حامدکرزي وویل ، افغانستان یو خپلواک هیواد دی او دا نه شي منلی چې پاکستان دې ورته بهرنۍ پالیسي جوړه کړي او یا دې ورته دا ووايي چې له چا سره اړیکې ولري او چا سره یې ونه لري .
حامدکرزي وویل ، افغانستان یو خپلواک هیواد دی او دا نه شي منلی چې پاکستان دې ورته بهرنۍ پالیسي جوړه کړي او یا دې ورته دا ووايي چې له چا سره اړیکې ولري او چا سره یې ونه لري .

حامد کرزی : د ډیورنډ کرښه یو داسې ټپ دی چې هیڅ افغان یې نه شي هیرولی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي اردو سره په یوه مرکه دا خبره رد کړې چې ګوندې افغانستان د نورو په اشاره کړنې ترسره کوي .

بي بي سي اردو سره په مرکه کې حامد کرزي وویل ، افغانان نور څه نه لري ، خو پر خپلې خپلواکۍ او په دې برخه په ورکړو قربانیو ویاړي او هیڅ کله د نورو د لاس اله نه ګرځي .

په دې مرکې کې چې پخواني افغان ولسمشر په کې په اردو ژبه خبرې کولې ، نوموړې وویل اصلا پاکستان په ډیورنډ کرښه ځینې اقدامات وکړل چې له امله یې افغانان ناراضه دي ، او دا ډول پېښې رامنځ ته شوې .

حامدکرزي وویل ، د افغانستان ، هندوستان او ایران کوم اقتصادي هڅې چې روانې دي په دې کې موږ پاکستان ته هم هرکلی وایوو ، خو د پاکستان شرط دا دی چې د هندوستان سره دې د افغانستان اړیکې نه وي . د پخواني افغان ولسمشر په وینا دا هغه څه دي چې د حامد کرزي په وینا افغان لوری یې منلو ته چمتو نه دی .

په افغانستان کې د هندوستان د رول په اړه حامدکرزي وویل ، افغانستان یو خپلواک هیواد دی او دا نه شي منلی چې پاکستان دې ورته بهرنۍ پالیسي جوړه کړي او یا دې ورته دا ووايي چې له چا سره اړیکې ولري او چا سره یې ونه لري .
نوموړې وویل د هند او افغانستان ترمنځ په اړیکو پاکستان پرته د کوم دلیل څخه ناراضه دی . د حامد کرزي په وینا که خپله پاکستان د هندوستان سره اړیکې لرلی شي د دواړو هیوادونو لومړي وزیران له یو بل سره کتنې کولی شي نو بیا ولې افغانستان له هندوستان سره اړیکې ونه لري .

حامد کرزي د بي بي سي اردو وسعت الله خان ته په مرکه کې وویل ، هندوستان خپله بې وزله هیواد خو پر دې سربیره یې د افغانستان سره د بنسټیزو پروژو په رغولو کې مرسته کړې او له زړه غواړي افغانستان سره دوست هیواد و اوسي .
د پخواني افغان ولسمشر په وینا افغانان د پاکستان له ولس منندوی دي خو حکومت چې یې کومې پالیسۍ عملي کوي له هغې ناخوښه دي .
حامد کرزي د ډیورنډ د کرښې په اړه په دې مرکه ویلي چې دا د انګریزانو د استعمار میراث دی او افغانستان له ۱۸۹۳ کال راهیسې دا کرښه نه ده منلې ځکه دې کرښې افغانستان په دوو برخو وویشه .
د حامد کرزي په وینا دا چې پاکستان ته د بریتانوي هند میراث پاتې دی نو موږ په دې برخه کې پاکستان نه ملامتوو . خو د ښاغاي کرزي وویل ، د ډیورنډ کرښه یو داسې ټپ دی چې هیڅ افغان یې نه شي هیرولی . له همدې کبله پاکستان ته پکار دي چې پر دې کرښه داسې چلن وکړي چې د ترینګلتیا سبب نه شي .

پخواني افغان ولسمشر ویلي، افغانستان د ډیورنډ کرښه نه ده منلې نه به یې ومني . خو پر دې مسلې جګړه هم نه کوي .
نوموړې په دې مرکه د پاکستان خلک هم د ترهګرۍ قربانیان وبلل خو پاکستاني خاوره او حکومت یې د ترهګر پالو په توګه یاد کړ .
حامد کرزي د بي بي سي اردو ته ویلي چې لندن ته به ولاړ شي ، هلته به د پاکستان د صدراعظم د روغتیا پوښتنه وکړي او له نوموړې سره به پر ډیورنډ کرښه د راپورته شوي کړکیچ په اړه هم خبرې وکړي .

>

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.