13680925_317574215241761_3899568064879383128_n

حکومت نور باید د قومي ټېکه‌دارانو له لافو و نه وېرېږي

 

ميرويس مايار
د کابل د وروستي لاریون قربانیانو ته په بشپړ درناوي سره غواړم د دغه لاریون په یوه بل اړخ رڼا واچوم چې تر دې له مخه ورته د چاودنې او ناورین له کبله ډېر پام و نه شو.

د لاریون پرمهال له چاودنې مخکې د لاریون له زړه څخه راوتې وروستۍ وېډیو څخه په روښانه ښکاري چې د مدني فعالینو په دغه لاریون کې تر۱۰۰۰ کسانو ډېر نه وو راغونډ شوي.

په داسې حال کې چې د ځینو په باور د کریم خلیلي او محقق اړوندو ټلوېزیونونو دا ځل له لاریون سره د خپلو مشرانو په لارښوونه پرېکون کړی و او د لاریون ژوندۍ خپرونې یې نه لرلې.

حکومت لا د مخه همدې خلیلي او محقق کاکا دومره وېرولی وو چې ګنې په سلګونو زره کسان به لاریون ته رابهر او ارګ به کلابند کړي او هر څه به دړې وړې شي.

له همدې احتمالي وېرې حکومت ټول ښار کلابند کړی و، خو د ټلوېزیوني خپرونې د نه تر سره کېدو مسله داسې وه چې همدا هزاره توکمي مشران په دې پوهېدل چې دې لاریون ته هغومره کسان نه راوځي چې دوی حکومت ته پرې لافې وهلې وې او په دې پوهېدل چې که لاریون په ژوندۍ بڼه وښيي، نو د دوی اصلي ماهیت او د لاریون زور به ټولو ته روښانه شي.

په دې اساس حکومت د پل هارتل په سیمه کې لاره بنده کړې وه او تر لاریون کوونکيو یې پولیس ډېر په ښار کې ځای پر ځای کړي وو.

که دا چاودنه چې کاشکې نه وای شوې، اوس به د دې لاریون‌کوونکيو شمېر او کچه هیچا ته هم نه وای مالومه شوې او تصور به د لسګونو زرو ورکول کېده.

همدې قومي ټېکه‌دارونو او د روښنايي په نوم غورځنګ مخکښانو تېر ځل هم حکومت وېرولی و چې ګنې دوی لسګونه زره خلک لاریون ته راوباسي چې په حقیقت کې ایله ۴ زره کسان هم نه ښکارېدل.

هغه ځل هم حکومت د دوی پر وړاندې لاره بنده او په همدې بریکوټ کې د دوی د وروستۍ اعلامیې د خپرولو پر مهال ښکاره شوه چې له څو زرو کسانو زیات یې رابهر نه‌شوای کړای.

اوسنی او پخوانی حکومت تل د همدغو قومي ټېکه‌دارانو له‌خوا د یو شمېر کرايي او احساساتي کسانو په راغونډولو وېرولی دی.

د روښنايي د خوځښت له وروستي لاریون څخه اخیستل شوي انځورونه او وېډیوګانې داسې ښيي چې ان د دهمزنګ څلورلارې یوه کوچنۍ برخه کې هم کافي کسان نه وو.

د چاودنې دا وروستۍ راوتلې وېډیو چې د ټرافیکو د ریاست له اړخه اخیستل شوې او تر چاودنې له مخه او وروسته شېبې ښيي په روښانه ډول د لاریون کوونکيو دقیقه شمېره په ډاګه کوي.

وېډیويي تصویرونه د دهمزنګ د څلورلارې د میرویس میدان او دارلامان خوا ته د غځېدليو سړکونو پر کونجونو له پولیسو څخه د لاریون کوونکيو شمېر کم ښيي.

د پخواني ولسمشر په شان اوسنی ولسمشر اشرف غني هم ښکاري چې یو شمېر سیاستوالو په خپلو لافو او پټاکو وېرولی او هڅه کوي چې له دې لارې هم خپله او خپلو پلویانو ته امتیازات ترلاسه کړي.

په ظاهره دوی حکومت او ولسمشر ته وښووله چې له لاریون کوونکيو دوی جلا شوي او دوی ملی ګټو ته وفادار دي، خو په اصل کې دوی خپلو پلویانو ته له لاریون کوونکيو سره د یو ځای کېدو ویلي وو او د هغوی د اصلي زور شته‌والی یې هم د خپرونو په نه کولو سره پټ ساته.

په وروستیو کلونو کې تل د کریم خلیلي او محقق په څېر نورو سیاستوالو لکه ښاغلي سیاف، امرالله صالح، احدي، اجرایيه ریس عبدالله، عطا محمد نور، اسماعیل خان او نورو ټولو ښاغلی کرزی تېر ایستی و او داسې یې ورته تصویر کړې وه چې دوی ولسونه له ځانه سره لري او که روا او ناروا غوښتنې یې و نه منل شي، کولای شي حکومت ته یې ستونزې پراخې کړي.

پر همدې اساس پخواني ولسمشر هر یوه ته نغدي او غیرنغدي امتیازات ورکول او له بېلابېلو لارو همدې ښاغلو د واک په جزیرو کېږدۍ درولې وې او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې مېخونه نور هم په ځمکه ټینګول او دننه یې مزې کولي.

دوی هم له حکومته پوستکی ووایست او هم یې له خلکو غاښونه ایستلي وو.

همدغه لوبه تر ټولو له مخه له تېر یوه کال راهیسې هزاره توکمي مشران په منظم ډول پرمخ بیايي او تر دې دمه داسې ښکاري چې پر حکومت یې خپل جال غوړولی، خو په دغه شلېدلي جال کې د همدې مشرانو د راګیرولو له‌پاره تر بل هر وخته شریط برابر دي.

ولسمشر ته په‌کار ده چې نور د هرې کوڅې لاریون کوونکي ته د ملي امنیت مشر د زاریو له‌پاره ور وا نه ستوي او هر کس ته د حکومت پر اوږو د سپرېدو اجازه ور نه کړي.

تر ټولو ډېره تمه له ولسمشر او د ملي امنیت د شورا له مشرڅخه کېږي چې د لاریونونو په موخه، درنښت، وزن او څرنګوالي سم سر خلاص کړي او ټول ولس ته داسې و نه ښيي چې د ټولنیزو رسنیو څو فعالین او څو قومي ټېکه‌داران حکومت له دومره لوی چلېنج سره مخامخ کولای او افغان پلازمېنه د ساعتونو ساعتونو له‌پاره فلج کولای شي.

په داسې حال کې چې د روښنايي په نوم غورځنګ د وروستي لاریون وړتیا له وېډیويي تصویرونو له ورایه مالومېږي او دا په دې نه ارزېده چې دولتي ادارې دې ورته رخصت، ټول ژوند دې په پلازمېنه کې په ټپه ودرول شي، ولس ته دې په لسګونو میلیونه افغانیو زیان ورسېږي او د لته د بوختو بهرنیو ادارو تر منځ دې داسې پیغامونه او اي‌میلونه د حکومت له‌خوا تبادله شي چې ګنې پر کابل کې قیامت راتلونکی دی.