f29e5224-4997-4067-8199-ac974fc37754_w987_s_s

خلک ولې مستعمل توکي پېري؟

په کابل کې د پلخشتي جومات پر وړاندې تاسې ټول هغه کسان وینى، چې دویم لاس ډوډۍ او وریژې پیري او کورونو ته یې وړي. دغه نیمه خوړلې ډوډۍ ډېری له هوټلونو را غونډیږي. کېدای شي د یوه ډاکټر په توګه، یا د یوه داسې کس په توګه، چې ټوله ورځ مو د ګرد او غبار او ممکنه ناروغي له وېرې پوزې ته دستمال نیولی وي، د دغو وریژو اخيستل درته حماقت وبرېښي. زما د یوه ملګري په وینا: (( دوی په ارزانه بیه ځان ته ناروغي اخلي، خو زه، چې سګرټ اخلم، په ډېر قیمت یې اخلم)).

زه د دې ډوډۍ خوړلو ته څوک نه هڅوم، خو د هغوی بیوزلي ته په پام یې له خوړلو هم نه راګرځوم، ځکه په دغه ښار کې سخي خلک خورا کم دي او د پخوا په پرتله د خیرات او صدقې حس هم مخ پر کمېدو دی.

دا یوازې خوراکي توکي نه دي، بلکې تاسې په ښار کې ګڼ نور ارزانبیه توکي هم موندلای شى.

که د بوش بازار ته لاړ شى، له کمپلو او بړستنو نیولې تر عادي نورو توکو پورې هرڅه په کې موندل کیږي. د کندهار ویش هم همداسې در واخله، سم دم موټر په کې په نیمه بیه پیدا کیږي.

خلک ولې مستعمل توکي پېري؟

دوه عوامل دي، یو دا، چې بیوزلي د نوي جنس د پېرلو اجازه نه ورکوي، دویم ډېر داسې توکي دي، چې نوي نه موندل کیږي، یا زوړ موډل دي او یا یې په اصطلاح بازار شاټ شوی وي.

ډېر بیوزله خلک د کوچونو د اخيستلو شوق لري، غواړي ښکلې المارۍ او غالۍ ولري، یا یو ښکلی جمپر واغوندي، یا ښه لوکس بوټان ولريو شوق دی، په غریب او خان دواړو زور کوي. هغوی نوي توکي نه شي رانیولای او لیلامیو یا کهنه فروشیو ته مخه کوي. په پېښور کې یې کباړي بازار بولي. که غواړې ایفون واخلې، د ۷۰۰ ډالرو پرځای کباړي بازار ته ورشه او په ۱۵ زره کلدارې یې واخله. شوق دی، یا هسې او یادغسې، خو په یونه یو ډول پوره کیږي.

ماته تېر کال یوه دوکاندار وویل، چې نوی ټلویزیون مه اخله، دا زوړ تر هغه ارزانه درکوم. نوی سامسونګ شاوخوا ۲۵۰ ډالره و، خو دا مستعمل یې په ۱۰۰ ډالره ورکاوه. د دوکاندار مې ومنله، اوس پوره یو کال کیږي، چې یوه ورځ هم نه دی خراب شوی، خو له دې مخکې مې اکیرا اخستی و، په جثه ډېر غټ و، خو په یوه کال کې یې کار پریښود.

د زړو توکو په اخستلو کې تر ټولو مهم څیز د جنس د کیفیت کتل دي. د یوه څیز ظاهري رنګ وګورﺉ، له هغه یې داخل هم ارزولای شى، خو وګورﺉ، چې رنګ شوی نه وي. موټر ډېری رنګول کیږي او بیا پلورل کیږي.

یو وخت مې یوه تومانچه اخيستله، نوې نوزې مکاروف وه، خو، چې لږ مې سره خلاصه کړله، پوه شوم، چې رنګ کړې یې ده. رنګ یې هم دومره ظریف ورکړی و، چې د ډېرو کمو کسانو به ورته پام شي.

په دویم لاس جنس کې د توکي کیفیت او استعمال ضرور دی. کېدای شي د ویش په بازار کې د استعمال اجازه درنه کړي، خو په کابل کې یې ازمویلای شى. زما په یاد دي، چې په دوبۍ مارکیټ کې یوه ملګري ته ورغلم او سوني وي آی او لپ ټاپ مې ترې اخيست. دلته یو ډول کمپیوټر پلورل کیږي، چې د یوې نیمې ستونزې له امله بېرته کمپنۍ ته استول شوي وي او له جوړېدو وروسته تریوه ځانګړي نامه لاندې بېرته را استول کیږي. لپ ټاپ مې د ملګري دوکاندار په ډاډ وپېره، خو تر نن ورځې مې خبر نه دی ترې لیدلی. یو مستعمل سونډ ریکارډر مې هم ترې اخستی و، خو هغه دادی په کمپیوټر کې کار نه کوي. زما غلطي دا وه، چې خپله مې ونه ازمویل او د ملګرتیا په اعتماد مې ترې واخستل، خو اوس پنځه کاله کیږي، چې دوکان ته یې نه یم ورغلی او نه هم څه ترې پیرم.

کېدای شي سړی په کباړ کې پر ښوڅیزونو ورپېښ شي، خو ضرور نه ده، چې سړی یې وپیري.

تاسې خپلې اړتیا ته وګورﺉ او دې ته وګورﺉ، چې څومره ترې ګټه اخستلای شى. فکر وکړﺉ، چې ایا دا دومره غټه المارۍ که په پنځه زره افغانۍ راکوي، زه یې درېیم او څلورم منزل ته خیژولی شم، یا دا امکان شته، چې په زینو کې پورته شي. یا که دا غالۍ اخلم، ایا د کوټې غولی نیسي او که وړه ده. یا ډېره خو به غټه نه وي، چې بده معلومه نه شي؟ دغو پوښتنو ته ځواب ویل ځکه مهم دي، چې طبعیتا انسان، چې ارزانه شی ګوري په اخيستلو کې یې بیړه کوي. تاسې بیړه مه کوﺉ، فکر وکړﺉ، چې خوښه کړې وسیله مو په کار در ځي او که یه؟

زه خو له څو تجربو وروسته زړو توکو ته ډېر کم پام اړوم، خو که څوک یې پیرى واردمخه یې ښه وسنجوﺉ او ویې ازمويئ، چې شوق مو پرې پوره کیږي او که په نیمه لاره کې مو پریږدي. که خپله نه پوهیږﺉ یو مسلکي کس درسره کړﺉ او په هغه یې وپیرﺉ. په دې توګه به تاسې ۵۰ په سلو کې د توکي پر کیفیت ډاډه وي.