د کورنیو چارو وزارت وايي، د ترینکوټ په شا او خوا کې یې پر پوستو د وسلوالو څو بریدونه په شا تنبولي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د ترینکوټ په شا او خوا کې یې پر پوستو د وسلوالو څو بریدونه په شا تنبولي دي.

جګړه د ترینکوټ کوڅو کې

په داسې حال کې چې وسلوال طالبان وايي د ترینکوټ ښار ته ننوتي دي ، او اوس جګړه د ښار منځ کې روانه ده د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په ترینکوټ کې یې د طالبانو توطیه شنډه کړې ده .

د دفاع وزارت د ویندوی دفتر وايي، د ترینکوټ ټولې ستراتیژیکي سیمې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په لاس کې دي او وسلوالو ته به اجازه ورنه کړي چې خپلو اهدافو ته ورسیږي .

دفاع وزارت په یوې تازه خبرپاڼه کې همدارنګه ویلي چې د ارزګان په بیلابیلو سیمو کې روانې جګړې د وسلوالو په ماتې تمامې شوي او ډیر زر به د ترینکوټ اړوند سیمې له وسلوالو پاکې شي .

د افغانستان د دفاع وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له ترینکوټ څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي ، جګړې دا مهال په ښار کې دننه روانې دي .

راپورونه وايي ، تر ټولو سخته جګړه د ارزګان د امنیې قومندانۍ د ودانۍ په شا او خوا کې روانه ده .
ویل کیږي چې ددې ولایت والي او نور چارواکي له خپلو دفترونو څخه ښار ته څیرمه د ملي اردو یوې لیوا ته انتقال شوي دي .

بل خوا د ارزګان چارواکي وايي چې د ترینکوټ له زندان څخه یې ټول بندیان هم ددې ښار هوايي ډګر ته انتقال کړي دي .

د ارزګان د امنیې قومندانۍ د امنیت امر حاجي عبدالقوي رسنیو ته ویلي چې دا مهال امنیتي ځواکونه د ښار دننه له وسلوالو سره په جګړه بوخت دي او که مهمات ور ونه رسیږي نو دا ولایت د سقوط له ګواښ سره مخ دی .

خو ددې ولایت د امنیې قومندان ویس صمیمي بیا ډاډ ورکړی چې ښار د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی . نوموړی همدارنګه ادعا کړې چې تر پنځوسو زیات وسلوال په جګړو کې وژل شوي دي .

تر اوسه پورې په روانه جګړه کې افغان امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته د اوښتو تلفاتو په اړه دقیقې شمیرې نه دي خپرې شوي .

د ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې چارواکو په ترینکوټ کې د رسنیو د کارکونکو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده او له چارواکو او مرستندویه ادارو یې غوښتي چې له ترینکوټ ښار څخه دې د هغه خبریالانو د خوندي وتلو زمینه برابره کړي چې دا مهال د جګړې په سیمه کې بند پاتې دي .

د افغانستان د ژورنالیستانو خپلواکې ټولنې همدارنګه په جګړه کې پر ښکیلو خواوو غږ کړی چې د رسنیو د کارکونکو بې طرفۍ ته دې درناوی وکړي او د دوی خوندیتوب دې یقیني کړي .

ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو لا د مخه له ترینکوټ څخه خپل ډیر شمیر کارکونکي ایستلي دي .