56

حکومت د پورونو د ورکړې له کلتور سره بلدتيا نه لري

د چارو يو شمېر افغان شنونکي وايي، چې افغانستان لا هم له نړيوالو مرستو د ګټې اخيستنې له فرهنګ سره بلدتيا نه لري.

د شنونکو په اند هغه پورونه چې کلونه مخکې افغان حکومت اخيستي دي، پر خپل وخت يې بېرته نه دي ورکړي او ان تر دې چې د دغو پورونو له ورکړې يې انکار کړى دى.

کارپوهان وايي، که د افغان حکومت له خوا دغه چاره همداسې دوام ومومي، ښايي د هېواد د راتلونکي اقتصادي پرمختګ پر وړاندې پر يوه ننګوونکي ګواښ بدله شي.

خو د افغانستان د ماليې وزارت وايي، افغانستان په خپله دولتي خزانه کې دومره پيسې لري چې خپل پورونه ورکړي.

د ماليې وزارت مرستيال مصطفى مستور وايي، افغانستان له ١٣٨١ لمريز کال راهيسې له ځينو بانکونو پورونه اخيستي دي، خو د هغه په وينا دا هغه اوږد مهاله پورونه دي چې د دوه اړخيز توافق له مخې له ټکټانې پرته د څلوېښت کلونو لپاره افغانستان ته ورکړل شوي دي.

د رسمي ارقامو له مخې افغانستان تر اوسه ٤٣٢ ميليونه ډالر له نړيوال بانک، ۷۵۸.62 ميليونه ډالر د اسيا له پراختيايي بانک، ٦٨ ميليونه ډالر له اسلامي پراختيايي بانک، ٨٠ ميليونه د سعودي له پراختيايي بانک او ٢٤٨ ميليونه ډالره د پيسو له نړيوال صندوق څخه د پور غوښتنه کړې ده او يوه زياته برخه يې ترلاسه کړې ده.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيف الدين سيحون وايي، افغانستان د بنسټيزو او ملي پرژو د تطبيق لپاره پورونو ته اړتيا لري، خو په تېرو لسو کلونو کې په حکومت کې د دې پروژ د پلي کولو لپاره ظرفيت او وړتيا نه وه.

د کارپوهانو په وينا افغانستان د خپلې زېربنا د رغونې لپاره لوړو پورونو ته اړتيا لري، خو دا چې حکومت د پورونو د بېرته ورکړې له فرهنګ او دود سره بلدتيا نه لري، ډېرى پور ورکوونکې ادارې افغانستان ته د پور له ورکړې ډډه کوي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيد مسعود وايي، افغانستان د پورونو د ورکړې له کلتور سره د نه بلدتيا له امله په تېرو کلونو کې اخيستي پورونه تر اوسه نه دي ادا کړي، چې له همدې امله يو زيات شمېر هېوادونه او ادارې افغانستان ته د پور په ورکړه کې وېره لري.

د پورونو د اخيستو لپاره د باور لاسته راوړل او په زېربنايي پروژو کې د دې ډول پورونو د لګولو څرنګوالى؛ د پور ورکوونکو هېوادونو او ادارو له اساسي شرطونو څخه دي، چې د يادو شرايطو د نه پوره کولو په صورت کې مرسته کوونکي هېوادونه پور نه ورکوي.