11228942_903917906339550_7954721939793730660_o

حنیف اتمر : موږ به له داعش د( کوټ ) د ظلم غچ واخلو

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د ځايي خلکو پر کورونو د داعش له یرغل وروسته د افغانستان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ویلي ، له داعش به ددې ظلم غچ واخلي .
د کوټ د ناورین په اړه د ښاغلي اتمر په یو پیغام کې ویلي :

” امنیتي ځواکونو تېره شپه د عملیاتو پرمهال د یادې ‌‌‌‌‌‌ډلې مهمې مواضع په نښه کړې او په پام کې ده چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر یې پر وړاندې پراخ ځمکني او هوایي عملیات پيل شي. د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران او د وسلوال پوځ لوی درستیز په سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره هره شیبه په تماس کې دي. موږ به له داعش د دې ظلم غچ واخلو.“
ښاغلي اتمر په یو پیغام کې د داعش له خوا کاریدونکي جګړیزه تکتیکونه تر ټولو کرغیړن او وحشیانه بللي او له خلکو یې غوښتي چې خپل یووالي او ارامي وساتي او دده په وینا د وسلوالو پر ضد له امنیتي ځواکونو سره په فکري او روحي جکړه کې برخه واخلي .
بل خوا د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ ویلي :
” د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ د وضیعت په اړه امنیتي اورګانونو ته لارښوونه شوې، چې د داعش تروریستي ‌‌‌‌‌‌ډلې د ځپلو لپاره په پوره جدیت کار وکړي. داعش تروریستي ګروپ د جګړې پر مهال له ترټولو وحشیانه تکتیکونو څخه استفاده کوي. د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې دتحرکاتو د ځپلو لپاره د امنیتي اورګانونو تدابیر د داعش پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتېژۍ په چوکاټ کې تنظيم او همغږي کېږي.“
دا په داسې حال کې ده چې خلک ملي امنیت د شورا په ګډون د افغانستان امنیتي ادارې او چارواکي په ننګرهار کې د داعش پر خلاف پر نرمښت تورنوي او له دې ادارو غواړي چې دغلته د راټولو شویو څو تنو بهرنیو وسلوالو پر ضد دي جدي اقدامات وکړي او د سیمې خلک دې له دې هره ورځنۍ بې پتۍ وژغوري .

د داعش وسلوالو د جمعې په سهار وختي د کوټ ولسوالیو د استوګنې پر یو شمیر سیمو یرغل وروړ دغلته یې د سیمه ایزو پولیسو مورچلې ونیولې ، کورونو ته یې اور واچوو او د ښځو او ماشومانو په شمول یې یو شمیر کسان له ځان سره یرغمل کړل .
تر اوسه په دې جګړو کې د اتو ولسي خلکو د وژنې او ګڼو نور د ټپي کیدنې راپورونه ورکړل شوي دي . افغان چارواکي وايي پر داعشي وسلوالو یې ځوابي بریدونه پیل کړي او له ځینو سیمو یې پر شا کړي دي . دوی وايي جګړه کې شپږ امنیتي سرتیري او تر ۳۲ زیات داعش وسلوال هم وژل شوي دي .
په عین حال کې د رسنیو په راپورو کې ویل شوي چې د شنبې په ورځ بې پیلوټه الوتکو د اچین او کوټ په ولسوالیو کې د داعش پر مورچلو بریدونه کړي او ۴۲ وسلوال یې وژلي دي .

په ټولنیزو رسنیو کې د کوټ د هغې سیمې عکسونه خپاره شوې چیرې چې د داعش وسلوالو د خلکو کورونو ته اورونه اچولي دي .
په ټولنیزو رسنیو کې د کوټ د هغې سیمې عکسونه خپاره شوې چیرې چې د داعش وسلوالو د خلکو کورونو ته اورونه اچولي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.