې شي .

د خیبرپښتونخوا د حکومت ویاند مشتاق غني زیاته کړې ، که چیرې د پاکستان مرکزي حکومت غواړي چې د افغان کډوال د پاتې کیدو موده وغزوي نو د خیبرپښتونخوا پر ځای دې ورته په پنجاب کې کمپونه جوړ کړي .

د خیبر پښتونخوا حکومت دا تندې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ ریس تیره اونۍ پاکستان ته تللی و او هلته یې د خیبر پښتونخوا له ایالتي او د پاکستان له مرکزي چارواکو وغوښتل چې د افغان کډوالو په وړاندې دې له زغم او سړې سینې کار واخلي .
له بلې خوا په اسلام اباد کې افغان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال د سه شنبې په ورځ د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر ښاغلی عمران خان سره کتلي دي .

په اسلام اباد کې افغان سفارت وايي :
” په دې کتنه کې ښاغلي زاخلیوال په خیبرپښتونخوا کې د پولیسو له لورې د افغان کډوالو د تنګونې او بد چلن په زیاتیدو غږیدلی او له حده پورته یې ګڼلی دی . “

زاخلیوال په دې لیدنه کې عمران خان ته چې ګوند یې په خیبرپښتونخوا کې واکمن دی ویلي ، کډوال باید د عمومي اړیکو د ښکته پورته والي قرباني نه شي او پر ته له کوم جرم څخه باید په ډله ایزه توګه ونه ځورول شي .

په اسلام اباد کې افغان سفیر له عمران غوښتي چې د تحریک انصاف د مشر په توګه دې په خیبر پښتونخوا کې د خپل ګوند حکومت ته سپارښتنه وکړي چې د افغان ک‌‌‌‌ډوالو سره داحترام او انساني او اسلامی ارزښتونو په چوکاټ کې برخورد وکړي.

افغان سفارت وايي چې عمران خان له عمز زاخلیوال سره ژمنه کړې چې د پښتونخوا وزیر آعلی او پولیسو مشر سره به نن ماښام اړیکې نیسي تر څو په سمدستي توګه د ګ‌‌‌‌‌‌ډوالو سره خپل سلوک سم کړي .
تر دې مخکې په بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګټي ویلي و که افغان کډوال په درنښت له پاکستان څخه ونه وځي دوی به یې په زور وشړي .

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز څو ورځې وړاندې ویلي و چې د افغانانو کمپونه د ترهګرو ځالي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.