12213958_1673742582847555_210076769_o

خلک ولې موبل او فرنیچر ته ارزښت ورکوي؟

یو شمېر خلک په کورونو کې موبل او فرنیچر ته زیات ارزښت ورکوي. هغوی داسې فکر کوي، چې دا یو تجملي څیز دی، خو دا ناسم فکر دی. مبل او فرنیچر معمولا په دفترونو او کارځایونو کې کارول کیږي، خو ډېر خلک یې په کورونو او کوټو کې هم ږدي.

دمګړۍ مبل او فرنیچر په یوه مصرفي توکي اوښتی او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې زړې بڼې له موډه لویږي، خو د نویو هغو اخستل بیا د هرچا د توان خبره نه ده. په کابل کې معمولا یو سیټ فرنیچر، یا کوچ له ۳۰ زرو نه تر ۲۰۰ زرو پورې پلورل کیږي. ډېر داسې کسان مې لیدلي، چې په کرایي کورونو کې اوسیږي، خو کوچونه او فرنیچر یې هم اخستي وي. هغوی پر دې فکر نه کوي، چې په درې څلور ځله کوچ کشۍ کې یې دا ټول ګرانبیه توکي استهلاکیږي.

زموږ یو ملګری کرایي کور لري، خو د ښځې په زور یې کوچونه او المارۍ هم اخستې دي. په داسې حال کې، چې نن سبا اکثریت کورونه خپلې المارۍ لري. هغوی، چې هرکور ته کډه کوي، وسایل په خورا سختیو ور انتقالوي. ډېر ځله په اپارتمانونو کې وسایل د کړکیو له لارې ور خیژوی، چې هم وسایلو ته زیان رسوي او هم د کور ښکلا ته.

ګرانبیه او د سخت انتقال وړ څیزونه یوازې هغه کسان اخيستلای شي، چې کورونه یې خپل او په ښه اقتصادي وضعیت کې وي. کله هم کوښښ مه کوﺉ، چې له یوچا سره د سیالۍ په خاطر المارۍ او مبل او فرنیچر واخلئ. په دا ډول چارو کې ډېر ځله سړی تاواني کیږي.

خو هغه کسان، چې په ښه اقتصادي وضعیت کې دي او غواړي فرنیچر او نور تجملي وسایل وپیري، هغوی باید د خپل کور جوړښت ته په پام سره وسایل واخلي. ځینې کسان په دې باور دي، چې په کوټه یا دهلیز کې د ډېرو کوچونو په اېښودو سره د کوټې او دهلیز ډیکور ښکلی کیږي، خو دا ډېر تپلی ذوق دی. کېدای شي، واړه کوچونه هومره بد معلوم نه شي، خو ستر هغه به ټوله فضا او د وسایلو پر لور د جذب کشش له منځه یوسي.

موږ یو شمېر داسې کوچونه لرو، چې خېټور دي، یانې سړی، چې پرې کیني، پکې ننوځي. دا ډېری د تلویزیون د نندارې او استراحت لپاره کاریږي، خو که غواړﺉ میلمانه پرې کښېنوﺉ، د هغوی لپاره یوڅه رسمي فرنیچر واخلئ. له پیرنې مخکې پر کوچ کښئ او وګورﺉ، چې سړی په کې په ډېره ناسته ستومانیږي او که نه؟ څومره راحت دی؟ د میلمه لپاره وړ دی او که د مطالعې او نورو کارونو لپاره؟ په ملا او کوناټیو کې خو سړی نه تکلیفوي؟

د کوچ او فرنیچر کیفیت، رنګ، د کوټې رنګ، جوړښت، ګنډل، فنرونه، اندازه او د مینځلو او پاکېدو څرنګتیا هم وګورﺉ، ځکه ځینې کوچونه د پاکېدو او مینځلو وړ نه دي او باید نوي مخونه ور واچول شي.

په افغانستان کې د حکومتي ادارو د بودجې یوه ستره برخه پر تجملاتي مسایلو لګول کیږي، په داسې حال کې، چې دغه وسایل ټول د بهرنیو هېوادونو، لکه ایران، پاکستان، ترکیې او چین واردات دي. که د موبل او فرنیچر په برخه کې افغان کسبکارانو ته زمینه برابره شي او په کور دننه دغه صنعت ته وده ورکړل شي، د افغانانو لپاره به د عاید یوه ښه سرچینه وګرځي.