13533124_1099811136750225_8958662062920898825_n

حنیف اتمر ننګرهار کې دی او د کوټ پېښه څیړي

د ملي امنیت شورا وايي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر نن د ننګرهار ولایت ته تللی څو دغلته د کوټ ولسوالۍ پېښه له نژدې وڅیړي .

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ د ښاغلي اتمر هغه عکسونه خپاره کړي چې په کې نوموړی په ننګرهار کې د خلکو او چارواکو سره د لیدنې پر مهال لیدل کیږي .

د ملي امنیت شورا پر فیسبوک پاڼه ویل شوي چې په ننګرهار کې د کوټ قومي مشرانو او د نورو سیمو استازو او مشرانو د ملي امنیت سلاکار ته د کوټ د پېښې په اړه او همدارنګه په ننګرهار کې پر شتو نورو اداري او امنیتي ستونزو معلومات ورکړي دي .

په دې غونډه کې چې د ننګرهار د والي سربیره په کې د کوټ او د ننګرهار د نورو سیمو قومي مشران هم حاضر و، ولسمشر غني د ټیلفون له لارې خلکو سره د کوټ پر پښه خواخوږي وکړه او ځايي چارواکو ته یې وویل څو د داعش په برید کې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي .

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په داسې حال کې ننګرهار ته سفر کوي چې په ننګرهار کې چارواکي وايي ، دغلته یې په کوټ کې د داعش وسلوال مات کړي دي .

د کوټ یو قومي مشر حاجي حیات خان د ملي امنیت سلاکار ته ویلي :
” کوټ کې امنیتی اورګانونو پر وخت اقدام کړی دی. زموږ پوستو تکتیکی شاتګ کړی او وروسته مو دښمن بیا مات کړی دی. جګړه موږ ګټلې. “

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي ، امنیتي ځواکونه د کوټ په هغو سیمو کې ځای پر ځای شوي چې یو مهال په کې د داعش وسلوالو مرکزونه لرل. د نوموړي په وینا په سیمه کې د داعش د پاتې غړیو د موندلو لپاره عملیات او تالاشۍ روانې دي .
افغان امنیتي چارواکي وایې د جمعې د ورځې راهیسې یې له داعش سره دغلته په جګړو کې ۱۶۰ وسلوال وژلي . دوی خپل لورې ته د پنځو سرتیرو د وژل کیدو پخلی کړی . ویل کیږي چې د لسو په شا او خوا کې ولسي خلک هم په کوټ کې د روانو جګړو په ترڅ کې وژل شوي دي او یو شمیر نور ټپیان دي .

په کوټ د تیرې جمعې پر سهار د داعش وسلوالو دغلته پر ځینو کلو برید وکړ ، یو شمیر کسان یې یرغمل کړل او لسګونو کورونو ته یې اور واچوه .

حنیف اتمر په داسې حال کې ننګرهار ته سفر کوي چې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د داعش په وړاندې د افغان امنیتي ادارو په ورو او زړه نازړه اقداماتو انتقادونه شوي .

په عین حال کې د ننګرهار حکومت مرکزي اداره د ننګرهار سیمه ایزې ادارې کې اصلاحاتو ته په نه پاملرنې تورنوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.