GTY_taliban_fighters_sk_150129_16x9_992

حقاني وايي طالبان خبرې اترې کوي خو افغان حکومت سره نه

پاکستاني رسنیو د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني ته د یو منصوب غږیز پیغام په حواله ویلي چې طالبان خبرو اترو ته چمتو دي خو په دې شرط چې دا خبرې اترې د اسلامي شریعت سره برابرې وي .

نوموړې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي ، خو تر دې مخکې وسلوالو طالبانو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلونونو غوښتنه کړې ده .

حقاني چې هم د ملا اخترمحمد منصور مرستیال و او د هغه له وژل کیدو وروسته د نوې طالب مشر مولوي هبت الله اخندزاده مرستیال هم ټاکل شوي په یوې کم سارې غږیزو څرګندونو کې چې ایکسپریس ټربیون ورځپاڼه وايي دوی اوریدلي څرګنده کړې که طالبان د سولې د خبرو مخالف وی نو دوی به سیاسي کمیسون نه جوړاوه .

د سراج الدین حقاني له خولې دا پاکستانۍ ورځپاڼه وايي، د دوی سیاسي کمیسون د همدې لپاره دی چې سیاسي خبرې اترې ترسره کړي .

خو سره له دې هم سراج الدین حقاني د افغان حکومت سره د خبرو کول رد کړي او هغه یې بې واکه او کمزوری بللی چې دده په وینا پریکړې نه شي کولی .
یو طالب چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې ته ویلي ، د سراج الدین حقاني دا پیغام د طالبانو ترمنځ د نوموړې مهم رول او نوې طالب مشرتابه ته د اونیو په ترڅ کې د واک د انتقال څرګندونه کوي .

سراج الدین حقاني د طالبانو د هغې ډلې مشر ګڼل کیږي چې امریکايي او افغان چارواکي یې د حقاني شبکه بولې او په افغانستان کې د افغان او امریکايي اهدافو پر ضد په تر ټولو خونړیو بریدونو تورنه ده .

د امریکا د پوځ یو پخواني لوی درستیز مایک مولین د حقاني شبکه د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې یا اۍ ایس اۍ مټ بللی و .

خو سراج الدین حقاني په دې څرګندونو کې دا مسله هم رد کړې چې ګوندې د حقاني شبکه کومه جلا ډله ده بلکې ټینګار یې کړي چې ټول طالبان یوه ډله او یو مشرتابه لري .

په دې وروستیو کې د امریکا ، چین ، پاکستان او افغانستان څلور اړخیزو غونډې کې هغو پرلپسې هڅو کومه نتیجه ورنه کړه چې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د چمتو کولو په موخه ترسره شوې .
افغان حکومت وايي ، دوی نور له پاکستان څخه دا تمه نه لري چې طالبان دې ورسره د سولې خبرو ته کینوي ، بلکې ترې غواړي چې د پاکستان په خاوره کې دې د طالبانو د مشرانو او مرکزونو پر ضد اقدامات وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.